Wb/ps/د ستورو ورا

< Wb‎ | ps
Wb > ps > د ستورو ورا

د ستورو ورا

شعرونو ټولکه


خيال محمد کټوازی


۱۳۸۶ لمریز


ځانګړنې

دکتاب نوم د ستورو ورا ويناوال خيال محمد کټوازی چاپ شمېر ۱۰۰۰ ټوکه چاپکال ۱۳۸۶ ‌ډيزاين حاجي محمد عمر خېل



د انتيرنيټ په مخ ترتيب او ډیزاین کوونکې سمسور حبيبي






                                                   بسم الله الرحمن الرحیم
                                                                                یادونه
                       دغه شعري  ټولګه  مې د۲۰۰۶ع کال په  اوږدوکې د هالند د 
                       روتردام په ښارکې لیکلې ده چې له یوشمېرشعرونوسره مې    
                       پښتومتلونه هم راوړي خو په ځنې شعرونوکې  یې د قافیې 
                       او وزن په خاطریوڅه  بدلون میندلای چې دپاڼې  په پای کې
                       مې بېرته په اصلي بڼه لیکلي دي . 
                                              مادخپلې وسې سره سم زیار ایستلی چې په خپله    
                       ژبه یانې په پښتوژبه شعر ووایم اوکه په ځینې شعرونوکې د   
                       قافیې کمښت نه یم اړ ایستلي نوزیاته  هڅه مې کړې ده چې 
                       دپردیوکلمواولغتونوڅخه ډډه وکړم . 
                                              د دې کتاب شعرونه مې که څه هم  دغزل په شکل  
                       اوبڼه کې راوړې  دې خو منځپانګه  یې توپیر لري ،دشعر د 
                       نوروڅېرو په تېره دنوې  اوآزادشعر په لیکلومې خپل وس
                       اوبخت نه دې ازمویلي .   
                                               دکتاب متن مې پخپله ټایپ کړی دی که کومه 
                       ټایپي تېروتنه ولري او وزن یاماناته یې زیان رسولی وي 
                       نوپه ماباندې بخشنه ولوروئ  
                       زه په شعر وېیلوکې  یواځې د الهام  رول  ته  ډېره  عقیده نلرم   
                       بلکې ددې په څنګ کې زیات لیکل،لوستل اوتمرین کول هم   
                       خورا زیات  اهمیت اوګټه لري  یانې دشعر ناوکۍ هغه مهال  
                       ښه ښکلامیندلای شي چې سینګارته یې زیات پام وشي .        
                                             که څه هم  زه یومسلکي شاعر نه یم  خودخپل ګران
                       هیواد اوسپېڅلیوخلکو مینې اودخپلې  مورنۍ خوږې ژبې
                       پور اوعشق  مې دې ته  اړباسي چې که دخپلې سرلوړې  ژبې
                       په سمندرکې  یوڅاڅکی هم  ور زیات  شي نوحق  به یې یوڅه   
                        اداوبللی  شي ځکه  چې دیوه  توکم  هویت ،موجودیت ،برم 
                       تاریخ،ویاړ اودرنښت تر ډېرې کچې په ژبه پورې اړه لري او    
                       که له دوئ څخه ژبه واخستله شي نوهغوی بیاخپل کلتوري 
                       هویت،ملي جذبې،دهیوادمینه،لرغونې ارزښتونه،تاریخي
                       کارنامې  اوتوکمیزې اړیکې نشي پېژندلای  اونه  دهغوپه 
                       اهمیت اوخوندپوهېدلای شي .
                                                    په درناوۍ خیال محمد کټوازی                                             
                                                                                          هالند روتردام       
                                                                                     ۲۰۰۶ - ۱۲ - ۲۹   








 دخیال محمدکټوازي لنډه پېژندنه 
           خیال محمددعبدلغفارزوئ  په  کال۱۳۲۹کې دپکتېکاد               
                     ولایت دمرکزدښرنې دملکانوپه کلې کې زېږېدلی،لمړنۍ                        
                            زده کړې یې دښرنې دعلي باباپه لېسه کې نورې زده کړې 
                            یې د رحمان بابا په لېسه کې اولوړې  زده کړې  یې دکابل                                                             پوهنتون دابیاتودژورنالیزم په څانګه کې پای ته رسولې . 
                                        له ۱۳۴۹کال څخه یې دراډیوافغانستان دخپرونوپه
                              ډېروبرخوکې کارکړی دی ،په۱۳۵۵کې دراډیودخپرونو  
                             دلوی مدیریت  مرستیال په۱۳۵۷کې دراډیوتلوېزیون د
                             وزارت معین اودسولې اوپیوستون  ریس وو. 
                                         خیال محمد کټوازی د۱۳۵۸کال په پیل کې داطلا
                             عاتو اوکلتور وزیر وټاکل شوخودهمدې کال دجدې په  
                             شپږمه نېټه په افغانستان باندې دشوروي اتحادله خوا                                                                یرغل وشواوخیال محمدیې سمدلاسه زندان ته ور ټېل 
                             واهه چې دشورویانوداستعمارپه ټول دوران کې دببرک 
                            کارمل دڅرخي پله په زندان کې څه ناڅه  نهه کاله بې ګنا                                                              کوټه قلف ساتل شوی وو  .


