Wn/ps/شیخ ندا محمد پاکستاني جنرال نه دی

< Wn‎ | ps
Wn > ps > شیخ ندا محمد پاکستاني جنرال نه دی

دشيخ ندامحمد صاحب حفظه الله د شهادت آوازه هیڅ حقیقت نلري. له تیرې ورځې راهيسې ځينې رسنۍ د دښمن دپروپاګند په اساس راپورونه خپروي چې د بادغيس په ولایت کې د شمال غرب ولایاتو لپاره د اسلامي امارت د څار او کنترول نظامي مسئول شیخ الحدیث مولوي ندا محمد صاحب حفظه الله د دښمن په هوایي برید کې شهید شوي، دښمن دا پروپاګند هم کړی وو چې شیخ ندامحمد صاحب دکوم بل هیواد تبعه دی. موږ د بزدله دښمن دا ادعا په کلکه ردوو، شیخ صاحب حفظه الله ژوندي دی او پخپلو جهادي فعالیتونو بوخت دی، همداراز نومړی دکوم پردي هیواد تبعه ندی په دې اړه چې کوم شیان نشر شوي د کمزوري دښمن د ناوسۍ وروستۍ هڅې دي، موږ له رسنیوسره په مخامخ تماسونو کې هم دغه ادعا رد کړی او یوځل بیا يې د دې څرګندونو په ترڅ کې په جدیت سره ردوو. وارخطا دښمن خپلو عسکرو ته دروحیې ورکولو په دود هڅه پيل کړې چې د اسلامي امارت د جهادی مسئولینو د شهادت غلطې آوازې خپرې کړي، رسنۍ باید داسې ادعاوو ته متوجه و اوسي او زموږ نظر په خپلو راپورونو کې مراعات کړي. قاری محمدیوسف احمدی داسلامی امارت ویاند2016/5/1م

تړلې لیکنې edit

شیخ ندا محمد شمال کې پاکستاني جنرال وژل شوی