Wb/ps/ساندې او سندرې

< Wb‎ | ps
Wb > ps > ساندې او سندرې



ساندې او سندرې


پوهاند دکتور مجاور احمد زيار


۱۳۸۲ ل – ۲۰٠۰ ز


ډالۍ :


د کتاب پېژندنه ويناوال: پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار

ليکی: ساندې او سندرې


چاپشمېر:

خپرندوی:

چاپخونه :

لومړی چاپ: ١٣٨٢ل/مارچ٢٠٠٠ دويم چاپ:


نيوليک

سرليک مخگڼه يادښت ۷ لويه خدايه... ۱۸ د مينې ناورين ۲۱ رپاند سپېدارونه ۲۳ د ګلمينې په تور ۲۵ د دوست په ياد ۲۷ بيا هم مينه کوو ۲۹ پېژند نښې(بولله) ۳۲ سليماني ګوته ۴۳ د پاتېدلو هيله ۴۶ (شلڅپيز) ورېښمين شعر وييونه ۴۸ (څلېريشت څپيز) لمبېدلي سهارونه ۵۰ (شلڅپيز) لمر تندره ۵۳ د ژغور زيری ۵۴ د خاطر پر غزل ۵۶ د چوپتيا پر اوږو ۵۸ بې ماڼو بېړۍ ۶۰ مېلمه پال زړګی ۶۲ د مرګ تر کومي ۶۴ استازګری غزل ۶۶ د واکمنۍ پر خول ۶۹ د زغم توپان ۷۱ پاک ايمان ۷۳ د بېلتانه د واټنو لاروي ۷۵ (نولس څپيز غزل) شنې پسرلنۍ ۷۷ (اتلس څپيز عزل) تور غځېدلي پړاوونه ۸۰ د مينې خاڅ ۸۲ (بوللـه) غرېو نيولی فرياد ۸۳ د بدخشان لالونه ۹۲ د ګلو اوښکې ۹۴ مروره خندا ۹۶ د سرو هيلو جوپې ۹۸ د پاکې مينې کور ۱۰۰ د لېونتيا پېغور ۱۰۲ د نشت اباد پر لوري ۱۰۳ د سپېده داغ سپېدار ۱۰۵ سکروټينې ږلۍ ۱۰۷ خزان نارنجيستان ۱۰۹ په وينو وللې لار ۱۱۱ د جم جامونه ۱۱۳ د لمر پر لور ۱۱۵ زنګالې سترګې ۱۱۷ د ستورو چم ۱۱۹ ژړه غونې سترګې ۱۲۱ د ايمان په پښو کې ۱۲۳ د بې برخليک پر کال ۱۲۵ د اسوېليو تر سيوري لاندې ۱۲۷ د شمې سروب ۱۲۹ تلپاتې ترانې ۱۳۱ جهنمي تورې لمبې ۱۳۳ د سپوږمۍ د څڼو سيوری ۱۳۶ ګلورينې وينې ۱۳۸




يادښت : تر هر څه له مخه بايد څرگنده کړو چې استاد پوهاند زيار د ازاد او سپين) شعر د غورځنگ د ټولمنلي بنسټوال په توگه د غزل لمن هم نه ده خوشې کړې، بلکې لا زياته پراختيا يې هم پکې راوستې او مسرې يې له دوه څپيزو څخه تر اته ويشت څپيزو پورې ورغځولې دي.په دې لړ کې يې له اوولسو چاپي ټولگو څخه پېنځه دا غزليزې دي او که تر ازاد کالبه يې هم ورسوي، بيا به هم دا هوډ راغبرگوي: تته مه شه بله شمه د غزل مې، د وختو د اسوېلو تر سيوري لاندې! له دې هر څه سره سره دا منښته هم کوي چې دغه قافيوال ژانر يې د شعريت له پلوه، تر ازاد او سپين هغه وروسته په درېيمه پوړۍ کې راځي. په خپله وينا يې، په دې ليکه شوې ټولگه کې يې څو غزليزې بېلگې (سلېماني گوته، ژړغونې سترگې...) له خورا تنگو پښېلو (قافيو) سره يوازې او يوازې په دې موخه راوړې/ي، هغه غزلبول پر دې وگروهوي چې پښتو ژبه له دغه پلوه دومره ارته او بيرته ځولۍ لري اوکه وغواړي، شعر و غزل په ټوله مانا ((پښتنی)) کړي، کولای شي، خپله پانگه د پردۍ هغې ځايناستې کاندې او په دې توگه يې تر ډېرې کچې وزن او بيا قافيه راپورونې ته اړ نه باسي. خو، لکه ارواښاد ننگيال يې چې د ((سبر ونو نڅا)) په کره کتنه کې څرگنده کړې، د استاد پېيلې او ناپېيلې دواړه ډوله ويناوې د دوه گونو منل شويو ټوليو (مقولو)، په بله وينا، له ((ژب - ښکلاييز)) او ((ژب - انديز)) پلوه د يوې ځانگړې لارې رودې يا سبک ښکارندويي کوي. په دغه تړاو يې بيا د يوې پښتو- کره پښتواو ورسره ورسره، تر ډېره ځايه د نږه وييپانگې کارونگ يوه بېسارې ځانگړتيا بلل کېږي او له نورو ويناوالو سره يې يوه جوته او نومېرلې بريد ليکه راکاږي. سمسور اوبپاڼه دا خپله نېکمرغي او وياړ بولي چې د نورو زېږندوييزو او څېړنيزو اثارو په لړ کې د استاد (د ١٣٧٩ ل.کال) دغه غزليزه ټولگه له نوي کمپوز سره د نوي پښتو غزل د مينه والو مخې ته ږدي.

په ټول شاعرانه مينه - د سمسور اوبپاڼې پازوال

((زيار که څه هم د شينوارو په حصارک کې پيدا شوی، خو له کوچينوالي څخه، نه حصارېدونکی طبيعت لري، ځکه يې زيار ځان ته تخلص ټاکلی دی، چې د ده د تلاش، سعی، فعاليت او تجسس ښکارندوی دی ... استاد بېنوا)) د استاد زيار د ساندو او سندرو د خوند په تنده ما ته د خپل وياړلي او لوراند استاد پوهاند دوکتور زيار کړه وړه (شخصيت) او هنر دواړه مخې ته پراته دي، پر يوه مهال د دواړو ځيرنه او ځلونه راته د شهيد سېلاب ساپي دا وينا را يادوي چې : مخ دې بلې لمبې کاندي، خوله دې گل شي بيگا غونچه شي ځکه ما ته ډېرې گرانې د پتنگ بلبل نخرې دي پر کړو وړو باندې خو يې مټې پر همدومره ليکنه بسياکېږم چې پوهاند زيار چې چا ليدلی او پېژندلی نه وي او يوازې له ليکنو او د کره ليکنۍ پښتو غورځنگ د يوه لوغړن او لېوني سپېلني په توگه يې اورېدلی يا لوستی وي، نو داسې گڼي چې استاد زيار به گنې په ټولنيزه ناسته ولاړه او راشه درشه کې هم همدومره ترنځ و ترينگلی وي، لکه په ليکنو او پنځونو (تخليقاتو) کې چې دی، خو که څوک يې زما په څېر د ناستې ولاړې، شا گردۍ او ملگرتيا وياړ ترلاسه کړي ، نو دا منښته (اعتراف) به هرومرو کوي، چې استاد د يوې ډېرې ساده او زړه ته لوېدلې لوښې (خصلت) څښتن دی، لويي ستر چاري او ځان لوړ گڼنه يې په خټه کې هډو راوړې نه ده . لور او پېرزوېينه يې هغه ځانگړنې دي چې هر خپل پردی يې له چينې يو شان خړوبېږي، د پوهنيزو ربړو (مسايلو) په شاربنه کې يې پر چا په سر زورۍ د خپلې خبرې د منلو توکي او تومنه په وينه کې نشته او په استدلال کې د چا خبره د پښه نه ټينگوي، د نيوکې زغم يې دومره دی چې پر ځان باندې له ډېر کشر نه هم د نظر څرگندونې حق نه تروړي په ملگرتيا او دوستۍ کې دومره بې جوړې دی، چې هر څوک يې خپل همزولی گڼلای شي، له پاړکيزو ناخوالو سره د جنگ جگړې تومنه يې له خپلې بېوسۍ او د خپلې رنځورې او رنځېدلې ټولنې له بېبرخۍ اخېستې ده، که څه هم په کړنيزې (عملي) جوارۍ کې د خپلې پاکزړۍ له لامله پاتې راغی، خو د هماغه واک په فضا کې يې هم د مينې او لورېينې لمن نه ده پرېښې، او د ده د خپلې وينا په لاسوندۍ (استناد) يې سياست هم د ملي ژبې او فرهنگ د پالنې او دودوني لپاره کړی دی .ځکه خو واکمنو سياسي ناخوالو او نادودو له خپل او ډلي او پرله غښتي (منسجم) غورځنگ وانه ړوه. هو، همدا د ده د پاکزړۍ او سپېڅلتيا گناه ده، چې خپلو سياسي همڅنگو په نيمايي لار کې پرېښود، خو دی يې بيا هم د خپلې ژبې له پوهنيز بهير او پرمخيون سره د لېونۍ مينې له نيلي راکوز نه کړای شو. پاتې شو، د استاد د انځور دا بل (هنري) مخ، په دې باب راسره څه خپلې خبرې ښايسته ‌ډېرې دي او څه مې په خپله د استاد له خولې اورېدلي يا را ا يستلي دي. استاد زيار خپل ۴۵ کلن شاعرانه بهير پر درو بېلا بېلو پړاوونو وېشې : لومړی پړاو هغه دی، چې قافيې به يې لړ کولې او بيا به يې بيتونه ترې جوړول؛ په دويم پړاو کې به يې موضوع او منځپانگه مخې ته اېښووه او پېيلې جامه به يې ور اغوسته او درېيم پړاو يې يې بيا تر دې بريده را ورساوه چې له يوې سوژې او نومېرنې (تشخيص) سره جوخت د يو لړ وړندو انځورونو، سمبولونو او اسطورو په لټه کې شي او د چا خبره تفکر او تخيّل دواړو ته هممهال مخه وکړي د استاد دا وروستی پړاو له پنځمې او بيا شپږمې لسيزې رانښلي چې د قافيو له پلنديو او بوښتو راوځي. استاد زيار گيله من دی او حق يې هم دی، چې د پښتو ژبپوهنې او کره ليکنۍ پښتو د دېرش کلن غورځنگ تر سيوري لاندې د ده زېږندويي او په تېره شاعري ډېرو له پامه غورځولې، له دې ناخبره چې استاد نه يوازې شاعري کړې، چې لا د پورتني ژبني غورځنگ تر څنگ يې د نوي او ازاد، او ان سپين (او ناپېيلي) شعر غورځنگ هم پرمخ وړی دی استاد د دې اند توگې (طرز فکر) او اند دود له مخې چې جوله (شکل) او منځپانگه يو له بله نه جلا کېدونکي اړيکي لري، پښتو ادب په تېره شعر ته د ژبني هنر په سترگه کتلي او له ژبې سره يې يو کروړلی او ترنځېدلی تړاو ورکړی دی او له همدې گوټپېره يې، ژبه هم د ښکلاييز اړخ بنسټ گڼلی او هم له انديز (فکري) پلوه استاد گروهمن دی چې همدغه ژبني توکي وييونه يا سېمبولونه دي، چې هم هنري پيلامونه او انځورونه جوړوي او پر ښکلا ييزو توکيو اړول کېږي او هم منځپانگه، پيغام او بلنه را اخلي او په خپله وينا يې، خپل شعر د دغو دوو ښکلاييزو او ژبانديزو آرونو پر کنډه برابر کړی او ورسره يې د ځوان پښت د لارښونې لپاره د کره کتنو، مخامخ خبرو اترو او بيا په کتابي بڼه د ((پښتو شعر څنگه جوړېږي؟)) په ترڅ کې همدا دوه گوني اړخونه يا آرونه په گوته کړي دي، ان چې په دې ترڅ کې يې شعري کچ ميچ هم د پښتو له رغښت سره برابر کړی او له عربي او پارسي هغو يې د نورې ژبنۍ جولې په څېر را جلا کړی او را خپلواک کړی دی پر دې جوليز بدلون او خپلواکۍ سربېره د استاد زيار په زيار و هاند له انديز پلوه هم شعري غورځنگ پرله پسې اوښتون او پرمخيون موندلی، له انتقادي ريالېزمه يې ټولنوال ريالېزم ،او له يوې لسيزې راهيسې يې هيومانېزم ته لوړتيا موندلې ده. پوهاند زيار ته چې څه د خپلو ځوانانو په ځوانه شاعرۍ او نوښتونو کې نيمگړي برېښي، هغه د دوی په شاعری کې د پښتني، اسلامي او نورو نړېوالو اسطورو، نه انځورونه ده چې له دې پرته پښتو شعر د ټوليز نړېوال شعر د سيالۍ جوگه کېدلای نه شي استاد زيار د خپلې شاعرۍ، لکه له مخه چې وويل شول، له هر پړاو يا د هر پړاو له شاعرۍ سره د يوه انډوليز چلن له مخې د هرې ټولگې په راايستو کې يو راز خپرنی (نشراتي) نياو ټينگ کړی، داسې چې د ازادو شعرونو ټولگې د نړېوالې سيالۍ، غزليزې ټولگې له خپلو غزلبولو سره د سيالۍ لپاره او د وړو وړو ټوټو، څلوريزو او سپينو شعرونو هغه د ساده لوستونکيو د پوهاوي لپاره کال پر کال يا هر دوه کاله يو ځل رامخې ته کوي. استاد زيار د سږنيو درېگونو شعري دوترونو په راايستو سره تر لوی حمزه بابا را وروسته له څومره ييز (کمي) پلوه هم د ريکارډ څښتن دی. استاد نثر و شعر له خپلو څېرمه ييزو (ذوقي) چارو او بوختياوو څخه گڼي او ورځنۍ څېړنيزې او روانې او پږنۍ (جسماني) ستومانۍ او اندېښنې پرې سپکوي ،او ژب-ښکلاييز او ژب - انديز يا هنري او ټولنيز او انساني ارمان د استاد شعري موخه او بنسټ دی، چې ځای پر ځای خپل دغې شعري ارمان او موخې ته نغوته کوي. چې د ارمان ښکلې هېنداره نه شي موږ هسې لوبې په هنر نه کوو يا د تعميد غسل مې مينې ته د زړه په وينو ورکړ دا چې کړي مې دوه ارمانه غځونې په غزل کې استاد زيار په غزل او بيا په ازاد و سپين شعر کې ژب ښکلاييز اړخ همدومره سمبالوي چې خبره بشپړ فورمالېزم ته ونه رسي او له ريالېزم سره يې ټکر را نه شي، لکه څنگه چې نن سبا دغه راز نږه جوليزواله (فوريالېزم) لږ و ډېر دود شوی هم دی. ده د نورو نوښتونو ترڅنگه د شعر تخنيکي اړخ ته هم پر له پسې بدلون ورکړی او په دې لړ کې بې د پخواني دود په توپير چې د يوې شعري مسرې ټيټه کچه تر پنځو او لوړه تر شپاړسو څپو رسي، په مخني غزلغونډ کې ټيټه هغه تر دوه څپيزې رسولې وه او دا دی په اوسني دوتر کې يې لوړه تر ۲۴ څپيزې هم ازمايلې ده، هر گوره په نوي ازاد غونډ کې یې دغه ريکارډ ان تر ۴۸ څپو هم رسولی دی، چې کېدای شي، ځوان پښت يې له دې پلوه هم پر پله پل واخلی زه د استاد دا وروستی- وروستی يې مه کړې، غزليز غونډ هم د دوی د شاعرانه بشپړتيايي بهير يوه نوې بېلگه گڼم او پر دې باور يم چې له پخوانيو هغو څخه هرومرو نويوالی لري او پر يو لړ نالاسبرو ستونځو نو يې د لاسبري ښکارندوی دی نور نو خپلې ستومانوونکي خبرې د استاد زيار لپاره د خوشال بابا د خولې په دعا د دې ارمان په درلودو راغونډوم چې : خدايه هومره مهلت ورکړې په دنيا کې چې کاږه کارونه سم کاندي خوشال