                                        په۱۳۶۷کال کې څرنګه چې شورویان له افغانستان 
                             څخه په زورشړل شوي وودډاکتر نجیب دملي مصالحې
                             په دوران کې دنهه کاله زندان له تېرولو څخه  وروسته د
                             نوروزندانیانوسره یوځای راخلاص شو،یوکال وزګار ؤ 
                             اوبیایې  دباندنیوچارو په وزارت کې لمړی  دسلاکاراو  
                             ورپسې یې دمعین په توګه دنده درلوده،په ۱۳۷۰ کې د                                                                سفیرپه توګه دلیبیا هیوادته ولاړ اویونیم کال وروسته 
                             دجهادي ډلوټپلودخپل منځي درنو جګړوپه وخت کې د 
                              دهالندهیواد ته مهاجرشو .
                                             خیال محمد دهمدې کتاب په ګډون درۍ شعري 
                              کتابونه لري اوله ۱۳۴۹څخه تر ۱۳۵۷کال پورې دهیواد                                                          په ځینوخپرونو په تېره  بیاپه  راډیوکې  لیکنې او څېړنې 
                             لري  .
                      









                                                                                  پښتو
                                     ځوانه که پښتو وايې نو ښه پښتو به وايې 
                                                                              دغه دجنت له خواتوښه پښتوبــــــــه وايــــې 
                                     ته د درنوغرونوپه لمنوکې لوی شوی یې
                                                                              سپکه خوبڼکه ده،درنه پښــــتو بـــــــه وايې
                                     ښه يې له پرديوزیږوتوروڅخه وچڼه 
                                                                             ستا ژبه سپېڅلې ده سوچه پښتو بـــه وايې
                                     داد ګلو ونه چې وطن پرې ښکلی شوی دی
                                                                              څانګې ورنه مه شکوه نګه پښتـــو به وايې
                                     اوس يې چې ګرېوان ته تورلاسونه ورلوېدلې دې
                                                                              ښه په لمن پاکه پښتنه پښــــــــــــتو به وايې
                                     ژبه خوپسول ده د ولس دښکلا ناوې ته
                                                                              ګل غوندې سمباله په ګاڼه پښتو به وايې
                                    ځنې غمازان يې د اوګرې غوندې لړي سره
                                                                             ستا څخه مې هیله ده خوږه پښتو به وايې


                                     بیايې دنړۍ له سترو ژبو سره سیاله کړه
                                                                            ځانته که افغان وایې کـــــره پښتو به وایې
                                     ښکلې امېلونه دشعرونو ور په غاړه کړه
                                                                         «خیاله» ښه مهینه ښایستـــه پښتو به وایې 
                                                                                                                                        
                                                                                                                          
                                                                                واګې
                                       ګردچاپېره مې راګـــــــرزوې ګـــــردابـــــــــــه
                                                                                   لا تــــــــــــرڅومې څرخوې دغم دریابه
                                       د وطن دمینې اورته چــــې کــــــړېــــــــــــــږې
                                                                                   ته زمـــــــــادزړګي غوښه یـــــــې کبابه
                                      هرمطرب مې شرنــــــــګوي دزړه تـــــــــارونه
                                                                                   ستاپه شانې وچ لرګی شومـــــــه ربابه  

                                      اوس غبارد ناپــــوهــــــــــــــــي راپسې ګرزې
                                                                                    چې مې غېږې ته پناه دروړه کـــــتـابه
                                             دژوندواګې مې دعشق په ولــــــــکه ولاړې
                                                                                     له اورمېږسره مې څه غواړې تـــــنابه
 
                                       لکه شپه چې پـــــه رڼــــاورشـــــــــــــې زړښته
                                                                                     زه دې وایستمه هسې لـــــــه شــــــبابه
                                       مادعشق په نوم خپل سرپه لاس کې در ووړ
                                                                                      تا په پڅه توره غوڅ کړانقـــــلابــــــــه
                                        چې د«خیال »په سرکې شوراومستي ګورې
                                                                                     ستادزړه په شان مستي لري سیلابه


