Wb/ps/منظومه بزرگداشت سید جمال الدین افغانی

< Wb‎ | ps
Wb > ps > منظومه بزرگداشت سید جمال الدین افغانی

۹۴کلن عزيزالدين وکيلي به ۱۸کلن وو چي د خطاطۍ په هنر سمبال سو، او ډېر ژر ئې د خطاطۍ په هنر کي د دري او پښتو ځانګړی سبک ته نړيوال نوم ورکړ. وکيلي د کندهار د يوې داسي مخوري کورنۍ سره اړه لري چي پلرونه او نيکونه ئې د وکالت [دده تخلص له همدې امله وکيلي دئ، ا و د پوپلزو په ايویزو پوري ئې اړه لرل] تر څنګ د احمدشاه بابا، تېمورشاه او شاه زمان په وختونو کي غوښني برخې لرلې، او همدارنګه وکيلي د ملي ارشيف، اطلاعاتو و کلتور او پوهني وزارت د غړیتوب تر څنګ د چاپي ماشينونو د راتګ د مخه د ټولو افغاني مطبوعاتو ليکوونکی وو، ځکه نو د دده سره د نادرو عکسونو، قبالو، ليکونو او تابلوګانو بډای آرشيف وو چي خدای دي وکړي چي د کورنۍ څخه ئې دا مواد ضايعه نسي. ده اټکل شپاړلس کتابونه ليکلي چي ځيني ئې شهکار اثرونه ګڼل کېږي، او لړليک ئې لومړي کمنټ کي وګورئ[ځيني ماسره PDF سته که څوک يې غواړي]. ده ته د [خطاط هفت قلمي]تر څنګ ليکوال، مورخ، شاعر او د فرهنګي سټو د پېژندلو ځانګړي ځيرکتيا، د امير امان الله خان د مقبرې ډبرليک او نورو کړنو نړيوال نوم ورکړ. د طالبانو په راتګ سره نوموړي ته ځانګړې بلنه ورکړل سوه خو ده د ډېر کمزوري بدن له امله بخښنه وغوښته، فکر کوم په ۱۳۸۸ل کال ئې پور پرې کړ، او زوی ئې طلوع کي کار کوي؟. له ارواښاد سره ځوان کهول لږ اشنايي لري ځکه مي دلته لنډه پېژندنه وړاندي کړه. ويل کېږي له ده سره د ډېرو اسنادو تر څنګ د مولانا شاه ولي الله دهلوي هغه دعوت ليک هم وو چي احمدشاه بابا ته ۱۷۵۸ع کال د هنده ورلېږلی وو. استاد خليلي ئې په اړه کاږي: ای گشته مَثـــَل به خــوشنویسی ز نخست مفتاح خــــــزاین هنر خامه تست تا کرد خـــــدا لوح و قلم را ایجاد ننوشته کسی شکسته را چون تو، درست د ليک نمونې کمنټ کي ... ماته ئې دغه کتابونه مالوم دي: : احمد شاه وارث و مُجَّدِ امپراتوری افغانستان دوه ټوکه (کابل 1359ل)؛ تیمور شاه درانی (کابل 1333ل)؛ تذکار دیوان همایون اعلی یا وزارت مالیه(کابل 1334 ل)؛ درة الزمان فی تاریخ شاه زمان(کابل 1337 ل)؛ هنر خط در افغانستان در دو قرن اخیر گوناگون خط(کابل 1342ل)؛ تاریخ خرقه شریفه قندهار(کابل 1346ل)؛ منظومه بزرگداشت سید جمال الدین افغانی (کابل 1355ل)؛ خزینةالاشراف(1355ل)؛ تحفة المولود(1367ل)؛ د رحمان بابا دېوان؛ فرهنگ کابل باستان؛ غزنه در دو قرن اخیر؛ دیوان اعلی در تاریخ ادارات افغانستان[کوچنی رساله]؛ دارالقضاء در افغانستان(کابل 1369ل) ؛ رساله برگهای خزانی، چاپ دیوان اشعار تیمورشاه درانی(کابل1356ل)..