په مينه او نمانځنه محمد آصف صميم، ۱۳۷۹/۱/۱۰




لويه خدايه لويه خدايه

پرې،گلڅاڼې ستا د مينې او ښايست د گليستان شم ستا د شان ناپای کتاب ته، يو وړوکی شان عنوان شم يا خو ژبه اورنۍ را، يا قلم هسې پياوړی چې جوگه دې د ستاينې، زور و ځواک، شوکت و شان شم يا مې تور لکه رانجه کړه، يا مې سور لکه نکريزې مقصد دا ويا هغه خو، چې منظور د خپل جانان شم يا په شان د پسرلي يې، کېږدم گل په تور وربل کې يا په پښوکې يې د ناز، لکه گلپاڼې د خزان شم ماته دومره بری راکړه، چې مې ژوند له څه نه څه شي يا خو سيوری شم پر ځمکه، يا خوستوری پر اسمان شم څوبه ورک يم له خپل ځانه، ناخبره له جهانه دومره لور و پيرزو وکړه، چې د ځان يا د جهان شم نه خو درې نه د اوجرې شوم، هسې پاتې په دا منځ کې که د نورو د ښې نه شوم، نو خپل درد ته خو درمان شم په تقدير کې دې ښکېللی، څه تدبير هم راته بويه! نه چې پاتې په دې يو کې، تل تر تله بنديوان شم دا نړۍ منم کافرو، ته جنت ما ته دوزخ دی خو څه کفر به ونه شي، دلته هم مل د کاروان شم که څه زيات ادلون بدلون مې، په برخليک کې نه ځايېږي خواروه مې دومره هم مه، چې د تېرو په ارمان شم که راتېر له انتخاب شې، څه به ستا له دربار کم شي پرېږده پاتې چې تر پايه، هم افغان هم مسلمان شم چې پر ځمکه گرځولی، همدا تا خپل خليفه دی په دې وياړم چې مقبول، درته په نوم د يو انسان شم يا را اېل سمندرونه، د مهال په اوبتلو کړه يا د نوح په شان ماڼو را، چې خوندي خو له توپان شم يا خو پوهه مدني را، چې زه هم فضا تسخير کړم يا خو گروهه لُدَّنِي، چې سپور پر تخت د سليمان شم وژغوره مې د دې ځمکې له وړو وړو خدايانو چې کروړ پاتې تش يوازې ستا په نهې او فرمان شم درته څو په سوالو سر به، يم ما دا کړه يا هغه کړه، بس همستا چې پرې رضا وي، پر هماغه لار وان شم!

١٣٤٢ ل



د مينې ناورين

وسوم اور د انتظار، خو ته رانغلې سپېلنی وريت په انگار، خو ته رانغلې په درشل کې د ښکلا د پېغلتوب دې ‌ډېر سرونه شول بلهار، خو ته رانغلې چې مو کړی وو تړون پکې د مينې وران ويجاړ شو هغه ښار،خو ته رانغلې مال و سر وهست ونېست مې له يو سره کړه دا ستا له سره ځار، خو ته رانغلې چې ښکالو مې ستا د خيال د پښو تر غوږ شوه ما کړه فرش په لېمو لار، خو ته رانغلې د تيارو له ځنگله هسک لکه شهاب شول د رڼو سپېدو سپېدار، خو ته رانغلې توره شپه مې وروڼله ستا گلمخ ته لکه پر مخه تر سهار، خو ته رانغلې زه په خيال ستا د اوږدو زلفو کړيو وختم پر سر د دار، خو ته رانغلې ستاسر و ورته يې، لمن له گلو ډکه شو خزان هغه بهار خو ته رانغلې چې ښندلی مې وای ستا د ناز په پښو کې شومې تېر د ځوانۍ وار، خو ته رانغلې لاس پرسر دې کړم له ژوند اسرې د هوکې پر ما خاورې شوې انبار، خو ته رانغلې ما د خپلو هډو پلو له ايرو جوړ کړ درته څلی د يادگار، خو ته رانغلې ما وېل بلې مې له لوره کړې د مينې يو څو شمې پر مزار، خو ته رانغلې ستا د مينې د اور وينو له ناورينه، ارمان يوړ گور ته زيار، خو ته رانغلې! پېښور، ۳/۱۱/۱۹۹۴



رپاند سپېدارونه

نه راځي نوره ستا د خيال د مکېزونو ښکالو ستا د موسکاوو د گلونو د وږمونو ښکالو زما د زړه زمولې باغچې راتاندوي نه نورې دا ستا د څڼو چمبېليو د عطرونو ښکالو درېغه چې غوږ ته د تورو غوږو نړۍ نه رسېږي د سرو بريو د برياوو د برمونو ښکالو چې تور داغونه يې د شپو د واټنونو پر ېولل نه رابهېږي د سپېدو د رڼـو بونو ښکالو نوره تر بريد ستا د دعا د سيوري نه نغاړي لار د بوږنېدلو تلوسو د شوگيرونو ښکالو لا مې راځي د بورجلو له خوگلنونو هسې د ستي زړونو د زگېرويو او ستمونو ښکالو چې کاڼي بوټي يې د مينې د بېديا نه نغوږي چا مې لوټلې د باور د کاروانونو ښکالو زما د مينې تندي ليکې کړي راسمې گوندې ستا د ښايست د هسک د ستورو د خالونو ښکالو زه به دشپې د تور ځنگله د مرگ تر پولې واوړم که دې نسيم له سبا ښار راوړي د پلونو ښکالو چې لکه پرخه په لمرينو تنابـو وزانگي کړي غځونې مې د هسې سهارونــو ښکالو شي به د تورو گورو وريځو تندرونو پايله د درنگه خورو کجيرانو د خوبونو ښکالو پرې! د مهال دا غرونه غرونه چوپتيا وبوږنوي د باد بهير کې د رپاندو سپېدارونو ښکالو چې شنې گومبزې د وختو کړي انگازې انگازې وابه خلي ساه د تلبهاندو بهيرونو ښکالو مشه چې ووځي د زمان له تبجن ذهنه زياره، ستا د اند واند د ښکلاييزو انځورونو ښکالو! زانگو کڅ ( مزينه )، ۲۸ / ۴ / ۱۹۹۶


دگلمينې په تور

زمانې کړم هسې بېل له تا زړه سره لکه گل چې څوک راپرې کړي له ډنډره درسته شپه په تلوسه ستا د راتلو مې وې د سترگو ډيوې بلې تر سهره کړ رازمول د باور باغ بې باورۍ ستا که ښېراز وم لکه باغ ستا له باوره خول ما خول ستا د ناخوالو په توبريو نېز د وينو مې بهاند له هر پر هره ما کړ جوړ نارنجيستان ستا سباوون تـه د بلهارو پرنډو وينو له گلکره چې د سترگو سمندر کې مې غوپې خورم نور نو څه غواړم د اوښکو له گوهره پلوشې چې يې د لمر د برم غمي ول چا راکوز کړ هغه خول زما له سره د رڼاوو له يزدانه پناه غواړم د تيارو د دېوتايانو له محشره راستنې مې د حيا د کلي پېغلې سر سر تورې له تالاوالا گودره چې مې سود پرې د کابل د گلکڅو کړ لاس پر سر کړم چا له ښکلي پېښوره لکه نم که د گلمينې په تور نېست شوم خو تلپاتې ژوند مې ومونده له لمره لا د سره شعر الهام پر ما راووري ستا د غږ د سرو ورېښمو له بستره ما ورکړې څو څو وارې مرگ ته ماتې ما دانگي څو څو پلا د دار له سره د څو ورځو پر چوپتيا زما ومه شه کړم نړۍ به ډکه بيا له شور وشره پکې ژغور يې د ارمان چې نغښتی نه وي، زيار بېزار دی له بې ساه هسې هنره ! پېښور پوهنتون،۳۰ / ۶ / ۱۹۹۶



د دوست په ياد

دا مې ورکړه مين هوډ ماتې اجل ته څه هېښتيا که دې ژوندی راغلم درشل ته ما په زور د پاک ايمان سپېڅلې مينې بدلون ورکړ کږو ليکو د ازل ته د اور وينو ناتار چېرې لېږدولې تش سلام مې وکړ ستا سوي بـورجل ته هره شپه مې د ياقوتو جوپې بـــيايي ستا د مينې د يادونو تاج محل ته ټولواکمنې د ښکلا د درست جهان دې نه رسېږي د ښايست پسرلي ول ته لا پسرلي دې د ځوانۍ په غوړېدو دي لا پسخېږي گلکڅونه دې وربل ته چې زما د وينو رنگ دې وربښلی بيا دې اړ ايستم د سرو شونډو غزل ته د بڼو غشو له خيال سره دې لوبم نور څه نه لرم د ژوبل زړه تسل ته ستا مالگينې کرشمې چې پرې راووري پرهرونه مې اړ نه دي بل درمل ته د ناکړې گناه پړه راوبـښې چې ننواتې دې راغلی يم وستل ته د بري تر بريد اوږدې خونړۍ لارې پتري بويه مات کچکول د يون تکل ته د تبرو خولې يې په وينو تکې سرې دي زړه مې سوزي سبر ونـو د ځنگل ته چې يې دوست ترې، پر زړه داغ لکه لاله ولاړ، زيار په کومو سترگو ولاړشي آمحفل ته !

اکسفورډ، ۱۵ / ۱۰ ۱۹۹۶

د امين الحق امين د يوه شعر په لار وۍ (اوس گوزاره د زړه په وينه کوو...)



بيا هم مينه کوو

موږ خو د سر په بيه مينه کــوو هر يو ازمېښت د زړه په وينه کوو نغاړو پر څوکو د بڼو خپله لار د مينتوب خبره سپينه کوو يو، له ازمون بټۍ مخسور راوتي چې اراده تل پولادينه کوو نور د مهال په دروهونه دروهېږو هر يوه چاره په رښتينه کوو موږ يتيمان خو په ژړا پاخه يو څه به فرياد له هر ناورينه کوو گروهه ايمان لرو، پر خپله پوهه نه چې پلپوټ له دين سادينه کوو لکه د لمر مو ژوند جگړه ښکاره ده نه لکه غل بريد له کمينه کوو فرهادي عشق مو خسروان لړزوي د ښکلا زباد لکه شيرينه کوو که مو په ستونو کې نغمې وچې شوې موږه څانگغوڅ بيا هم گلمينه کوو هغه اسره دې وخوري سر، چې به يې له ځوځ ماځوځو، چين ماچينه کوو رنگ و نژاد نه شته په لوښه کې مو په نوم انسان باندې لورينه کوو ځئ چې پر ژوند يو بل ته غاړې وځـو څه به وير يو د بل پر مړينه کوو له خپل تگلوري جارواته مو نه زده هر څه له خپل دود و آيينه کوو ځان و جهان دي بدلول مو موخه هر يو تکل په دې اړينه کوو مينه مو ژوند و ژوند مو مينه زياره، مينه مو کړي، بيا هم مينه کوو!