                                                                                      راځه
                                              دواړه سترګې دې لږتورې کړه راځه
                                                                                         امېلونـــــه دې درپـــــــــــــورې کړه راځه
                                              یووار بیا دبڼوبریدراباندې وکړه
                                                                                          دزړه ستــــــنې مې نسکورې کړه راځه
                                              له تندي دې دلونګوخوشبويي ځي
                                                                                         تورپـــېکی دې دورې دورې کړه راځه
                                              که زمادزړه توتي په دام کې ساتې 
                                                                                          دازړې لومې دې نـــــــــــورې کړه راځه 
                                             چې ځواني دې په نظر نشي له مانه
                                                                                           غوړې څڼې دې لږ ســـپورې کړه راځه
                                             که د«خیال »د اوسېدوخونې ته راشې
                                                                                            دروازې درســــــره پــــــورې کړه راځه





                                                                                  د اکبر توره
                                             دغم برخې مې لیکې قلمه ولې   
                                                               پام دې نه را باندې نیسې ګرمه ولې
                                             چې پخپله یې پتنګ په اورستي کړ
                                                                      ترګهیځه پورې ژاړي شمعه ولې
                                              داکبر دلاس وسله چې اوس خرڅېږي
                                                                      ډک بوړی به دمېړانې ږدمه ولې۱
                                             چې  په خوله باندې مې نوم دهیوادراشي 
                                                                           تربڼولاندې مې ګرزې نمه ولې
                                             دوطن د ویاړ شمله مې راکوزېږې
                                                                        لا تر اوسه نه ماتېږې زغمه ولې
                                             ستاپه چوف کې خومې تللي وونذرونه
                                                                   هرسرکوزې ته دې اړکړم دمه ولې
                                             په هیوادکې مې دوینو باران اورې
                                                                        زه به ناست یمه دبل په تمه ولې
                                             د«خیال »زړه خوڅه کوربه دهرشي نه دی
                                                                 تل ترتله پکې مېشت یې غمه ولې
                                                                                                     
                                                              -------------------------------
                                                                                            ۱:بوړی =توپک  (دتوپک یوډول دی چې پخوا
                                                                                          یې ډېراستعمال درلوداوتر نورو ګرانه هم وو .)
                                                                                          په پښتولنډیوکې ډېر یادېږي  لکه :
                                                                                           تردابوړي توپک دې جارشم
                                                                                            تړلی تا دی کږه زه له خیاله ځمه                                



                                                                                د ستورو ورا
                                      ګلشن په ګلوښکلی دی کېډۍ ورڅــخه مه وړه 
                                                                          چمن یې رنګین کـــــړی دی غوټۍ ورڅخه مه وړه
                                      په دښته دآسمان کې یې رڼــــا لــــــــــګې تورتمه
                                                                           د ستورو د وراناوې ده سپوږمۍ ورڅخه مه وړه
                                      دسیندپه غورځنګونوکې مستي یې دزړه هیله
                                                                           کبــــــان ورڅخه  مـــــــه وژنه هیلۍ ورڅخه مه وړه

                                      دا غشې دلینـــــــــــــــدیوڅخه وبــــــــــاسه صیاده
                                                                           بیدیاورسره ښه برېـــــښې هوسۍ ورڅخه مه وړه
                                      نسیم دپسرلي ورسره لــــــــــوبــــــــــــــې کوي بازه
                                                                           دازرکې دې که زاڼـــــــــــې توتکۍ ورڅخه مه وړه
                                      ادم چې په دې ځمکــــــــــه خلیفه د الاهــــــــــــي ده
                                                                          دژوند ښکلې توښه یــــــــې دا نړۍ ورڅخه مه وړه


                                      ترڅوبه په دې غرونودتـــــاسیوری ګرزې دېــــــــــبه
                                      د«خیال» دزړه دمینې ښاپـــــــــــېرۍ ورڅخه مه وړه



                                                                               لایې مږه بولي  
                                         «یومتل دی وایي مکړه هغه منډه        ۱
                                                                چې لمن دې شې په کلې کې بربنډه»
                                          دمېړانې دې کمی نشته افغانه
                                                                      خوغمونه دې لیکلې دي په ټنډه
                                          «چې په لاس باندې وازیږي څه حاجت دی  ۲ 
                                                         چې په خوله یې خلاصوې تړلې ګنډه»                   
                                         غلیمانوموبیاتي په لاس نیولې
                                                                    له هرلورې غوڅوي دوطن څنډه
                                         «لاتراوسه پورې مږه ورته وایي    ۳
                                                                دپټي ریشکه یې وخوړله غونډه»
                                              ستا له هرنګه ښېګڼوڅخه تېریو  
                                                                خوداغله دې بېرته وباسه ګاونډه                 
                 
