پټه خزانه د محمد هوتک بن داوود لیکلې تذکره یا د شاعرانو ژوندلیک دی چې په .... کال د شاه .... کې لیکل شوې. دا کتاب د علامه عبدالعلي اخندزاده (۱۸۸۲-۱۹۴۴ع) د کوټي شمال ختیځ لور ته په شاوخوا څلوېښت کیلومیټرۍ کي د خانوزۍ نومي کلي دئ چي د اسيا په کچه ئې د تعلیم شرح تر ټولو ښه یادېږي. شاوخوا سل کاله وړاندي عبدالعلي اخوندزاده په لومړي ځل دې سيمه کي هغه وخت يو ښوونځی خلاص کړ چي پښتنو کي لا تعلیم ته ښه نظر نه کتل کېده، عبدالعلي اخوندزاده پکښي لومړی د خپل کور ماشومان داخل کړه، او وروسته ئې کرار-کرار کليوالو ته ذهن ورکړ چي زده کړه بې له دې چي نور ئې ستاينه درته وکړي، بايد وکړو! د [پټي خزانې] د موندونکي تر څنګ اخندزاده د پښتو اديب هم دئ چي د [ شاخ گل ] په نامه اثر هم لري. علامه حبيبي ئې په اړه کاږي: "علامه عبدالعلي اخندزاده ما له ۱۳۳۸هـ ق راهیسته پېژندئ ، زه به د لسو کالو وم چي د کندهار يوه سندرغاړي باغی اخندزاده به د عبدالعلي بدلي د ارغنداو په گڼو باغو کښي ويلې او دده ږغ به مځکه او آسمان رېږداوه. د ۱۳۱۴ ش کال په ژمي چي زه هند ته تلم د کوټي په بازار کښي مي دغه اخندزاده د طبابت پر دکان ناست ولید. دغه وخت زه د کندهار د طلوع افغان مدیر وم، او زما اخبار به علامه عبدالعلي ته استول کېدئ. ده چي زه وپېژندلم په ډېره مینه ئې پر تندي مچ کړم او ما د دده سره لومړۍ پلا وکتل او د زړه خواله مو سره وکړه. څلور کاله وروسته چي ما د طلوع افغان په پاڼو کښي د پښتو ادب ځیني ورکي او ناپېژندلي برخي سره څېړلې او رابرسېره کولې، له کوټي څخه د علامه عبدالعلي يو پيغام راورسېد چي ده د پښتو يو قدیمه تذکره موندلې ده، او که د هغې د چاپولو امکان د کندهار په مطبعه کښي وي نو به ئې دی راواستوي. دا پيغام ماته چي د قدیم پښتو ادب يوې پاڼي پا يوه بیت ته هم تږي وم، د زوی زېری وو ، او ما ورته وویل چي زه پخپله کوټي ته درځم او هغه گورم . آښ د خدای کارونه وه، چي زه ژر وره نغلم، او په ۱۳۱۹ش کال له کندهار کابل ته راغلم او دلته د پښتو ټولني مشر سوم ، او په رسمي کارو داسي اړ سوم چي د ۱۳۲۰ ش کال تر ژمي پوري د سر گرولو ته هم نه وم خلاص . څو چي د ۱۳۲۲ ش کال په پسرلي کښي زه کوټي ته ولاړم، او له خپل زاړه آشنا او خواخوږي مشر عبدالعلي اخندزاده سره مي ولیدل، او ده هغه معهود کتاب ماته راښکاره کئ . زما سترگي پر ولگېدې يوه پټه خزانه وه چي دمخه نه ما نه بل چا هغه لیدلې وه، ما ارواښاد اخندزاده ته وويل چي دا خو په رښتيا هم پټه خزانه ده که ئې ماته راکړې ، زه به ئې چاپ کړم او جهان ته به ښکاره سي. پراخندزاده دي خدای ورحميږي زما په خبره بیخي خوښ سو تندی ئې ورین سو شونډان ئې موسکي سول وې ويل: چاپ ئې که! ما خو تاته ساتلې وه ، وائې خله. د ارواښاد عبدالعلي اخندزاده په ياد اوس هم دا څو کرښي کاږم، او دا منم چي که مرحوم دغه کتاب په کوټه او پښين کښي نه وای پيدا کړی، نو به اوس د پښتو ژبي او ادب د دغی تاریخي خزانې څخه لاس تور وای." اخندزاده په ۱۹۴۴ع کال کي له دې نړۍ سترګي پټي کړي او د پښين په څنګ خانوزۍ کي خاورو ته وسپارل