اکسفورد / ۳۰ / ۱۰ / ۱۹۹۶

(بولــله)



پېژند نښې

سمندر مو شو د اوښکو، د هېندارو توپاني بيا ځکه شوه، د مرغلرو، پر دې سيمه ارزاني بيا د دې دهر له ناخوالو او نادودو راپرېوځي د يما د برم له خوله، سره ياقوت مو يماني بيا چې هر دم قدم په بيه، د خپل سر راته پرېوځي سهارونه رنجني شو، ماښامونه ظُلماني بيا د زړه مېنه مو تالا شوه، د ژوند خونه مو ميراته له وربوي د مينې لېږدي مو، خوښي او ورکماني بيا د فرياد فرياد د غرو له، يادونو نه مو وځي آتلپاتې تلبلانده، انگازه اله ماني بيا چا وړو وړو خدايانو، را دو څارې کړې له هسکه څه څېرې اهريمني او، څه ارواوې شيطاني بيا د پېړيو د راکولاوو، کړې راوچې د زړه وينې چې کړو هسې يې د تېرو اور وينو ارماني بيا گروه پلټونکو دا جهان، راباندې هسې جهنم کړ کړ راکوز يې څه ناتار و، څه بخو له اسماني بيا لا له تېرو ناورينو مو، سمه سا اخېستې نه وه دې گرگرو راوسته، راباندې نوې پرېشاني بيا څه تور زړو ابليسانو، رابلوسلي پر آويجه اچولي يې پر مخ سپين، نقابونه يزداني بيا زلزلې د زمانې پر، خليلي کعبې راگډې رغاونې ته يې بويه، څو ذبيحه قرباني بيا په نمات د زورواکۍ د ټينگولو رايرغالي غله په نس کې ها د تورې، وحشي اسپې تورياني بيا په گناه د کنعاني، رنگين ښايست يې له هوسه چا بېلارې زليخا، ښکلی يوسف کړ زنداني بيا د زړه ښار مو و ودان، له غلغلې د پاکې مينې کوم چنگيز ولوروله ، پرې يو مخ ورانه وراني بيا چې تالان مو پورې شوی، د ښکلاوو پر ماڼيو شي به څنگه ځلندوی مو، ارژنگو نه د ماني بيا دغه څه کانې راوشوې، د زرتشت پر اورتونونو رانړېږي له يو مخې، بورجلونه زورواني بيا دي راگډ پر گلبڼو مو، د تنکيو ناوکيو څه وحشي تورې سيلۍ او، څه بادونه خزاني بيا چې اغزو ته غاړې وځي، د پاڼرېژ له بدورديو څه شېبې مو پر گلڅانگو،دې راغلي مرگاني بيا چې يې کېږدي بخديانيانې، خپلو تورو وربلو کې وبه نه سپړي گلونه، ها گلبوټي بامياني بيا نه راوړي مو نور کرلې پرنډې وينې سره گلونه نورې نه به شي گلونې، گلغونډۍ ارغواني بيا نه به راشي پسرلي مو، پر زموللو سبر ونو نه به وويني پر خوب مو،سپين سپېدار هغه ځواني بيا نه به بېرته را په برخه، هغه تللی برم پر تم کړي نه به وکړي زمانه، پر موږ هغه مهرباني بيا واړه سر پر گړنگونو، جلوهلو بيابانونو څوک به وکړي د ورکلارو، لارويو څارواني بيا د رڼو ورځو لوټمار دي، راته ناست په هر پړاو کې لوټوي مو د ورېښمينو، بهيرونو کارواني بيا د خپل ژوند سرو سامان،له وېرې ونه ژاړو څنگه

د بې سرو بې سامانو ، دا بې سرو ساماني بيا

بې له دې له بې بنسټو، بنسټپالو شي څه تمه له دې هسې ورانکارانو، نوکرانو نرماني بيا چې پخپله دي بېلارې، څه راوښيي به لارې لار وهونکي به شي څنگه، لارښوونکي رښتياني بيا مدرسو کې د ځايناستو، گوډاگيانو روزل شوي د هماغه لارد نمسيان، ملا عمر و رباني بيا که ټول عمر يې وو ځپلي، د اسلام تر ږيرې لاندې کار يې واخېست له هماغه، ميا ملا او روحاني بيا شور بازار که وران ويجاړ شو، خويې شته حضرت بچی لا چې له پښو وغورځوي، روښانتيا يي پېر اماني بيا واگې واخلي د پردو په زور له لاسه د وگړو د امان پر هېوادوالو وزغمي بې اماني بيا خاوندان د پوهې زده کړې، له يو مخې کافران کړي دين دولت ورکړي پر لاس د، ناپوه غله کلکاني بيا دي همهغه زنځيري سپي د، تاريخي ښکېلاکگرانو ور اغوستی که سپين ماسک يې، پر تور مخ د اخواني بيا چې رښتيني دښمان يې، د اسلام افغان گڼل ټول دا لاسپوڅي يې شه ځار، له آ سيّد افغاني بيا لرې نه ده چې دينپلوري، سوادگر راته سور اور کړي خپله پاکه او منلې، عقيده مسلماني بيا شريعت محمدي، يې وهلی دی پر بډه سياسي شان شريعت يې ، را ايستلی خپلځاني بيا د رحمت د آيتونو، پر ځای غوږ کې پوکوي مو بس د قهرو د پرغز ټول، آيتونه قرآني بيا د ناکړو گناهونو، گناهگاره نه ده څه ده؟ چې دردونه وزغموو او، وگالو بېدرماني بيا حق د کار و ژوند ورکړی، چې ښځمنو ته اسلام وو جاهلانو پرې د جهل، دور راوړ باستاني بيا دا چې تاج د کرّمنا يې، کړ لتاړ په خپلو پښو کې انساني بد چلندونه، يې شي څنگه انساني بيا؟ چې له سجنه يې بتر هم، دغه ژوند راباندې تريخ کړ پس له مرگ به جنت څه کړو، هوسايي او انساني بيا دنيا يی حراموي را، باندې ځکه يو مخيزه چې خپل ځانته کړي تر لاس، ټول خوندونه رضواني بيا د اړتياوو دواړه رازه، خو غوښتونکي د انډول دي که هر څومره رواني دي، هومره بويه جسماني بيا په پلمه مو د دين ساتي، وروسته پاتې له نړۍ نه راته هېښ که ننني دي، څه به وايی سباني بيا؟ هېڅ را پرې نښوول لنډ اندو، که مو ښه وه که مو بد وه که به ووينو پر ژوند د، خپلو ورانو وداني بيا د تخنيک پوهې بلوسونکي،په پلمه د گروهې غواړي کړي بې برخې له گډ ژوند مو، او سيالۍ د جهاني بيا زموږ ژوند له ډېرانونو، چړچوبيو راهسک نه شو نور شو هسک له اسمانڅکو، کړي پلټنې کيهاني بيا منځنۍ پېړۍ رايادې، د لوېديځ بنسټپالۍ کړي راولي په درې رزم کې هغه دور نصراني بيا! دښمنان د يون خوځون او، بشري پرمختگونو باله ځکه شي تورمخي، تور شاتگي تورياني بيا سيند په شگو نه بندېږي، غواړي بند يې کړي په ږيرو او را وڅرخوي څرخ هم، پر شا بېرته زماني بيا زور د خلکو زور د خدای دی، څه په کار ازارول يې پر لو ورځ به يې په مخ کې، زاز وکاندې پښېماني بيا سپکاوی د پرگنو يې، رواکړی دی چې ځانته ده همدا يې له لوی خدای او ، پاک رسول نافرماني بيا څوک په مرگ و څوک پر ژوندبه،ځنې درومي پناه کېږي وران هېواد به وي ورپاتې، کړي پر چا حکمراني بيا! د ځان واک ترې بېواک اخلي له خپل کوره بېکورېږي هر يو ډوب په خپل خپل وېر کې، هرې خواته ځانځاني بيا لاس پر سر، کډه پر شا ترې، ټول بېزار په توره تېښته د خپل سر د ژغور لپاره، به مني سرگرداني بيا ورته پاتې له ناکامه ها بېوزله او بېوسه چې يې برخه له ازله ده، خواري او ناتواني بيا پړ اوونه مو گاللي، ترښارونو رسېدلي راتپي راباندې ژوند د، لولنگره کوچياني بيا نو مهالی، دوديالی او، پتمن ژوند راځنې اخلي رانه جوړ کړي چې له سره، بدوي او بېدياني بيا په دې هېنښنده پړاو د کمپيوټر کې نور پېغور دی له دود وتې دينواکي، ټبر واکي او خانخاني بيا اسطوره به د ضحاک و فريدون وي هسې پاتې يو له بله به اخته وي، توراني او کياني بيا دا استازي د مرگ ژوبلې، ورور وژنې، اور و وينو غرجي وژني په غوري او، پکتياني په جوزجاني بيا زاړه نوي دښنه غواړي، پښتون نور هم وحشي زياد کړي په اخوان طالب يې کړي، د مليت ترجماني بيا بلې ساتي غرغنډې، د خپلمنځي جگړه ماريو سره اچوي پښتون، تاجيک، مغول، نورستاني بيا پر سپېڅلې پاکه خاوره ، د ميرويس احمد رابلوسي د مرييو مرييان راوژني، هوتکي او دُراني بيا څوک چې ځان بولي افغان، افغانستان بويه گډ کور يې نه چې وېش کړي، د شمال سوېل، بامي بدخشاني بيا تاندوي مړه خوگلنونه، د گروهي تنگ نظريو د هندو او مسلمان، شيعه، سُني او قادياني بيا د پرديو لاسوهنې،لمسوي بيرته له سره د عربو او د عجم پاکستاني او ايراني بيا دا په دې را ورانوي مو، د وياړلي تاريخ پلونه چې راپاتې نه شي نوره،کومه نښه نښاني بيا نوم نښان و پرون نن او، هم سبا راځنې اخلي خدايزده وبولي به څوک مو، عبراني يا آرياني بيا نه مغول تورک و تاتار او، نه هونان نه ارمنيان او نه عرب و نه عجم او، نه هنديان ويوناني بيا اورتونونه به ساړه وي، مزدکونه دړې وړې نه کيدار، کابلشاهان و نه يپتل و کوشاني بيا نه به گروهه وي راپاتې، زرتشتي او اسلامي مو نه به لگي موڅه څرک، په سويل، شمال، لويديځ، ختيځ کې د غرجي او کابلي او، زابلي او غورياني بيا شرنگ د تورې د رستم به،انگازې نه کړي زابل کې نه به هغه جنگيالی،ککِ کهزاد وي سيستاني بيا د بلخي او زابلي، اراکوزي او گندهاري او د سکه افغان پټان و ،دپښتون سلېماني بيا برم پرتم به يې د تورې او مېړانې نه وي چېرې (پټهان اگيا) به نه وايي ، له ډار هندستاني بيا نه به کروړ وي، نه به سوبې د کابل زابل زرنج وي نه مغولو ته شېرشاه، خوشال خټک و روښاني بيا گورگينوالې به نيولی، له هرات تر کندهار وي له آمو نه تر جمنا به، مغولوالې گورگاني بيا نه پرسر به د محمود کېږدي، څوک تاج په اصفهان کې نه به وږَی څوک شمله کې، وټومبي د دُراني بيا نه به بيا کله راپورته، له ميونده شي ملاله نه به ورک غازي ادې کړي، له کابله برېتاني بيا نه اکبر، ايوب، جانخان و، نه امين و اڅکزی به د دښنو پر ضد شي مله د، مير بچه، کوهستاني بيا نه به وي څلي، نرخونه، نه جرگې نه ننواتې نه پښتو پښتونولي او، ننگ مېړانه ښه ځواني بيا نه به ياد شو د نړۍ په، جغرافيو تاريخو کې نه پښتون او نه افغان او، نه بخدي خراساني بيا نه پکتويس او نه پکتين او، پرسويتي پر سوانا نه کښېني نه پاسني او، نه روهي روهيستاني بيا پلټونکي د موزيم به، لالهاند راپسې گرځي لټوي به مو ناچېرې نشت اباد کې نشاني بيا خدايزده چېرې به مو مومي، په لاسکښنو لاسوندو کې استوگن د پښتياناوو، او له پښته پښتياني بيا بېلابېلې د لاس گوتې، خو يو سوک وو گډ دښمن ته څه سړبن، څه بېټني، غلجي غرغښت و کرلاڼي بيا کاشکې واخلي انځورونه، مو که سا ماتو آينو کې او را جار وځي مو بېرته، آ وختونه پخواني بيا رانه تللې مرورې، نېکمرغۍ مو راستنې شي له بورجل مو کډه وکړي، د ټول عمر ستوماني بيا تور و سپين مو د لېمو، پسې اوبه شول درېغه درېغه تورې شپې مو لاله رنگ شي، سپينې ورځې مرجاني بيا د برخليک پر تندي گوندې، مو راتاندې شي له سره، د نړۍ له نقشې ورکې، پېژندنښې افغاني بيا!

اکسفورډ، دېسېمبر ۱۹۹۶




سليماني گوته

د لمر پر لور مې هڅه کمه له گوربته نه ده چې مې پر ېوتې اراده له خپل الوته نه ده که د څانگغوڅ بلبل په څېر مې نغمې ستونې کې مري لا مې شتۍ وتې د برم پرتم لـه گورته له ده دا د څو ورځو په غليا او خا موشـۍ مې شه چوپتيا مې کمه له غوغا شور وبگته نه ده پر ځان وېسا، ځان بسياينه رابښلې مينې پر چا تړلې مې هستي لکه پېرو ته نه ده بل به د چا له لاسه وي، دا توره ورځ را باندې که د نانډولې زمانې د زور له خرته نه ده؟ د وينو لارې مېړني پرېوای شي شونې دا چار له کوم نرگته نه ده زه او رقيب له وبله زور، له مودو پوه يو زړو کې زموږ تر منځه د څو ورځو مياشتو نـښته نه ده دي ښه او بد تل د هر چا د کړو وېلاړ زېږنده دا خو د لاس، تلي تندي له ليک و کوته نه ده بيا هم د واک تر غمي لاندې ټول جهان دی زما څه که پر گوته مې هغه سلېماني گوته نه ده هغه کميس وو د يوسف چې يې يعقوب بينا کړ دا معجزه پوره له بل کوم عادي خته نه ده څومره چې تا نيولی ځای زما په زړه کې گلې! هومره مې بله ښايسته را نژدې زړه ته نه ده دومره ده ډېره خوږلني ستا د خولگۍ او شونډو ډکه له هسې خوند مزې مڼه، مندته نه ده څنگه به ووځې د مينې له وربويه زما چې مې لا وتې ستا څېره د زړه له وته نه ده زما د زړه ستنې کږي دي همدا ستا پر لوري که د سجدې مخه مې ستا د کاله وره ته نه ده چې له گوگل وکاږي زړه، نښه پرې نه ږدي تر شا دا خو څه گرانه ستا په شانې د زړه غله ته نه ده چې ستا د ناز ښکلا انځور وځلولای نه شي هومره د مينې د باور آيينه مې تته نه ده چې بشپړ نه شم کړای د سترگو د ښايست غزل دې، روي رديف قافيه هومره هم رانجته نه ده!