                                              چې په تورودې وهو ویجاړبه نشې  
                                                                کلک ولاړیې دافغان دلارې خنډه             
                                              چې یې برخې له ازله راوېښلې
                                                     خدازده څه شوه دپښتون دنصیب ونډه


                                              «ستا دپوهې په سمندپورې  یې اړه   ۴
                                                   چې دبخت بګۍ به څوپوري وي رنډه »۵ 
                                                 که هرڅودې تشوو نه خالي کېږې
                                                              لاتر پیڅوپورې ډک یې د ویرډنډه
                                              دزړګي دخندا ګل مې نه غوړېږې    
                                                          په هرمټ باندې مې بارده دغم پنډه
                                               ستاله پت سره به پایود«خیال » ژبې
                                                       دپښتون دتوکم مورې مه شې کونډه
                                                                                    ۴
                                                           ..........................................................................                                                                     
                                                                           ۱: وایي مکړه هغه منډه چې سومبۍ دې شي بربنډه
                                                                           ۲: غوټه (ګنډه)چې په لاس خلاصیږي  خولې ته
                                                                                څه حاجت دی  .   
                                                                           ۳:دپټي ریشکه یې ټوله وخوړه دوئ یې لا مږه بولي   
                                                                            ۴ : سمند =   آس = نیلی  (د آس یو ډول دی)
                                                                            ۵ : رنډ=نه منونکی=ځېل کونکی=رېنګه کونکی   
                                                  
                                                                








                                                                                                                                  خطر
                                         

نصیب وکړې هسې چارې په ماباندې

                                                               وبه نـــــــکوي انګار پـــــــــــــه وچې سپاندې۱
                                     

دعزت کالي مــــې کــــــــاږې لـــــه بدنه

                                                               په لغتو مــــــــــې وهـــــــــــي راپورې خاندې
                                       

زه له شرمه چاته حال وېـــــــــیلی نشم

                                                               برچه پک دي خدازده څه راباندې کاندې
                                      
تش زګروی کــــولی نشمه سخـــتي ده
                                                           چې ټټرمې شـــــــو د اوښ تـــــرسینې لاندې
                                    
 دواړه لاس مـــــې راتړي په ځنځیرونو
                                                             ټېـــــــــــــل وهي مې د اجل په لور وړاندې
                                           
 د رباب اودشپېلۍ نغمې سړې شوې
                                                             اوس په هره خواکې چیغې دې یاساندې
                                    

مـــــورې پــټه خوله دې ونیسه خطردی

                                                           نورد«خیال»په قبرمه شکوه غړواندې۲
                                                                    --------------------------
                                                                                         ۱ : سپانده   = سپېلنی  
                                                                                       ۲: غړواندی  = غړوندی = غاړ




                                                                                دفکرکجاوه

دیدن ته دې راغلی یم ماڼۍ ته مې درپـــــــرېــــــږده په څنګ کې به دې کېنمه نالۍ ته مې درپـــــرېږده۱

پوهېږم چې په سترګوکې دې شرم ځای نیــــــــولی مجبوریم درته ووایم خولګۍ ته مې درپرېــــــــږده

که داغوښتنه ګرانه وي نوخوادې بده مــــــــــــه شه ګرېوان ته دې لاس نه دروړم تڼۍ ته مې درپرېږده

که لږ پسې درتېرشمه دښکــــــــــــــــلې مخ له پولې دزنې ترمڼې لاندې غــــــــــــــــړۍتـــــه مې درپرېږده

دزلفـــــــوله هـــــــــــرټـــــــال سره دې فــــــکر زنګومه چــــــــې زړه درسره وتړم کمڅۍ ته مې درپــــــرېږده

داټـــــــــولـــــې مې که نه منې نو وه بدرۍ جــــــمالې د اوښکوله باران سره سولګۍ ته مې درپرېــــــږده

دفکـــــــــرکجــــــــاوه مې د واده په اوښ سپـــــره ده د«خـــیال»سپېره نصیبه ناوکۍ ته مې درپرېــــږده ۱۲