اکسفورډ، ۹۷/۱/۵


د پاتېدلو هيله

په زړه کې پالم د پسرلي د برېدلو هيله بيا د سپېدو د سپېدارو د ټوکېدلو هيله بويه د تورې تيارې شپې په گور ځنگله کې راته د سباوون د نارنجباغ د غوړېدلو هيـــله د رژېدلو گلبڼو د ښيرازۍ لپاره مه شه رازمول د ستر ارمان د رژېدلـو هيله کاش شي را تانده د زرتشت د اورتونونو په ياد د سرو غاټولو د ډيوو د بلېدلو هيله که د وړنگن کمند له تاب يې لکه پرخه نه يم بيا هم لرم د لمر پر لور د هسکېدلو هيله په سره بټۍ کې د گوگل مې لا ترپکې وهي د سره منزل تر وروستي بريد د رسيدلو هيله د هېڅ وحشت تورې منگولې را مروړلای نه شي د ځنگلي تورو شېبو د لښېدلو هـيله خدای مه کړه واخلي په سنگسار گروه پلټونکي رانه په منصورۍ گناه پر دار د زنگـېدلو هـيله لکه يوسف خپل ښايسته ښکلي کنـعان ته لرم د بېلتانه له تور زندان د ستنېدلو هيله نه چې ستي کړي نمرودان د خليلي مينې مې پر سره گليون د سرو لمبو د اوړېدلو هيـله راته سپېڅلې تر کعبې د ابراهيمه ده هم له لات منات د خپل حرم د پاکېدلو هيله ستا د لېمو په اينو کې شي تر سره گوندې زما د مينې د باور د ځلېدلو هيله نه لرم ستا له اورنۍ مينې زه بله اسره بې د ناورين د مرغلين د پرېکېدلو هيله پرېږده، زه هم په خپل تدبير تقدير ته ماتې ورکړم مه راوژنه د ځان جهان د بدلېدلو هيله که مې مال اخلي، سرمې اخلې، هرڅه اخلې واخله، خو مې مه اخله د افغان پاتې کېدلو هيله! اکسفورډ، ۹/۱/ ۹۷

شلڅپيز:

ورېښمين شعر وييونه

پرېږده، تورتياره برخليک مې، وټوکي لکه سپېدار سپينې سپېدې بيا د سبا څراغ مې وڅښې، وروستی څاڅکی د ننځړو د تورې شپې بيا ونغاړي چې تر گلکڅه، د ژغورتيا د واټنونو تـــنابونه نه کړي ښکېل د ژوند بېړۍ مې، د نېپتون نوح توپاني مستې څپې بيا څو به سوزم د نيمسسو، نمرودانو د کسات په سـرو لمبوکې خليل وزمه پسرلی مې، پر مخ پرانېزي د سرو گلو باغچې بيا د حجاج و هلاکو، څېرې مې ووځي، د تاريخ له سرو يادونو چې و نه بهېږي نورې، د بلهارو بېگناه ويـنو ويالې بيا چې اسمان دي سپمولي،ترې د لور و خواخوږۍ اوښکې تر اوسه کوشېر واخلې د نانډولې، زمانې له لاسه ماتې اينې بيا لکه پرخه له نېستيه، را په برخه چې هستي جاوېداني کړي شي د لمر مزدک پر لوري، بدرگه مې ژوند بښاندې پلوشې بيا مه شه هېڅکله راتاندې، نورې څړيکې د ناورو پرهرونو، نه چې شي مې د ورېښمينو، شعروييونو پر اوږو بـــــــــاندې درنې بيا!

اکسفورډ،٣١-١-۱۹٩٧

څلېرويشت څپيز:



لمبېدلي سهارونه

تاند ښېرازه پسرلي دې، واڼوم چې د وږمينو، خورو څڼو له گليونه گوندې بيا مې شي په برخه، د کرلو پرنډو وينو، د گلمينو گلبڼونه دگلپاڼې په شان زړه دې، چې زغملای کله نه شي، توپانونه د وختونو پام ونه کړي عځونې، پر ورېښمين بستر د ناز دې، خوبولي تېر يادونه شنډې وريځې کاشکې توی کړې، رڼې اوښکې پر تبجن تږي بيابان زما د مينې ومومي بيا رښتياينه، د سپېدو د خزانزمولو، سپېدارونوشنه خوبونه د باور د نو ټوکلو، رڼوبيو په رڼا د تورې، شپې له ځنگله تېر شم شي مخروڼي مې د تور، تياره برخليک په لمرچينه کې، لمبېدلي سهارونه د زمان ازمون بټۍ له، مړه خوگلن لکه پولاد، مخسور راووځم له سره له ويلوب د سرپو کښېږدم، پر تندي د خپل وېلاړ مې، اورني تک سره خالونه چې چمن د ناوکيو، مې اوښتی د خوراړې، پر ټاپو د گوښوالي ورته بويه چې کړي لاندې، د کوم خضر د ژغورنې، لارښوونې د شپې پلونه چا بادونو لولنگرو، پټ په غوږ کې د ويرژلو، تاند لبانو ښونو ووېل چې به نورې خولې سرې نه کړي، په سرو وينو د گلولو، وينې څښونکي تورتبرونه که هرڅومره راښکېللی، د مهال د اور و وينو، زنځيرونو زولنو يم، لامې هيلې زړه کې ناڅي، چې سبامې مټې ښه شي، هم له نن هم له پرونه!

اکسفورډ،١-٣- ٩٧ شلڅپيز:

لمر تندره

د ښايست دسيال پسې ستا،لټ پرلټ ما درست جهان دی اړولی خو هېچېرې ما ليدلی، ستا په شانې نه دی بل ښايسته ښکلی څنگه نه اوسې د ښکلو،ښکليستان کې ته بېسارې او بې سياله چې نرسېس نرگسي سترگې او، فلورا د گل ښايست دی دربښلی د وربــل د سيوري شپول دې،له سپين مخ ځنې شو هسې راچاپېره مومنان سر پر سجده او، په توبو شول چې لمر تندرې دی نيولی نوره نه کړم څه پروا د، بوږنوړو واټنو د غلياکونو چې شېبې ترې بوږنېدلې، ها د شپې تياره ځنگل دی ما روڼلی چا زما له سر راکښته،د سپېڅلې پاکې مينې د برم تاج کړ چا په غشو د جفا مې،د ښېراز باور گوگل دی راسکڼلی په ډگر کې د ازمېښت ما،وخوړلې سر پر سر که ډېرې ماتې بيا هم وياړم چې اوس هم لا، يم هغسې د دښنو د سترگو خلی ارمانژلې ولولې دي، چې انځورم يې دگل بلبل په ژبه، ځکه ما درته د مينې، دا رنگين پيغام د زړه په وينوکښلی! اکسفورډ،٣-٣-٩٧


د ژغور زېری

نوی کال د پردېسۍ به، مبارک ووايم چا ته تورې خاورې مې پر سر شوې،د ژوند خونه مې ميراته څښتنان د نوم نښان او، د خپلواک ښکلي هېواد وو اوس بې پتې او بې پته،يو ولاړ هرې درگا ته وو د خپلو لويو غرو، غوندې درانه په درست جهان کې سپکو سپک کړو هسې شان اوس، چې ليدای نه شو دنيا ته ښار و کلی، کور و اور مو، سرو او تورو لمبو وسول نه تاريخ جغرافيا او، نه فرهنگ پوهه راپاته چې له لاسه د نانځکو يې،کډوال جلا وطن شو ژوند کوو اوس د هماغو، زبېښاکگرو له خيراته بې بنسټو بنسټپالو، بېخ بنسټ هسې راوکېښ چې اوس کړای نه شو هستي مو، نړيوالو ته کړو زباته غبرگې پښې راپرېکوي چې، پر درشل د درېمې ږدو يې يوه نيمه زرۍ بيايي، مو شا تگي بيرته شا ته ومنډلې يې ژوندۍ د،کور پر گور ټولې ښځمنې بنسټپال يې ((هم وهي او،هم يې نه پرېږدي ژړاته)) راونه ښووه د افراط، تفريط تر منځ انساني لار چا ورک افغان، افغانستان شو، له تفريط و له افراطه جلادان ترې د امين و، گلبدين غوندې جوړېږي ولسواله يا دينواله، چې له خپل کچه شي زياته هر رښتين او پوه افغان ته، د يوې سوړې ماران دي سر به ټيټ نه کړي هېڅکله، هېڅ اخوان، طالب ملا ته وران ويجاړ هېواد به فتح، کړي په مرسته د پرديو خو د ماتو زړو پـه ښکېل کې، به يې مله وي همېش ماته عيسايي بنسټـپالۍ ته، منځنۍ پېړۍ پېغور شوې بدنامي د يوويشتمې، اسلامي بنيادگرا ته بلهاري د ملايي، قبايلي وراسته نظام يو څه کوو کنځا ښېرابه، روس، انگرېز و امريکا ته گوندې بيا هم دغه کال شي،هر افغان ته د ژغور زېری، شي د تلو ارمان پوره مو، بيا ازادې پښتونخواته! لندن، ٩-٣-٩٧


د خاطر پر غزل

بيا دې سهي نه کړم په هغو سترگو پښتنې سترگې راشه ووينم دې په مړو سترگو يو وار په هماغو پخوانو سترگو بس چې دې په برندو ژوبل کړی يم مه مې مړ کوه مړې! په مړو سترگو ما خو دې نشه نشه کاته ژړل نه دې وم خبر له خمارو سترگو کړای نه شي شهلا نرگس سيالي کله ستا د ښايسته ښکلو زرکنو سترگو سر شوم پر ميرو د غرڅنو په شان ستا له هوسۍ وزمو غرڅنو سترگو غواړې چې خبره شي زما له زړه وپوښته له خپلو غلچکو سترگو

تامې ادم زړه لکه رباب غوندې گډ پر شور فريادکړ په درخو سترگو تورې پښتنې سترگې به ور نه کړم چېرې هم د چا په زرغونو سترگو زه که لاس پر سر له خپل ارمه شوم دا وو هم لمس ستا د ښاپېرو سترگو مېشته يې هغسې د زړه کور کې مې څه که مې پنا شوې له لېمو سترگو ډېر دې په سرو سترگو ژړولی يم نه چې درنه ولاړشم بيا په سرو سترگو زيار پر داسپين سر له غزل څه غوښتل، نه وای که خاطر د پښتنو سترگو!!؟

اکسفورډ، ١٣-٤-٩٧


د چوپتيا پر اوږو

زه دې وړم ناز تل د وفا پر اوږو خو ته مې نياز وړې د جفا پر اوږو نور به په مخ کې ستا يو آه نه کاږم که کړي درنښت ستا د موسکا پر اوږو ورته پر سترگو مې تياره شي له ځاځ چـې زلفې ناڅي ستا پر اوږو ښکاري پر مينه مې باور نه لرې داچې ږدې ژمنې د سبا پر اوږو گڼه د خپل ښايست د تاج غمي يې لونم چې اوښکې د ژړا پر اوږو که دې لمر مـخ کړم ترمې ترمې پرخه بيا هم در يونم د ځلا پر اوږو دومره دې مينه کې خـــوار زار هم نه يم چې شمه بار د نـن سبا پر اوږو

زه له يوه ځوږنده توپانه مخکې لکه يو غر يم د چوپتيا پر اوږو لار لنډوم د سپېدارانو تر باغ که بړبوکۍ يـم د بېديا پر اوږو زه د اسمان په رنگ هېڅ نه اچوم نيلي غدکه د ريا پر اوږو تر وژنځای نور خپل دار نه لېږدوم لکه بېوسه مسيحا پر اوږو چې تورې وريځې پر ژړا راولم لکه تنا يم د برېښنا پـــر اوږو لکه سپېدې د تورې شپې زړه چوم ځم نارنجباغ ته د رڼا پر اوږو څـنگه مې مينه نړيواله نه شي، چې لېږدوم يې د دنيا پر اوږو! اکسفورډ، ٢-٥-٩٧


بې ماڼو بېړۍ

دا له هسک ستا د ښايست، څه تندرونه راورېږي چې د مينې پر ورشو زما اورونه راورېږي اوس پرځای ستا د موسکاوو د گلونو د وږمونـو د دې ځمکې د خدايانو پر غزونه راورېږي بې ماڼو نوحه بېړۍ مې ده راښکېل په غر څپوکې د نېپتون له بېلورۍ چې توپانونه راورېږي څنگه کښې نه ني پر وير د تاند لبانو مې وېرژلي چې شپه ورځ همدا بخولې ناورينونه راورېږي د اسما د ستورو اوښکو د رڼوب گومان پرې مه کړه د پولادو د ويلوبو بارانونه را ورېږي هر هر ستونځ يې چې يو طور وو د سپېڅلې لن تراني اوس له هغو اسمانڅکو غرو گټونه راورېږي د سپېڅلو پرښتو په بېگنا هو وينو سره مې د فرعون د شتيو رگبارونه راورېږي پرکعبه مې له غچلېږده د بلوسگرو مهو تانو له سجيله د سکروټو سنگېړومه راورېږي چې هېندارې د لېمو مې ، ستا څېره ځلوای نه شي ترې پر ځای د مرغلرو الماسونه راورېږي پر بستر د شنو خوبو مې د چمن د ناوکيو د تورتمو واټنو نو پانړېـــــــــــــــــژونــــــــــــــــــــه راورېږي چې د لمر مزدک پرلور مو،نغښته لار په مينه مينه؛ بيا پر زړه مې هغه تېر خواږه يادونه را ورېږي!

اکسفورډ، ۹/ ۱۰/.۹۷




مېلمه پال زړگی

دا پر زړه مې تېر يادونه د جانان درومي را درومي که شېبې زما د اوښکو د باران درومي را درومي دا د چا ليلا د مينې لېوني بلهاري شوي وېر ژړلې، بړبوکۍ چې د بيابان درومې رادرومي تل سمسوره پسرلي يې د ښايست د باغ گلڅـاڼي پر گليون يې واړه ښکلي د جهان درومي رادرومي

دا راوړي بوي د لونگو سپرلنی نسيم له دښتو که وږمې يې د کمڅو د شبستان درومي رادرومي چې د مينې پلوشې مې تر لمرين مزدکه رسي پرښتې مې هر کلي ته د اسمان درومي رادرومي ځکه برېښي، بنجرې د گلبڼو مې هسې شاړې پرې سيلۍ د پاڼرېژونو د خزان درومي رادرومي پنا غواړم له يزدانه د سپېڅلې پاکې مينې که تور برېښ لره زما اهريمنان درومي رادرومي چې مې سرې لمبې کړای پورې د ښکلا پر ښکېلا کگرو بس پر زړه مې دغه هيله او ارمان درومي رادرومي خدای دې مه راور انوي د مېلمه پال زړگي جونگړه چې يوه مخ ورته غمونه د انسان درومي رادرومي دا ژوندون د مرگ تر پولې يو نيمگړی واټن بويه چې تر منځ يې د څو ورځو شپو کاروان درومي رادرومي پرېږده بلې وي د زيار پر مزار شمې تل تر تله، چې زيارت ته يې د مينې پتنگان درومي رادرومي!

سويلي المان، ۸ - ۱-۹۸




د مرگ تر کومي

نغاړم ناپايه واټـنونه پر مخ نوي پرانېزم ارت څـنډونه پر مخ په ټول وېلاړ د مرگ تر کومي پورې اخلم نا نغښتي پړاوونه پر مخ له خپل مين هوډ به وا نه وړم کله که هر څو وخورم گوزارونه پـر مخ زه د توپان هغه سر کښ مرغه يم چې تمبوم سخت توپانونه پر مخ د اندو واند په پلوشو رڼوم ټول نالاسبري لرليدونه پر مخ چې قافلې پوپنا کېږي پکې لنډوم هغه بيابانونـه پر مخ پرېږده، تيارې د تور مهال ومينځي چې مې راځي اوښکې رودونه پر مخ ډيوې د سترگو په سروب بلوم وړمه په شپو کې مشالونه پر مخ پېر به د مينې د زندان تېرېږي کړم به يې بېرته ټول ورونه پر مخ تورې څېرې به رسوا کېږي نورې څو به يې وي سپين نقابونه پر مخ وينې مې گوندې پسرلي راوړي چې، غوټۍ مې وسپړي گلونه پرمخ!

المان ، ۹-۱- ۹۸





استازگری غزل

که ستا لمر مخ نارنجيستان، د سباوون راسپړي پسرلني سمسور گلان، زما گليون راسپړي زه راوتلی له بټۍ د زمانې مخسوری د ښنه به ما ته څه کيسې د بل ازمون راسپړي

دي خسروان سر پر سجده زما د مينې برم ته فرهادي هوډ مې، خزانې د بېستون راسپړي

سپېڅلې لار مې نه پرېږدم، د چا په ورم او وراشه راته هر څو که فلسفې، د اپلاتون راسپړي

لومړی ياقوت ورته د اوښکو د وېرژلو بويه که څوک ناپوهه گوهري گنج د قارون راسپړي زما پرهر پرهر زړگی ، لا رغېدلی نه دی زاړه زخمونه يې، له سره بيا بېلتون راسپړي راورېدلي تېر يادونه، پر ورشو د ذهن مې تېر پرتمونه له جېلمه، تر جيحون راسپړي په خپله سر تر پايه ټول،په گناهونو کې ډوب ما گناهگار پسې دفتر، د نن پرون راسپړي

زرتشتي اور به په لمن، دا هريمن پورې شي چې يې اور پښتي ، خوگلـنونه د اورتون راسپړي

د مينې لار کې تويې وينې، تويې نه دي تللې تک سره غاټول مې ، د بلهارو مړېستون راسپړي

هېڅ مې مرگونې منگنۍ، سيلۍ وژلای نه شي د مرگ خزان لکه سپرلی، تازه ژوندون راسپړي زيار به لاس وانخلي له داسې استازگري غزل، چــې يې رديف او قافيه ، نوی مضمون راسپړي!

اکسفورډ، ۶./ ۲ / ۹۸


د وا کمنۍ پر خول

سپوږمۍ مخ دې پلوشې د سبا لوني گلوږمونه دې د شونډو موسکا لوني د خندا د الماسي شغلو له برېښ دې د ښايست د اسمان ستوري ځلا لوني

څنگه نه اوسي وړانگن د مينې کور مې چې پرې وړانگې ستا بېسارې ښکلا لوني

گلورين مکېز مې مل دی ستا تر موخې سرې گلپاڼې پر تگلار چې زمالوني

چې ترې اخلي سرچينه د سپېدو رود مې ها رڼوب د ا ستا د سترگو شهلا لوني پر ورشو د خيال مې څري هوسۍ سترگې چې ډيوې د اندو واند مې رڼا لوني ستا د مينې ياد مې تاند لکه گل ساتي چې د اوښکو شبنم ټوله شپه رالوني

څه تور ونگي واټنو نه مو تر منڅ شول سرې سپرغۍ مو بيا د ژوند پر بېديا لوني

شي سور اور به په دې تورو وريځو پورې چې پرې غشي د بڼو ستا برېښنا لوني

ټينگ ايمان لرم پر برم د خپلې مينې چې هر يون به مې بری او بريا لوني

پر دې هيله اوسه زياره چې تاريخ به، سره غمي د واکـمنۍ پر خول ستا لوني! اکسفورډ، ۸ / ۲ / ۸۹



د زغم توپان

گلباغچې د سپرلي توپاني شوي ټول چمن و شينيلي توپاني شوي

د زرغا او غوړېدا په ولولو کې رامبېلې او چمبېلې توپاني شوي

پر چندڼولېچو مېشت ماران د څڼو که سنبل و کشمالي توپاني شوي

ته او وېر و ناتار لېږدي نور له ښاره ورکماني او خوشالي توپاني شوي

نه تش سيند سمندرگي، سمندرونه چې ډنډونه او تر ېلي توپاني شوي

سپينې ورځې يې راباندې تورې شپې کړې بيا تور مخي زنـگالي توپاني شوي

له اخوا د ديوالونو د پېړيو توند بادونه ځنگلي توپاني شوي

بيا د بلو نمرودي لمبو پر وړاندې گلزارونه خليلي توپاني شوي

د زغم اوښکې به هم جوړ د نوح توپان کړي، که د پېښو اسوېلي توپاني شوي!

اکسفوررد، ۹ - ۲ - ۹۸


پاک ايمان

څومره زغمم ناورينونه ، خو جهان راخبر نه شو په دا دومره ستورو سترگو روڼ اسمان راخبر نه شو دا په څه چم دانگې وانگې، کړم د تور وحشت داړونکو په ټول ښار کې غوږ تر غوږه ، يو انسان راخبر نه شو

له کلو مې په تکل د وچکالۍ تللی لـه چمه خزان لوټ کړه پسرلي مې او باران راخبر نه شو

زه ستايوال يې لکه چوڼی، د گلونو چمنونو تور پاڼريژ ژبه راپرې کړه گليستان راخبر نه شو

غلياکگرو د وختونو ، ترې منزل موخه ختا کړل خو هېڅوک له دې تالا والا کاروان راخبر نه شو څه بې شمېره لېونو مې، پکې بايلل خپل سرونـه د بلهارو وينو تږی ، وچ بيابان راخبر نه شــو تر دې زياته بېلوري به ، په نړۍ کې چا ليدلي چې رقيب مې وينې وڅښلې ، جانان راخبر نه شو

که مې څه هم ورکاوي کې ، ناغېړي يو هم ونه کړه نصارا، يهود، هندو او مسلمان راخبر نه شو

وم سکه رښتين بچی يې، له لر غونو مهالونه مړه په پښو کې ورته پروت يم، روهيستان راخبر نـه شو

پر ورشو د آريانا اهريمنان راپنځېدلي زرتشتي نغري ورانېږي او يزدان راخبر نه شو

د اينې په شان څرگند که، يار اغيار ته هم يم زياره، خو يو هم له نيت نمات و ، پاک ايمان راخبر نه شو! ۲۰- ۲ – ۹۸


د بېلتانه د واټنو لاروي

لمر د ورځې پر وژن کړ ځان ناگاره هسک د شپې پر زړه چاودون کړ ځان ناگاره د سپېدو د سپېدارو تورو بلوسگرو پر رڼوب د سباوون کړ ځان ناگاره غوړېدلې سرې باغچې زما له وينو تورې ورېځ مې پر گليون کړ ځان ناگاره هغه بڼ څنگه سمسور شي چې ماليار يې د غوټيو پر للون کړ ځان ناگاره سرې بټۍ لکه پولادو از مېيلم وخت زما پر د ې ازمون کړ ځان ناگاره پرښتې خو د مرگ ونه شوم وژلای که يې زما پر بيا ژوندون کړه ځان ناگاره تل څپاند چې اباسين شته نـور څه باک دی که جېلم مې پر جيحون کړ ځان ناگاره

د فرهاد د نامه برم هم نور اوچت شو چې خسرو پر بېستون کړ ځان ناگاره بلهاري شو د خپل گنج د سپما ځکه د موسی پر ورم قارون کړ ځان ناگاره خپلې سخې د نمرود پکې لمبه شوې چې خليل يې پر اورتون کړ ځان ناگاره زه به هم څه اندېښنه ستا د بر خليک کړم چې مې تا پر نن پرون کـړ ځان ناگاره لار وو د بېلتانه د واټنو مې پرېوون و پيوستون کړ ځان ناگاره څه ناتار ترې راپيدا شو چې تور اندو دا زما پر اوښتون کړ ځان ناگاره څه هېښتيا که دپېړيو شاتگلپالو، نن د زيار پر دې غبرگون کړ ځان ناگاره! اکسفورډ، ۲۰ - ۲ – ۹۸

نولس څپيز غزل


شنې پسرلنۍ

پسرلي ول دي گلغونچې، بيا د گلڅانگو په کوڅو کې نغښتې بيا يې لمبې د چا له وينو، ټوکېدلو چمبېلو کې نغښتې

د زمولې ځمکې په رگو کې، زرغونتيا له سره سا اخلي بيا بيا تاند لبانې تلوسې، د چمنو په شينيلو کې نغښتې

سپينو وورو به جلوهو، وچو دښتو گوندې تنده څښلې چې يې بريد ليکې هرې خواته، په ورشوو گلڅکو کې نغښتې

ستا د اواز له شنو ورېښمو، يې چې رنگ د ښېرازۍ اخېستې شنې سېمفونۍ د ارغنون، ته وا د زېروبم پردو کې نغښتې

چې ياد نامې د اور و وينو، د مهال له تبجن ذهن پرېوي هسې نشې ستا د ملالو تورو سترگو په پيالو کې نغښتې څه رنگينۍ چې لورولې، پسرلي پر سمو غرونو باندې هغه يو مخ ستا د ښايست، په مينه وړو مکيزو کې نغښتې

څه خوږ بويۍ چې کاروانونه، له خوتن رالېږدوي د مشکو ټولې هغه ستا د موسکاوو، د گلونو په وږمو کې نغښتې

پکې بلېږي نن سبا، چې له يو سر د سرو رېديو ډيوې توا بېدياوې د زرتشت، د اورتونونو په لمبو کې نغښتې

که منگنيو پاڼرېژو، راوزمولل سمسور ښېراز څړمني هيلې اسرې زما بيا هم، ستا د لمر مخ په پلوشو کې نغښتې

تر څو به ژاړم د مرگ ژوند ترمنځه خپل دا ناټاکلی برخليک څوبه مې پرېکړې د تدبير، وي د تقدير په صحيفو کې نغښتې! که مې د خپلو سرکو اوښکو، څپانونـو پوپنا کړه هر څه لا سرې سپرغۍ مې د تېر برم، د وران نغري په خوگلنوکې نغښتې چې مې ساړه سمخ يونونه، وژغوري ، د تورو شپو له تاړاک لا مې د مينې سوې څړيکې د زړگي په پلورگو کې نغښتې

چې تېرې هېرې افسانې، د (ياريکو) کړي بيا راتاندې يوځل ها غلبلې مې د چوپتيا، د درنو غرو په اسوېلو کې نغښتې

څه اندېښنه که نارنجباغ،د سباون کړ، تورو خړو پناه شغلې ځلاوې بويه هم د سرو لالونو په ايرو کې نغښتې

دا د رڼا زرغا موسم، به هم تيارې د تورو زړو وڅيري برېښناوې تالندې وي، تل د پسرلي دورېځو زړو کې نغښتې

څه ارمانژلې ولولې، د سرو غړاندو تکلونو زياره، ستا د دې شنو پسرلينو، پــه رنگينو گلوييو کې نغښتې!

اکسفورډ، ۲۶- ۲- ۹۸

اتلس څپيز غزل

تور غځېدلي پړاوونه

که سپېدې په خپل رڼوب د تورې شپې تياره گردونه پرېوې گلمونگرې په رڼو څاڅکو د شبنم، سپېره مخونه پرېوي څنگه نه کړي د سپېدارو ژبې ماته د ځنگلونو چوپتيا چې هېښمه د ښېرازۍ ټولې بېدياوې سمې غرونه پرېوي څڅوبونه يې مه بوله چې راوورې له لېمو د وريځو دا اسمان په خپلو اوښکو وينې وينې سره څنډونه پرېوي

بيا د شر د خدای له هسکه راپرېوتي دي څه تندر ټکې څانگغوڅ چوڼي په نغمو سوي الوي گلکڅونه پرېوي

راوتلي يې که څه هم د ازمون له سرې بټۍ مخسوري د هستۍ شنه شنه پسرلي مې د پولادو ويلوبونه پرېوې وينې ولل په وينو، لوښه د غچ تږو، وينې څښونکو ده تش لکه څوک گناهگاران په گناهونو گناهونه پرېوي

داڅه نه بښل کېدونکې ده راشوې چې يې گران شو تعميد له کلو کلو مې خاوره د باروتو بارانونه پرېوي

گوند بيا مې د بلهارو سر پرېکړو لاروو سرامنې دا د وخت مخ ته تياره تور غځېدلي پړاوونه پرېوي

چې زما د غرونو غرونو پېڅ وزغم له اسوېلو رازېږي تورې لړې به مې نورې دا څپانده څپانونه پرېوي

چې په بډو د بډايو جنت پېرو پړسېدلې همېش شېخ ملا په استنجا، د خپلو خېټو دوزخونه پرېوي

غواړي زيار چې تر مرگ وروسته يې هندوان مړی وروسوزوي، نه چې دا مسلمانان يې په زمزمو گناهونه پرېوي! اکسفورډ، ۵ – ۳-۹۸

د مينې ښاڅ

ناز و خوب يې په لېمو کې سره ناڅي لکه سرې سپرغۍ ځلېږي يې سره واڅي غېږ پر غېږ و خوله پر خولـه، غاړه پر غاړه د خولو عطر يې د مخ پر مخ راڅاڅي خوبولې دا پرته له ځان بې ځانه زه يې تش کړم له تڼـيو ورو ورو کاڅي تر منځ ورک مو واټنونه د بېلتون شي رانه گرځي لرې لرې د غم کړاڅي په زاريو ننواتو پخلا کړې خدای دې نه کړي تر سهار مې له خوا پاڅي کړې د مينې د دښنو لمسون له مرگه په خندا راغلې بېرته په ژړا څي لکه يار پر خپل بېساري ښايست وياړ کا، هسې زيار پر خپله پاکه مينه ښاڅي! بېر منگهم، ۸ – ۳-۹۸