۱ : نالۍ = توشکه


                                                                            مرغلرې
                                           که لرې رانه پاته دې که برې رانه پاته
                                                       دزړه دواړه ټوټې مې برابرې رانه پاته
                                           په ځالودګوربتوکې چرګوړې مېشته شوې
                                                     دچتکوپه منګولوکې کوترې رانه پاته
                                           پردیویرغلونوکړم له ساندوسره روږدی 
                                                         له ډول اوله اتڼ سره سندرې رانه پاته
                                            نسیم یې له پلوسره خوځښت کولای نشو
                                                    دږیروپه تاړاک کې خیالیګرې رانه پاته 
                                            نږدې ورته ورتلای نشم له زهرو یې وېرېږم 
                                                    په ستونې دښامارکې مرغلرې رانه پاته
                                            واټن دپردېسیومې دهیلوزمری وژنې         
                                                           وطن مې ترغدیولاندې لرې رانه پاته                       
                                            له تېکې څخه توره مودبل په امر وزي              
                                                                    بدله زمانه شوله ډغرې  رانه پاته
                                            د«خیال »دزړه شاهین دی دهواپه لټه پایي
                                                      دښکارپه تورولوموکې وزرې رانه پاته


                                                                                                          ۶
                                                




                                                                                    پرتله
                                      خال دې پاچا تندی وزیر زلفې لښکرې
                                                                    په هیوادونودې ولکه ده زورورې
                                      خوله دې دربارغاړه دې ارګ سینه دې تخت ده
                                                                 دواړه لېمې دې پیره دارې بختورې
                                      مخ دې سپوږمۍ ځواني دې لمرخالونه ستورې
                                                                 ستادښکلاډېوې بلېږې خیالیګرې
                                      وربل دې دام څڼې دې لومې د ورېښمو
                                                                        زمادزړه بوراخومه نیسه دلبرې
                
                                                                              ۱۳
                                         رنګ دې ګلاب ونه چنار بوی دې دمشکو
                                                           نوم دې په درسته نړ ۍ تللی مرغلرې
                                        څڼې دې ړنګې کړه زمادمټ له پاسه
                                            «په خوند دې نه یمه په خرپ دې یم ګاځرې» 
                                        زړه دې انګارګوګل نغری مینه دې اورده                    
                                                                         مایې لمبو ته کړوې د لرې لرې
                                        زمادزړه ستنې به ړنګې کړې له بېخه
                                                                    که دې راواړولې سترګې مرورې
                                       خوله دې غوټۍ خندا دې ګل دیدن دې باغ دی
                                                              دعشق بلبل مې غږوي درته سندرې
                                        د«خیال » له پام څخه به ولاړې نشې دواړه
                                                               دتادسولې ښایسته سپینې کوترې


                                                                                  ځونډی
                                               اوردمینې راکړه چې لوګی دې شم
                                                              وچ به دې نظرکړم سپېلنی دې شم
                                               خوله خودې پېزوان په اجاره یوړه
                                                  لاس دې رانږدې کړه چې بنګړی دې شم
                                               څڼې دې  زماترملاوپېچه
                                                                     ځان راسره وتړه مېږوی دې شم
                                               ښه مې په کتوکتوکې وڅاره
                                                              ستازمریوسترګوته کبلی دې شم۱
                                               تاخو په ګلونوزړه بایللی دی
                                                                   راشه چې دهیلوپسرلی دې شم   
                                               پاس مې د وربل په څوکو وټومبه
                                                        ښکلې چې په څڼیوکې ببری دې شم
                                               اوسم به دمشکوله وږموسره   
                                                          یاره که په غاړه کې ځونډی دې شم
                                               «خیال »په ګودرونوباندې ګرزوه       
                                                   پرېږده چې په سرباندې منګی دې شم
                                                                                                 ۱۵
                                                               ---- --------------------------
                                                                         ۱: کبلی = دهوسۍ زوی = آهوبره    




                                                                                  دکورګټې 
                                                که دزړه دمینې رازغواړې دچټې     ۱
                                                   کیسې ټولې دې له اوښکوسره پټې
                                                «نڅاګره چې نڅاکولی نشې           ۲
                                                            وایې مځکه لاکږه وینم له سټې»   
                                                چې له شوقه به په لاره سمې نه تلې
                                                        په دې ښارکې پاک لمنې اناوټې۳
                                                خپلوښکېل کړو دپردیو په دامونو
                                                         کنه موږخودرلودلې پخې مټې
                
                                              «که یې لاستی له خپل ځانه څخه نه وای۴
                                                                           تبرڅنګه ماتولې ونې غوټې»       
                                