(بولــله)


غرېو نيولی فرياد

مهال گرځوي پر ما چپه مېچنې په بلهارو وينو سرې د هسک لمنې له کلو کلو زما پر سر راووري له اسمانه د ناورين د اور د رغنې نمرودي لمبې پر ما گلزارېدې که خليلي گلزار مې اوس پر سوځېدنې د ارزو په وچ گوگل کې مې زموللې هغه شنه ښېرازه سا د ټوکېدنې ناسپړلي شنه خوبونه مې لمبه شول په کسات د ارم باغ د غوړونې د فلورا له بېلورۍ ټولې خدايگوټې دي زما له گل ورشو و ماڼيجنې چا اور گډي بلوسی اور له پرومېتوسه تش په پار زما د بڼ د سوځونې تر دې بله بدمرغي به چېرې نه وي پر څړمني چې د مني کښم وېرنې بې گلونو پسرلي دي چې تېرېږي نه گلبوټي ، نه گلولې، نه گلونې دا راوشوه څه کانه پر گلبڼو مې پکې ټوکي چې دگلو پر ځای غنې چې يو وخت مې بېديا باج له باغه اخېست اوس په باغ کې مې ولاړې انځر غنې نارنجباغ د سباوون مې زرغون نه شو يم نهيل د خپلو وينو له کرنې گلکڅونه مې باروتو تور ايره کړل گل مېرې مې جلوهلې او تبجنې پاڼرېژو ژبې را پرې کړې د سپېدارو ويلوب سوځي مې د سرپو سبرونې څنگه نه اوسي وښکي مې سره په وينو چې خورم وينې شپه او ورځ د خپلې ينې ژوند بېړۍ مې ده راښکېل په توپانو کې نه ماڼو شته ، نه امېد يې د ژغورنې غچ د خپلو وينو اخلم له خپل ځانه راته غوره ځانوژنگ له پور وژنې هسې زار نهيل به ما غوندې څوک نه وي چې کړم هيله له پردو د ځانژغورنې د رڼو ورځو ياران مې وو بې شمېره نه شته څوک پر تورو شپو مې د پو ښنتنې پر اوېجه د ښکلا مې ناتار گډ دی لاس اخېستی مې زوروان له گروېږنې نريوان، ويهاراوې هېرې شوې دا يوا کړي له يزدان سرغړونې د شر خدای ځاځ پرښتې راگومارلې کار يې نشته، بې اور وينو او وژنې شر غوبل ته يې ورکړې ديني بڼه ټول بېزار يې د وحشت له اچونې راستولی يې اشرار د شر لپاره راځار کړي يې ژوند ژواک له گروه پلټنې تر و يانې تورو اسونو را لښلي په پوچ خيال پر سر د خول د اېښوونې را واکمن يې هسې تور طالب اخوان کړ چې بادار ته هم نور نه دي د سهنې هندو بار نه يې سوچه اسلام راوړی پر ناپوهو پر گنو کړي زبادونې نور څه نه کړي جگړه مار بد کار جاهله بې د جنگ ، جنايت ، جهل له خپرونې کړه ټوک ټوک يې داسلام په توره دومره چې اميد يې نشته نور د رغېدنې ورسره واړه يو لاس يې وو ورانۍ ته اوس يې نه کړي اندېښنه د رغاونې کړه يې ښکېل په خپلمنځي جگړو کې هسې چې يې نشته بل څه کار بې ورور و‌ژنې په سرو شنو را و دروهه ساده ولس يې اوس بې برخې يې يو مخ له پېرزوينې وږی تږی او رنځور يې پر ځای پرېښووه په ارمان د يوې وچې پياڅې ، نغنې منځنۍ پېړۍ راوستې د لوېديځ يې د ختيځ له بر بريت سره د ملنې د ژوند واک و انساني حقوق ترې اخلي اسلامي حقوق تپي پرې له دروهنې نور له سره رغوي پرې اندامونه د دوی کار د لاسو پښو، سر پرېکونې ماسک د ږيرو يې راکښلی پر مخو دی دي پر تن يې د انسان هسې څرمنې جنتي حوري غِلمان ستايي هر چا ته خو ژوندۍ د کور پر گور منډي ښځمنې راته دين يې هسې توره بلا کړی چې را رېبي غبرگې پښې د پرمختلنې ډنډورې د بل خيالي جهان وهي دوی نور کړي نورو کيهانو ته الوتنې لا د ځمکې پر گردښت نه لري گروهه مخکښان بولي ځانونه د پوهنې د تخنيک پوهې په دې هېښنده پېر کې پېژني تشې کږنې انگېرنې د شپږمې پېړۍ زده کړې ورته غوره تر دې نن سبا ښوونې او روزنې استادانو يې ولس ټول مړ څپان کړ اوس يو مخ دا شاگردان ورتړي زنې راښکېللی يې د گروهې هسې تور کې چې يې نه شته ترې چاره د راوتنې چې د ځمکې بنده گان يې ترې ځورېږي څه کړي تمه د بادار د لورېينې! دي پخپله لاس بوتان د خدای دښمنو او وهي باټې د خدای د استاز گرنې ټول کافر دي خو يو دوی مسلمانان دي (!) ناوزگار له بل غندنې، ځانستاينې د مريي مريی به چا لره څه ورکړي دوی جوگه کله بل چا ته د بښنې پر لار سم لکه چنگاښ نه ځي پخپله ترې به وشي څه اميد د سمونې دا لنډ اندي بنسټپال لري دا هڅه بېخ بنسټ را وکاږي چې د ټولنې نشتوي يې ټول مانيز توکيز شتوالی تل په هاند يې د وکر د مسخونې ځنې بلوسي خپل زاړه ملي وياړونه پرې د دين په نوم تپي پر دۍ وياړنې کړي پر ځای د خپل تاريخ، فرهنگ مېړانې د ساميانو پر تاريخ فرهنگ ښا څنې هېڅ سوچ نه کا، چې تاريخ يې نور مل نه دی نه يې دي زاړه چلونه د چلنې زوړ به زازو پرېږدي نوي ته خپل ځای نور دا دی جبر د زمان د وخت غوښتنې څوارلس سوه کاله بيا راوستای نه شي هغه پېر نه دي نور چا ته د مننې دا جگړې به يې ژر پاتې شي له مرگه ورسره پتليز زړې وسلې زنگنې ژر به پوه يې په ټگۍ شي دا وگړي نه کړي نور به يې دوکه د جنت ژمنې ور ويجاړ به کړي طلسم د پېړيو هر يو دام يې کړي ور پرې د درغلنې ځنې نه شي اخېستای د مېنې مينه لرې نه لوېږي مڼه له خپلې ونې لا يې خونه د پلرو کعبه د هيلو ورسره يې دي لا ټينگې د زړه ستنې دا له ذهنه د نړۍ وتی ولس مې پېړۍ وروسته بيا ياد ښاد شي يو ورځ گنې لا څو څاڅکي يې د وينې شته رگو کې ورستي بريد ته د بري د رسيدنې که په ستوني کې فرياد يې غرېو نيولی لا يې پاتې دي وازره د الوتنې پولاد وزمه به راووځي مخسوری له داهسې سرې بټۍ د ازموينې بيا به زباد بلوسلي برم کړي ټول جهان ته ناست به نه وي تر قيامته لا تر زنې چي يو وار وي کوم لښتي کې اوبه تېرې پکې شته يې بيا کېدون د بهېدنې چې کړي ورکه شاتگواله له هېواده هغه ننگ به يې بيا وکړي غځونې د مهال پر تورو ورېځو اور کړي پورې بيا په پار د ژوند د لمر د ځلېدنې شي پاڼرېژو واټنو ته د پای ټکی وړ د زمولو پسرلو د تاندونې چې تر بڼ د سباوون يې غځېدلې گلورينې کړي هغه لارې اغزنې بيا د هسک د خدای رښتينې خوشالۍ ته شي پر ځمکه يې ځاينا ستي د نمانځنې دخپل ژوند وژواک برخليک بېرته راخپل کړي د ځانپلورو بلوساکگرو له بلوسنې چې بيا سيال شي له سيالانو سره زياره، ده اړتيا بيا د افغان د سر ښندنې!

اکسفورډ،نېټه


د بد خشا ن لالونه

نور دې د ښايست گلونه نه ستايم ستا د سپين مخ شنه خالونه نه ستايم سترگو دې زما هستې لمبه کړله دا نشه نسکور جامونه نه ستايم ډېر دې کړم راښکېل په اوږدو زلفوکې نور دې دغه تور دامونه نه ستا يم

ورک شو درنه ځان په ډېر ستاينگ زما بس ستا کرشمې نازونه نه ستايم

مينه کې چل ول ريا ځايېږي نه ستا دا د ريا چمونه نه ستايم

شوې چې پېغلې شونډې يې سور اور راته نور د بدخشان لالونه نه ستايم نه شوم چې پخپله د خپل وخت جوگه تش د ورنېکو يادونه نه ستايم

ښکای نه شم د جبر قصيدې د چا زه د چا واکمن برمونو نـه ستايم

يم د اهورا د سپېڅلتياگـروهن زه د اهريمن مکرونه نـه ستايم

تېر راڼه وختونه مې چې ځارشو ترې دا اوسني تور وختونه نه ستايم

ما کړې له ميوز سره دا ژمنه ده، نور د تورو زلفو ولونه نه ستايم! اکسفورد، ۲٨/.۳./ ۹۸


د گلو اوښکې

درته مې تمې په تلو تلو کې اوښکې د څېرو گروو په ريښو کې اوښکې دا پکې لامبي ستا د خيال ښاپېرۍ ځکه مې ډنډ دي په لېمو کې اوښکې

ستا د راتگ د هر کلي په هيله لامې دي نښتې په بڼو کې اوښکې

چې يې پر مخ راجوړې کړې لارې تا ته پېيم په اميلو کې اوښکې

لمر ويلوي واورې د غرونو پر سر ځي يې رودونه په خوړو کې اوښکې پر ژاړه سر دي ټول وگړي دلته ته وا بهېږي په ويالو کې اوښکې د پرخې څاڅکي يې مه بوله هسې گلوتوی کړي په اغزو کې اوښکې

له بې ارزۍ ورته تش گوري هم نه لکه ياقوت يې لونم پښو کې اوښکې

زيات يې شي قهر د کباب په ژړا ورسوځي اور لا غر غنډو کې اوښکې

دومره اسمان راسره وژړل چې نه يې ټينگېږي په وښکو کې اوښکې

گوندې رڼوب شي د سپېدو سهار ته، چې تويوم په تورو شپو کې اوښکې! ۹۸.۳.۳۱


مروره خندا

ستا د ښايست بهارستان نه خاندي زما زموللی گلستان نه خاندي

په وچکالۍ کې ستا د لور و پېرزو شنيلي نه خاندي، گلان نه خاندي

سمه او غر له پسرلي مرور ورشو، رغځی، دښت وبيابان نه خاندي

ژړا خندا دي يو د بل زېږنده چې ورېځ نه ژاړي باغ بوستان نه خاندي

لکه غاټول پسرلي پرېښوم پر ډاگ که گل پر هر مې پر خزان نه خاندي

لوگي مې خېژي د ښونو له وادي زما لمرين نارنجيستان نه خاندي

دي بې سهاره تروږمۍ شپې واکمنې لمر، سپوږمۍ، ستوري پر اسمان نه خاندي

خوښۍ ښادۍ مې له بورجل لښلي راته اسرې، هيلې، ارمان نه خاندي

خندا په روغ زړه شي، په ژوبل نه شي پر زړه ويشتلي مينان نه خاندي ما لېونی د مينې مه بولئ گرم لېوني چا وېل چې پر ځان نه خاندي چې په لوی لاس پر ځان جهان خندوم، پر ما دې ولې دا جهان نه خاندي؟! اکسفورد، ۹۸.۴.۲


د سرو هيلو جوپې

زما د سرو گلو باغچې تالاشوې د شنو خوبونو سرې غونچې تالاشوې د پسرلي پر گلور شـوو زما دگليونونو گلوږمې تالا شـوې

د سباوون د گلکڅونو پرلور دارمانونو بدرگې تالاشوې

دمنگنيو پاڼرېژو په لاس مې تلپسرليزې بنجرې تالاشوې

څه موسمونه گلورين شو رازمول څه تلښېرازې شنې شېبې تالاشوې رالېږديدې مې چې د لمر له ښاره ها پلوشينې قافلې تالا شوې د رنگ وبوی ټول بهيرونه مې لوټ د سوما بوټو کروندې تالا شوې غدۍ راپرېوته پر کور د ښايست زما د مينې ورځې شپې تالا شوې لرغوني څلي مې د برم و پرتم د ننگ و پت دېرې اوجرې تـالا شوې ها د نېکو د نېک اندۍ ايين مې وياړلې گروهې اسطورې تالا شوې له پرتمينو مهالونو ځنې د تليادونو خزانې تالا شوې ها پېژند نښې، پيلامې د هستۍ ټولې راپاتې ښادنامې تالا شوې

چې د خزان تر واټنو اوښتې، زما د سر وهيلو جوپې تالا شوې! اکسفورد، ۹۸.۴.۴


د پا کې مينې کور

درېغه چې داستا د پېکي گل نه شوم ستا د گل ښايست د بڼ بلبل نه شوم تا خو مې پر سر د زلفو سيوری کړ زه خو ستا پر سر ښاخ د سنبل نه شوم پښو کې د ناز شين دې سپينلي غوندې دود دې نظر مات ته د کاکل نه شوم جوړ دې زه وېده لکه د زلفو مار ستا د چندړ څانگې پر څنگل نه شوم يم خو لا اغزی د دښنو سترگوکې سکينده که د خپل زخمي گوگل نه شوم ومې څښلې ډېرې د خپل زړه وينې ورسېدم نولس ته، خو شل نه شوم بيا هم د مهال ناخوالې نه ژاړم دا چې لاس پر سر ستا له درشل نه شوم لاس مې د خپلوۍ اوږد پردي ته کړ شوم له خپل پردی، د پردي خپل نه شوم بل مې لکه شمه کړ ځان نورو ته هسې بلهاري شوم، خو د بل نه شوم بيا مې هم دی زياد د پښتنې مينې دا چې کله مل د تورک مغول نه شوم ما لکه غوټۍ ځواني له تاځار کړه څه که خزان وزموللم، گل نه شوم چا ته مې سر ټيټ لکه چنار نه کړ بل مې پر زړه اور، خو بې منگول نه شوم نور دې څه پېغور نه شو پر ما پاتې سر مې چې غوټ پرې شو، نيم بسمل نه شوم وو چې زما ستا د پاکې مينې کور، مېشت له تا سره بيا پر کابل نه شوم!

اکسفورد، ۹۸.۴.۲۰

د لېونتيا پېغور

د اشنا له کوڅې ولاړم،پر ناشنا باندې دېره شوم زه خو تلم د چا پر لوري، دا پر چا باندې دېره شوم له نا دودو د رقيب لکه، غاټول پر زړه داغلی لاس پر سر له خپل گلبڼه، پر بېديا باندې دېره شوم زما مينه خوله آره، وه له شور و ځوږه ډکه څه د غرونو او ځنگلونو، پر چوپتيا باندې دېره شوم د وفا کچکول پر غاړه، درست جهان مې له پښو واېست دا پر څه بې غور ولوره، بې پروا باندې دېره شوم له ټبر د مرگ و درده، زما څه له ارام ژونده د همدردو په لټون پر مسيحا باندې دېره شوم په دې ښار کې چې ونه موند، ما خوالگر د خپلې مينې له پېغور د لېونتيا، سر پر سارا باندې دېره شوم د وختو اهريمنانو چې سور اور کړه پر ما ځمکه، پر سپېڅلي لمر مزدک، د اهورا باندې دېره شوم! اکسفورد، ۹۸.۴.۲۱


د نشت اباد پر لوري

شهۍ مې هسې کړي پر مينه لوبې لکه ول ول څڼې چې باد ته سپاري د زرو زور خدايان څه لوبې کوي ټولې نادودې ما ناښاد ته سپاري يو ځل له ما چې د ځان واک وبلوسي څه نو، که بيا يې غله يا ساد ته سپاري هسې يې زړه راباندې ډک دی، ته وا فلسطينې حماس مو ساد ته سپاري دا وران برخليک مې پر کوم لوري بيا يي له يوه هېواد مې بل هېواد ته سپاري چا مې راخېستې ده په ورکې پسې خدايږو يو مخ مې نشت اباد ته سپاري لا خو را ازموي شيرينه مينه کروړ، بېستون چې ما فرهاد ته سپاري

هستي نېستي مې د ښکلا ښکېلاکگر څه بنياد گره بې بنياد ته سپاري دا درغلي تش په نامه مالياران زما د باغ چوڼې صيـاد ته سپاري پر ژوند جگړه چې څوک ايمان نه لري ښه او بد وبله د خدای داد ته سپاري داد و بېداد له بېداد گرو د وخت! چې ما د داد پرځای بېداد ته سپاري څنگه ونه ژاړم نياوتون د مهال چې لاس نيولی مې جــلاد ته سپاري زه به يې مړ يم له ارمانه که بيا مړی مې پار و پاميزاد تــــه سپاري دا څه ناخوالې دې نا خواله زياره، بې نياو تاريخ نن سبا ياد ته سپاري! اکسفورډ، ۸./ ۵./ ۹۸


د سپېده داغ سپېدار

شوه مې خزان د شنو خوبونو ورشو د تلسمسورو سرو گلونو ورشو اور مې شو پورې د ښکلا پر باغچو راسوي د مينې د يادونو ورشو

د نهيلۍ سپېره بېديا شوه راته د نا سپړلو ارمانونو ورشو

پسرلني رنگونه نه راوړي نور زما په سرو بلهارو وينو ورشو

له سرو لمبو د سرو رېديو تشه ها د زرتشت د اور تونونو ورشو ده غځېدلې مې د مرگ تر پولې د تورو شپو د واټنونو ورشو لکه تور شپول راڅرخېدلې رانه د تور وحشت د توپانونو ورشو

يو تور زندان شو د اور وينو شېبې د سپين سبا د گليونونو ورشو

را تاندوي بيا د اور وينو شېبې د برم د هسک د سرو څنډو نو ورشو

رالړي تورې باروتي لوخړې د ستورو سترگو سترگلينونو ورشو

گوندې که بيا مې غځونې وکړي، د سپېده داغ د سپېدارونو ورشو! اکسفورد،۱۶.۵. ۹۸


سکروټينې ږلۍ

زما د شپو له تور ځنگله سپين سهارونه ترهي له سپېدارانو د سپېدو مې رڼوبونه ترهي پر شنو ورشوو را ورېږي سکروټينې ږلۍ له جلوهلو بيابانو مې بارانونه ترهي د پاڼرېژو سيلۍ مې رژي د چمن ناوکۍ له خزانزمولو گلبڼو مې بهارونه ترهي د ژغور بېړۍ مې پر اوږو د توپانونو لېږدي له گلکڅو د ارمانو مې گليونونه ترهي د پرهرژلو انگور تاکو له سرامنو وينو د تنده غرو ميکد نسکور جامونه ترهي پر ژړا سر دومره د خپلو تاند لبانو په وېر چې مې د اوښکو له نېزونو دريابونه ترهي کړې اسوېلو رڼې هېندارې د باور راتتې له ستورو سترگو مې د هسک راڼه خوبونه ترهي چې مې بلهارو وينونه کړ نن سبا مخسوری دا يې له سرو د مرجانونو بهيرونه ترهي څه بوږنوړو واټنو مې د لمر لار نيولې د پلوشو له قافلو مې تکلونه ترهي که د الوت وازره لمبود پرومېتوس راوسول له ستړو پلونو مې د ځغل ارت ډگرونه ترهي د ښکلا ښار مې د اور وينو په کفن کې نغښتی، نن مې د مينې له غزل که گلوييونه ترهي!

ځای او نېټه ٢١-٥-٩٨

په لږ بدلون د تاند لباند ننگيال د وروستي غزل پر ليکه :


خزان نارنجيستان

اجل مې لاسنيولی، نن له ځان سره بيايي د ژوند نارنجيستان مې، له خزانه سره بيايي هر څوک که مې ورکړې، مرگ ته ماتې څو څو واره سرکښ روح و روان مې، له عصيانه سره بيايي اخېستی غر څپو د، مرگڅپاڼو څپانونو توپان مرغه په شان مې، له توپانه سره بيايي ما ويل چې د هسک ستوري، د خپل برم د خول غمي کړم مرگی مې اوس له هسې ستر ارمانه سره بيايي د ښاڅ په کرونده کې مې، زرغا د سرکو سترگو د سرو سرامنو اوښکو، له څپانه سره بيايي د مني د پانړېژد، گور ځنگلونو تور اسان مې سپرلی، گل و بلبل له، گليستانه سره بيايي تور مخو د راکولاوو، د زړه وينې کړې راوچې ژوند ژواک مې ټول له سر او له سامانه سره بيايي برزخ خو مې راپرېولل، ټول ناکړي گناهونه دوزخ ته پرښتې مې، له ايمانه سره بيايي! کينلې لار وهونکو را ته لار کې تورې گورنډې يوسف مې د اور وينو له کاروانه سره بيايي کعبه مې د زرتشت که، د خليل تر کعبې ځار کړه آشه مې افروديتا، سپين تومانه سره بيايي د ننگ و نام اوېجه رالتاړه ترويانوکړه پرون و نن سبا مې، نوم نښانه سره بيايي کوم تور وحشي لاسونه، له کوم لور راغځېدلي هست نېست مې له افغان، افغانستان سره بيايي دا څه کانې راپېښې، دې بدوردې زمانې کړې، ننگيال مې له حمزه او غني خانه سره بيا يي!

اکسفورډ،۱۰ -۶ -۹۸




په وينو وللې لار

تر څو به پرمخ نغاړو هر يو خپله خپله لاره بېللې، بېلا بېله يو له بله خپله لاره شو سر د تباهۍ پرگړنگونو باندې ځکه چې نه مو کړه توپير له پردي خپله، خپله لاره که سوې د بري برم د نيلي وخت راښکلې نه کړې داو نه کړه هېڅکله مو را خپله خپله لاره په ځان پسې مو ړنگ کړه تر شا پلونه په لوی لاس ټول کړه پرې مو هم د تېښتې په خپله خپله لاره بهير مو که د ستورو شو په نيمه لار کې پاتې سهي مو سمه نه کړه تر منزله خپله لاره پر ځای به دکعبې ځکه رسېږو تورکستان ته په لوی لاس مو چې ورځنې کږوله خپله لاره جوپې مو د برخليک پر رڼا ورځ تالا والا شوې چې ملو مو غلو ته پرېښووه، تر کابله خپله لاره څه تورو پاڼرېژو د گلکڅو لارې نيولې پر لور د گليون ورکه له بلبله خپله لاره خوشال هله اتل د قلم تورې د افغان شو چې کړله يې رابېله له مغله خپله لاره هرومرو به اوښته د مرگ و ژوند تر پولې د اور وينو په زور مو چې نغښتله خپله لاره هم هاغومره پېړۍ بېرته پرشا باندې ستانه شو چې هر څومره مو مخ ته لنډو له خپله لاره رڼوب د سباوون مو رڼايي د سترگو نه شوه، هر څو که مو په اوښکو وينو ولله خپله لاره!

اکسفورډ،٢٢-٦- ٩٨




د جم جامونه

پرېږده، پر مخ مې وي بهاندې اوښکې چې وڅښي تنده مې ژړاندې اوښکې د هسک له سترگو څڅېدلي ستوري بويه زما دغه برېښناندې اوښکې برند دې کتای برندو لېمو ته نه شم څله مې څارې سترگو لاندې اوښکې سترگې زما دي غبرگ جامونه د جم د زړه هېنداره مې ځلاندې اوښکې دي په لټون د چا د ورکو پلونو زما لار ورکې، لا لهاندې اوښکې ځوانيمرگ ياد د چا پر زړه را ووري بولي په وېر کې مې بيا ساندې اوښکې دغه د کوم ناورين د اور لوخړو بېرته له سره کړې را تاندې اوښکې چې زه هم ډوبې کړم بېړۍ د دښنو پرې، سمندر مې شي څپاندې اوښکې څه مې پوښتې له مړو سلگو اسوېلو، دي په چوپتيا کې مې وياندې اوښکې!

اکسفورډ، ٢-٧-٩٨

د ارواښاد تاند لباند امان الله ساهو په وېر کې :


د لمر پر لور

بيا څه غچ نيلي اسمان راځنې اخلي چې د لمر پر لور ارمان راځنې اخلي څه به ژاړم تاند لباند د سوي بڼ مې شنې شېبې سپرلي، خزان راځنې اخلي چې اخېستی يې زما له وينو رنگ دی د ښکلاوو پېغلېستان راځنې اخلي لارويان د تور شپو د ځنگلونو د سهار نارنجيستان راځنې اخلي رارژي مې د تاريخ زرينې پاڼې نن پرون و نوم نښان راځنې اخلي د پېړيو تور دېوان را بلوسېدلي تاج و تخت د سليمان راځنې اخلي وامپيري او تاغوتې تورې ارواوې برم پرتم،باور ايمان راځنې اخلي د مهال پر غر څپو مې بېړۍ لښي هم نېپتون، هم نوح، توپان راځنې اخلي فرهادي مينې مې مېنه راسپېره کړه بېستون چې خسروان راځنې اخلي دا پر څه رنگ درملگر باندې مې سر دی درد راښندي او درمان راځنې اخلي اهريمن د خپل بايللي جنگ په جرم اور بټۍ د سپين تومان راځنې اخلي د هسک خدای ته بيا پلپوټ رسول بويه ساه د ځمکې دا خدايان راځنې اخلي څنگه نه اوسي نارام د زړه هېواد مې، په ننگيال پسې امان راځنې اخلي!

اکسفورډ، ۲۸.۷. ۹۸


زنگالي سترگې

نه مين تش مخ د خپل يار ښکلوي د يار په پار پښې د ريبار ښکلوي چې په وږمو يې د راتلو ښکللې مين ارمان مې هغه لار ښکلوي مرور خيال يې په مالگينو شونډو زما دغوڅ زړگي پرهار ښکلوي زه خو پر ځمکه بې برخليکه گرځم تشيال بېړۍ که اسمان لار ښکلوي دا د زرتشت د اور لمبې غلې شوې که يې اورپښتي اوس انگار ښکلوي خزانزموللې ناوکۍ د چمن د راتلو پلونه د بهار ښکلوي که پر مخيون مې ټکنی ښکاري هم لا د آس سوې مې يار اغيار ښکلوي زنگالي سترگې مې د شپې د ځنگله د سپېده داغ راڼه سپېدار ښکلوي د لمر د وړانگو الماسي شونډې مې باغ د نارنجو د سهار ښکلوي دا پېرزوينه يې پر مړينه څه کړم چې بيا مې څلی د مزار ښکلوي چې يې تلپاتې کړي رښتينه مينه، زیار په دې آر رسۍ د دار ښکلوي!

اکسفورډ،۶-۸-۹۸


له پښتو پوهاند مکنزي سره د خوږو شېبو په ياد:

د ستورو چم

پر ټل ورگډ شوم، چې سم د ستورو هله مې وليد، پرتم د ستورو د لمر مزدک ته يې وبللم لارښود مې وراشه، او ورم د ستورو د ښکلا سيمه، د ښاپېريو پاک له دېوانو، ارم د ستورو پر چورليځ چورلي، ځمکه د ښاڅ يې پر هسک ځلېږي، پرچم د ستورو دي بر خليکسازي، د بې برخليکو جهان دی لاندې، تر برم د ستورو اور دې شي پورې، پر تورو وريځو را ولوټه يې، حرم د ستورو سرې يې په وينو، د شفق سترگې اسمان پر مرگ کړي، وېر غم د ستورو که هر څو راغلل، پرې تاړاکونه بهير روان دی، بيا هم د ستورو ورته لمر څرکی، نارنجباغ مسي څاڅي له سترگو، که نم د ستورو څومره چې دربلي، د شپو پر ېمينځي ورته شي هومره ډېر زغم د ستورو گوندې په برخه، مې دغه وياړ شي، تابوت مې واخلي ، له چم د ستورو !