                                              هم یې لاس زما په وینوباندې سره دي
                                                                     هم به  وړمه دقاتل د وبال څټې۶
                                              « اوس دیوې سپږې لپاره چې لري یې۵
                                                ټول پوستین په اورکې غورزوي دالټې»      
                                
                                              نه یې ګورمه ښارونه بې خطره
                                                                   نه زماجونګړه پاته شوه دخټې


                                              دپردوترمنت لاندې مه شې«خیاله »
                                                      «دلاهورترګټو ښې دې دکورګټې»۷ 
                                                                                             ۱۷
                                                                  ----------------------------------------------
                                                                     ۱:چټه :په وزن د«لټه»= مسته =ښایسته =خیالیګره .   
                                                                          دپښتوپه لنډیو کې ډېر دود لري لکه :                                                                           
                                                                          چې کته ځې خال ته مې ګوره
                                                                                           دهندوستان دچټونشته شنه خالونه
                                                                     ۲:نڅاګره چې نڅا نشي کولای وایي مځکه کږه ده
                                                                      ۳: اناوټ =د بل د اوږوبار= اړ =محتاج =بېوزله
                                                                     ۴: ونه وایې که مې لاستی له خپله ځان  څخه نه وای 
                                                                           نو چانه شوم ماتولی  .
                                                                       ۵ : څټه =جوال=بورۍ= بوجۍ=وری= توبره
                                                                      ۶ :دیوې سپږې له پاره ټول پوستین په اور اچوي 
                                                                        ۷ :  دکورګټې دلاهورګټې دي










                                                                               خیال غواړې
                                            زړه مې پارېدلی دی وصال غواړي
                                                            ښه یې په ګانه باندې سمبال غواړي       
                                            ځان پرې کړوي  دکباب خوۍ لري                                       
                                                             داډېوه پرست پتنګ مشال غواړي
                                            پرېږده چې توبې ورسره ماتې کړم
                                                        مسته په سروشونډوکې وبال غواړي  
                                             بیابه مې دزړه خونه روښانه شي
                                                                 یارمې دتندي دپاسه خال غواړي
                                          اوس مې په کوګل کې غبارونه دي                      
            زړه مې داشنا دمخ مشال غواړي
                                               بیامې دابدرنګه صیادڅاري نن
                                                             سرمې غوڅوي راڅخه مال غواړي  
                                              «خوله یې دګیدړې شخوندداوښ وهي »  
                                                                ځکه له افغان سره جنجال غواړي
                                               بیالکه ژوره د،رګ وینې څښي
                                                             توره خپکۍ ګوره موږوال غواړي
                                               حق ته خو اورونه ګلزارونه شي
                                                       ژوندمې د انګار په لورې ټال غواړي         
                                              روږدی شوپه وینه د انسان باندې
                                                 بیاخوني ښامار راغلی «خیال » غواړي




                                                                                           داشعرمې لا پخوا لیکلی وو.
                                                                       مجبوري
                                          کډې وتړۍ زامنو سباوون دی
                                               اوس زموږ له خپل وطن څخه بېلتون دی
                                          کلی کوراوهدیره موپاته کېږې
                                                       مجبوري ده په سفرباندې مویون دی
                                          له آمونه شورویان راپورېوتې
                                                             نن په ټولواولسونوکې پاڅون دی
                                          خوداپورې پاکستان ته پناه وړمه
                                                         غم ځپلی زړه مې ځکه ځګرخون دی
                                         دشمال اودسهیل په منځ کې ښکېل یو
                                                       ددوئ دواړو دافغان په ضدتړون دی
                                         «سپي په خپلوکې که څومره سره وران شي
                                                              خوفقیرته بیادټولوپیوستون دی»
                                          زویه ګوته په ماشه نیسه په لارې
                                                            دهیواد دآزادۍ په نوم موتلون دی
                                          دقصاب چاړه په لاس کې چلوي یې                                                                                                                  «خیاله » څرنګه ونډۍ ونډۍ پښتون دی                        
                                                                       
                                                                              
                                                    
                                    
                              



                                                                            دبخت هنداره
                                              چې هرچېرې لټومه ښکلی یار
                                                              مخامخ راته راڅېرمه شي اغیار
                                              خپلې ډکې خزانې ته چې ورځمه
                                                                ترې چاپېره وي دبل کلې ښامار
                                              که هرڅویې پرېمینځم دبخت هنداره
                                                           سر په سر ورباندې ګرزي تورغبار
                                              زه دکلې په ناورین باندې خپه وم
                                                   اوس به څه کړم ورانوي مې غلیم ښار
                                              «نن خوتش دموږ له څنګه سره تېرشو
                                                              زه وېرېږم چې دا لاره شوه دمار»۱
                                              چې رقیب بایدپرې خپله ځړېدلای
                                                                   نصیب موږ ته درولی هغه دار
                                              سپېره منی ورنه ښه ګڼمه «خیاله » ۲                                           
                                                                         که په وینو وي لړلی نوبهار


                                                          --------------------------------
                                                                     ۱:  وایي له دې څخه نه ډارېږم چې مارمې له څنګه  
                                                                       تېرشو بلکې له دې وېرېږم چې دابه یې لاره شي  .       
                                                                      ۲ : منی  = خزان





                                                                                          لونګ 
                                                 که هرڅومره یې سیالان ګڼي بدرنګه
                                                              ماته ښکلې له هرچاده شوخه شنګه
                                                 دسرسترګې مې کږې ورپسې اوړې
                                                    چې دپړک غوندې مې تېره شي له څنګه
                                                «خوندیې ښه دی راتله یې » زما ونډه
                                                                         چې لرې یې داشنادمینې بنګه   
                                                په تومت دعشق یې زه په اورکړېږم
                                                               خوپه غاړه کې یې ته زانګې لونګه    
                                                لکه موج د اباسین چې په موړوځي
                                                                   مسته هسي وي روانه ړنګه بنګه     
                                                ماته برید دسپینوتوروراپه یادشي
                                                                چې دې اورم دلیلادبنګړو شرنګه    
                                                 «خیال»د زړه په هغه رنځ باندې اخته شو 
                                                               چې یې واخست دتېروبڼوله جنګه
                         






                                                                                دنیل ناوې           
                                          مړاوی شانته ګل یم له پرهاره سره اوسم
                                                             اوس چې دازغیوله بهاره سره اوسم
                                         مینې زمابرخه په اورونوکې لیکلې
                                                            غوښه دکباب یم له انګاره سره اوسم
                                          نن یې ترملاپورې بمونه راتړلې
                                                  څه ساده پښتون یم له هوښیاره سره اوسم
                                          خپله پیمانې وهي په ماباندې مرچلې
                                                     ځوان دلوړوغرونو یم له ښاره سره اوسم
                                          ښه ګېډۍ دګلووم راولوېدم له څانګې 
                                                                   یووړمه باروتوله غباره سره اوسم 
                                           بیالکه دمصرناوکۍ دنیل څپوته  
                                                     ونډه دتوپان شوم له سینګاره سره اوسم                                   
                                           «برخې ازلي دې نه په زور نه په زاري دې»
                                                                       زه ازل رټلی له ښاماره سره اوسم
                                           پښ یم ټکولی دزرګرله بټۍ وزم
                                                          تش په تصورکې له رخساره سره اوسم 
                                           خپله دانګورپه شان له تاکه څخه شکېږم
                                                          نوروته  په جام کې له خماره سره اوسم
                                           ګرزي هر صیادراپسې ولې مې په غشو
                                                          زه دتوتکۍ غوندې له ډاره سره ا وسم
                                            اوس خوچې ګیدړه له زمري څخه باج اخلي
                                                     پېښي مې اړباسي چې له واره سره اوسم
                                            ویاړم چې تر اوسه لادخپل طن په مینه   
                                                             اوښ غوندې تړلی له مهار سره اوسم             
                                           «خیاله »ځان بدل کړه زمانې په اوښتودې
                                                    څوبه لاپه خوب کې له ټینګاره سره اوسم 
                                                                              دفلک مېچنه
                                                      دلامبوپه نمت راغله هغه لوړه
                                                                   ډنډپه خپله غېږ کې ونیوه لغړه
                                                      بخته ماسره دې څه تربورګېني ده
                                                                   چې یې نه بولې زما د یارۍ وړه
                                                      دآشنادشونډوسرې سکروټې ګوره
                                                                زمازېړ زبېښلی رنګ ورسره تړه
                                                      لاترڅوبه لاس ترزنې ورته ناست یم
                                                              چې مې ګرزي په هر بڼ دغبار لړه
                                             «یو متل دی وایي ښه ده په عمل کې ۱
                                                                   له پراته زمري نه ګرزنده ګیدړه»
                                             ځوځ خونه یم چې ازغي په غېږ کې ساتم
                                                                   دباغ ګل یم له وږموسره مې اړه
                                             زماسترګې لکه غلې ورپسې اوړي
                                                          چې تېرېږې مې له څنګه سره غوړه۲ 
                                             څوچې ګرزي دفلک مېچنه هسي
                                                            دپښتون دبخت اوګره به وي ناوړه
                                             د رتبې دشوق په تمه دې زاهده
                                                                     دمذهب ښکلې لمنه کړه ککړه
                                             په خوځښت دزمانې کې معجزه وه
                                                      چې یې ماته کړه دخیال دنصیب  دړه 