وېلس، ۹-۸- ۸ ۹




ژړه غونې سترگې

چې ستا تر پښو لاندې زرغونې نه دي هسې مې سترگې ژړه غونې نه دي خواږه چې لگي اننگي دې پر ما دا خو مڼې دي، مړه غونې نه دي که خوب مې وړي ستا د کوڅو پر پالنگ پاسته ورېښم دي، څه وژغونې نه دي دا دې پر سپين مخ تور وربل راخور دی هسې تيارې او تېره غونې نه دي سپېرو سيليو راسپېرې کړې خونې څېرې مو هسې سپېره غونې نه دي چې سره تلو د نارنجباغ پر گليون نورې هغه شېبې لرغونې نه دي څه که د هسک پر ورشو څري هسې دا وچې غېلې څه لوغونې نه دي چې څونې تمه ترې د مينې کېږي دغه شين ټاغې خو هغونې نه دي چې نن د يو، سبا د بل پر لاس وي يورپۍ چا وېل، لاسما غونې نه دي؟ ها غنمرنگې مې په تورو سترگو په خوار ښايست کې هم بدغونې نه دي ها له مالگينو مکېزونو سره دومره له مينې، ربغونې نه دي تا چې پر زړه باندې د زيار اېښي دي، هغه داغونه درغونې نه دي!

لندن،۲۱-٨- ۹۸



د ايمان په پښو کې

پسرلنۍ مې د خزان په پښو کې سا ورکوي شنې سمېفونۍ مې د توپان په پښو کې سا ورکوي دا چا راپرې کړې د سپېدو د سپېدارانو ژبې چې ناوکۍ مې د بوستان په پښو کې سا ورکوي د زړه د سوي بڼ غوټۍ مې شي را تاندې څنگه چې مې د اوښکو د باران په پښو کې سا ورکوي څه پر تمين تاند و ښېراز زلمي يادونه زما د چا د ناز د پېغليستان په پښو کې سا ورکوي چې يې زما د لمر پر مړېنه کړ خپل ځاناگاره ستوري سپوږمۍ مې د اسمان په پښو کې سا ورکوي بيا بړبوکۍ د اسوېلو د پاکې مينې زما د لېونتوب د سره بيابان په پښو کې سا ورکوي د واټنونو د ځنگلونو په تروږميو کې مې نيمژواندې هيلې د ارمان په پښو کې سا ورکوي چې د ازمون له سرې بټۍ يې مخسورو نه وتم ځکه مې زغم نور د زمان په پښو کې سا ورکوي د گناهونو غرغنډو لمبو پر سر اخېستی ماتې توبې مې د ايمان په پښو کې سا ورکوي د تاريخ زړه ته مې چې مراندې د هستۍ رسېدې اوس د نېستۍ درېگيستان په پښو کې سا ورکوي اهريمنانو وروژلي اورتونونه گوندې چې يې اورپښت اهورايان په پښو کې سا ورکوي ستا پر دې دروغو شنو خوبونو به سور اور ولگي چې مې جهان ستا د جهان په پښو کې سا ورکوي

           دمين ژوند له ټولو ماتو، نهيليو سره،

زيار کړې دا ښاڅ چې د جانان په پښو کې ساورکوي!

اکسفورډ،٢٢-٨-٩۸


د بې برخليکو پر کاله

بيا مې تېر هېر هسې پر زړه راووري لکه بېواره چې ووره راووري څه تندر ټکې د برخليک له هسکه د بې برخليکو پر کاله راووري څو له باروتو او سربې وېلوب به دا سرې سکروټې، تور سکاره راوورې د سپينو ورځو رڼوبونو پر ځای د تورو دربلو شپو نانځړه راووري تورې شېبې ترمنځنيو اخوا دوحشت بوږن له ځنگله راووري چې لمر مزدک ته يې په مراند و هسک شم هغه وړانگه هېڅگله نه راووري له لېمو څاڅي مې سرې وينې د زړه جوړ يې سروب پر گرېوانه راووري که يې پر نورو غليمان وروي پر ما له دوست و هم دښنه راووري يوه خوا هم ترې ځان ژغورلای نه شم له لرو و بر او سمې غره راووري د مرگ په شپول کې مې راښکېل اوېجه پرې له ژوند پر ته نور هر څه راووري د فرعونانو زهر ژلي غشي د پرښتو په وينو سره راووري سمندري غله مې ارام نه پرېږدي بيا رگبارونه يې کاږه راووري په زړو، نويو يې ټوټې ټوټې کړم کله يې پڅ کله تېره راووري ټولې بخولې او ناخوالې د وخت، بس تش پر کور د پښتانه راووري!

اکسفورډ،۱۳-٩-٩٨


د اسوېلو تر سيوري لاندې

ږدم دې سترگې د ښکالو تر سيوري لاندې چې راشنې شي ستا د پښو تر سيورې لاندې پرې چې شپه وروڼومه تر سهاره ستا د سترگو د ډيوو تر سيوري لاندې لمر مزدک ته د ښکلا دې لارې نغاړم ستا د مخ د سرو لمبو تر سيوري لاندې رسېدلی د خپل برم تر لوړو ستونځو ستا د مينې د وزرو تر سيوري لاندې پرېږده ما د بېلتانه غرمو وهلی واخلم ساه دې د بڼو تر سيوري لاندې ناوکۍ مې د چمن شوې ترمې ترمې د زموللو سرو باغچو تر سيوري لاندې رڼا ورځ مې توره شپه د ښار پر سترگو د هېندارو د خولو تر سيوري لاندې د تيارو له ځنگله ما پناه راوړې د سپېدارو د سپېدو تر سيوري لاندې زر پېرلی يو مريی لکه يوسف شوم د مهال د قافلو تر سيوري لاندې ما له خپله لاسه کړي پر ژوند لوبې د دې خپلو ولولو تر سيوري لاندې پر څه غرونو گړنگونو باندې سروم د بېلارو لاروو تر سيوري لاندې يو تالا والا برخليک د پر گنو يم د ويجاړو بور جلو تر سيوري لاندې که غمي مې له خول پرېوتل خو بيا هم دی جهان يې د وړانگو تر سيوري لاندې مه شه تته بله شمه د غزل مې، دوختو د اسوېلو تر سيوري لاندې!

اکسفورډ، ٢٨-٩-٩٨


د شمې سروب

سپين له سترگو د سپېدو د سپېدار څاڅي لکه نم چي له وورو د بهار څاڅي پر وادي مې د ښونو پاڼرېژ راغلی اور و وينې مې له سبر و چنار څاڅي که رڼې پرخې راووري پر گلپاڼو دا د شپې اوښکې پر مخ د سهار څاڅي د ستو مانو واټنونو نهيلۍ مې لکه څړيکې د زړگي له پرهار څاڅي څه ناتار مې د هستۍ مرۍ را مروړي څه ناورين مې د يادونو پر ښار څاڅي لا يې نور هم ځاځ پر غز پر غر غنډو شي چې سرامنې د وريتو پر انگار څاڅي نمرودي لمبې به هم په پای کې مړې شي پرې ننوب چې د خليل د گلزار څاڅي شنې گومبزې د چوپتيا مې تر سکېدلې گونگ زگېروي مې د فرياد له ابشار څاڅي ترې راوټوکي مخسوری سباوون به چې سرې وينې مې په پښو کې د دار څاڅي که په تلو يې خوږ بويي د باغچو تللې لا پرې عطر يې د خولو د رخسار څاڅي توپانو که د برم شمه د زيار مړه کړه، خو لاهسې يې سروب پر مزار څاڅي!

همبورگ، ٢٠-١٠-٩٨


ازمون او ټول ځوان نوښتگر پښت ته!


تلپاتې ترانې

که ستا د سباوون سپينې سپېدې کړي غځونې زما خو د ماښام تورې تيارې کړي غځونې د مينې له اغېز مې ستا د ځوانو غځونو په پېر کې د پيرۍ ځوانې اسرې کړي غځونې پاڼرېژ که زما لاس له بڼوالۍ ورو ورو وکاږي په بڼ کې خو لا ستا تاندې شېبې کړي غځونې توپان مرغه ته بويه، ژغور بېړۍ ته د بدمرغو زما که وزر ماتې اندېښنې کړي غځونې زه گورم چې د موزې د خدايگوټي له اسمان دې په خيال کې نوې نوې صحيفې کړې غځونې مخسور لکه پولاد به له ازمون بټۍ راوځې تر څو دې چې سپيڅلې ولولې کړي غځونې سر لاری به شې هله چې د وخت په شنه گومبز کې دا ستا د سوو څړيکو انگازې کړي غځونې رڼوب د اندو واند دې له سروب د اوښکو وينو ورېښمين اوب کې دې هسې رنگيني کړي غځونې د غبرگو ارمانو نو په ملتيا کې به دې زازو نا پايه پرتمينې اسطورې کړي غځونې رښتيا به پيلا مه شې د ازادو غورځنگونو چې شعر کې دې ازاد وزن څپې کړي غځونې باور دی، شې لاسبر، پر نا لاسبرو ستونځو نور هم چې ستا د وينې مينې پلوشې کړي غځونې د پاک ايمان د لمر له تلبهاندې سرچينې به تر تله ستا تلپاتې ترانې کړي غځونې!

اکسفورډ،٣-١١-٩٦




جهنمي تورې لمبي

ډېر بوږنوړي واټنونه مې تر شا پرې اېښي ستړي ستوړې منزلونه مې تر شا پرې اېښي چې را پنځلي د مهال اهريمني ارواوو د اور و وينو ناورينونه مې تر شا پرې اېښي نه تش هېندارې مې د زړه، په اسوېليو تتې د اوښکو وينو توپانونه مې تر شا پرې اېښي ما څو څو واره دار رسۍ شلولي ډېر وژنځي مړيستونونه مې تر شا پرې اېښي چې راټوکلي مې بلهارو بېگناهو مينو ها وينې وينې گلکڅونه مې تر شا پرې اېښي جوړ غلغلې ته اسطوره مې وران ويجاړ ښارونه کنډو کپر کلي کورونه مې تر شا پرې اېښي د ځلبلاندو ځلوبونو په منگولو کې ښکېل وچ تندغري بيابانونه مې تر شا پرې اېښي د شنو زرغونو پسرليو د زرغا لپاره نا غوړېدلي شنه خوبونه مې تر شا پرې اېښي چې گلباغچوته د ښايست يې رنگيني بښله هغه رنگ رنگ گل پرهرونه مې تر شا پرې اېښي پکې چې ساه د رڼوبيو د سپېدو چلېده څانگ و سرغوڅي سپېدارونه مې تر شا پرې اېښي تر بري بريد يې لنډولې چې ورېښمينې لارې د مرجانونو بهيرونه مې تر شاپرې اېښي د سبا ښار له نارنجباغه را الوتی مرغه د سليمان د برم تختونه مې ترشا پرې اېښي نېستي مې ليک د سرو پولادو د ويلوب پر سينه سرپو سکڼلي گوگلونه مې تر شا پرې اېښي چې((لن تراني)) انگازو يې فرعونان لړزول هغه فرياد فرياد طور غرونه مې تر شا پرې اېښي زه گناهگار بيا هم جوگه د جنت شوی نه يم که سره او تور غبرگ دوزخونه مې تر شا پرې اېښي د جنگ و جهل و جنايت جهنمي لمبو کې، تور سکاره شوي برخليکونه مې تر شا پرې اېښي!

اکسفورډ، ٢٠-١٢-٩٨



د سپوږمۍ د څڼو سيوری

که داستا پر سورکو شونډو، د پېزوان سيوری پرېوتی خو پر ما ستا د وربل، د شبستان سيوری پرېوتی پر تبجنه سپېره دښته،د څانگغوڅ نيمه خوا زړه مې ستا د ياد د تلسمسور، نارنجيستان سيوری پرېوتی د لمر تندره يې مه بوله،پر لمر ناز پلوري سپوږمۍ خپل دا له څڼو يې د وړانگو، پرجهان سيوری پرېوتی دا ځلا مې سپېدې لوني، د برخليک پر توره شپه بيا چې پرې هسې لارې لارې، نيمروښان سيوری پرېوتی خوري به ماتې اهريمن د، ژوند جگړې په سره ډگر کې پر لښکر د اهورا د، سپين تومان سيوری پرېوتی که اوږده تور واټنونه،شو رالنډ تر بري بريده دا زما پرې د سپېڅلي، پاک ارمان سيوری پرېوتی ترمې ترمې زمول چمن به، مې راتاند شي بيا له سره څه که اوس پر پسرلي مې، د خزان سيوری پرېوتی که رېښې رېښې گرېوان مې، په ياقوتو جړاو ښکاري پرې زما د سورکو اوښکو، د باران سيوری پرېوتی څنگه نه وي چم کوڅې د، سبا ښار تاندې ښېرازې پر بامو يې چې د تخت، د سليمان سيوری پرېوتی جوړ مې سور سمندرگی له،يعقوبي سرامنو سترگو چاويل پرې د يوسف، ښايست کاروان سيوری پرېوتی گرمانه د تورو کړو د، چا بدوردو مې پرغاړه پر ما هسې د تورا، شک و شوپيان سيوری پرېوتی زه راوتی يم مخسوری، د ازمون له سرې بټۍ نه پر ناکړو گناهو مې، د ايمان سيوری پرېوتی لاس پر سر مې پرښتې د، مرگ د ساه د اخېستلو د هستۍ پر بورجلو مې، د زوروان سيوری پرېوتی د تاغوتي تورې ارواوې، راچاپېر له مزدکونو، نه چې بيازماله سره،ديزدان سيوری پرېوتی!

١١-٨- ٩٩

(لمرتندره، کسوف)


گلورينې وينې

د چنار لېچې تر څنگلو وينې وهي يې دارې له منگولو وينې په زمهرير ژمني خوب کې وينې زمول انگورتاک پرځای د ملو وينې پسرلني گلونه نه راټوکي په کروندو کې د سرو گلو وينې مليار يوه اوښکه هم توی پرې نه کړه هسې توی ولاړې د بلبلو وينې په زړه کې وچې شوې د مينې چينې وينو ونه شو ولای، په وللو وينې ځلي د څانگو د بڼو پر څوکو څه گلورينې د گلولو وينې! راته کاسو کې د سرونو راکړې لومړی پردو او هله خپلو وينې گوندې د لمر مزدک ته غاړې وځي لکه رنگين ټال د ويرژلو وينې دا تورې ليکې به شي سرې د ټنډو داچې پرې څاڅي د کاکلو وينې پرې، چې کړي پاڼې د تاريخ رنگينې، دغه د زيار د سرو غزلو وينې!

الزاس(فرانسه)، ١٣-٢-٢٠٠٠