                                                        ------------------------
                                                                                  ۱ :  تر پراته زمري ګرزنده ګیدړه ښه ده
                                                                                  ۲ :  غوړه = ښکلې = ښایسته
                                                                            اورلوبه
                                             هسې چارې دې راوکړې مینتوبه
                                                            چې اوس ګرزمه رسواله لېونتوبه 
                                            که هرڅوژور ویده یمه هیواده
                                                             ستاتوده مینه مې وباسي له خوبه  
                                            هسې رنګه دې غمونولوغړن کړم
                                                     چې مې اوښکې شولې وینې له زووبه۱        
                                            روغ زړګی مې ستادمینې له بابته
                                                                په ګوګل کې نه ځایږي له پړسوبه
                                            ښه ځواني مې دپتنګ غوندې لوګی شوه
                                                     چې مې وکړه ستاله عشق سره اورلوبه       
                                            سر اومال به زما دواړه درنه جارکړم
                                                             که مې ستاپه مینه تنده شې خړوبه
                                            خیاله پاڅه دتکل نیلی په زین کړه
                                                                    مېړني خونه ډارېږي له سرکوبه
                                                                                                  ۲۸                     
                                                              -------------------------------
                                                                                   ۱: زووب (زهوب)=ګزک=التهاب =خوړین   
                                                                                    =  انفیکشن  .  (هغه ګزک  او التهاب چې
                                                                                      له ټینګې وینې سره له ټپ څخه راوزي  .) 





                                                                                   پردېسي
                                             چې دبادغوندې مې تېره شوې په څنګ
                                                       زمازړه درپسې درومي په غورځنګ
                                             هسې رنګه خوشبویي دې ځي له زلفو
                                                              نه یې مشک لري نه عطر نه لونګ
                                             دا ځواني چې ته لرې دچنار ونې
                                                                          مابه وباسې له کلې نه ملنګ
                                             دکاروان بهیربه پټ په غرونو ولو  
                                                 چې وانه ورې کوم یوغل دجرس  شرنګ
                                           «غوښې ټولې دخانانوپه خوراک ځي ۱
                                                             په هډوکو یې دسپیو سره جنګ »    
                                           هغې سپینې زما ږیره کړه راسپینه 
                                                   چې وربل یې شوپه مخ باندې راړنګ
                                          دښرنې وچې دښتې مې یادېږي
                                              پردېسي ده په یوروپ کې مې زړه تنګ
                                          «اوس له پېښې څخه تېښته وایي نشته»۲    
                                           «چې مې یوپلوته پړانګ دی بل ګړنګ»۳ 
                                          خیاله بېرته دخوشحال تورې ته لاس کړه
                                                        چې دې بیا په کهاله راغی اورنګ                                
                                                                                         ۳۰
                                                  ------------------------------------  
                                                                ۱:غوښې خانان خوري په هډوکو یې د سپیوجنګ وي
                                                                  ۲: له پېښې تېښته نه شته                                                                  
                                                                  ۳ : یوې خواته پاڼ بله خوا پړانګ دی


                                                                                  چاودنه                     

سپېدو وچاوده په پای کې رنــــــګ دشپې هره خـــــــــــــــــــوایې رڼا ګانې کړې خورې لاګلابوخپل تــــــــــــــاجــــــــــــونــــــــه سمول چې خاټولــــــــــــــوپه سر جګې کړې شملې دګلپاڼوپـــــــــــه لمــــــــــــــــنو اورېــــــــــدلې مـــــــــــــــرغلرې دشبــــــــــــــــنم رڼــــــــې رڼې د وږموڅپې نسیم په غــــــــــــېږ کې یوړې ور وېښــــــــــــلې یـــــــــــــــــې بلبلو ته ولجې چنارونوتر نظرلاندې څـــــــــــــــــارلـــــــــــې چې ترې لاندې غوړېـــــــــــدلې وې غونچې په شنېلیوکې لګیا وو بـــــــــوۍ دمـشکو له ګـــــــــــــــــــــلاب ســره سینځلې نڅېدې پلوشود ونــــــــــــــوڅڼـــــــــــــــــې ږمنځولې په لښــــــــــــــــــتیوکې اوبــــــــــــه رابهېدې دګهیځ شمال یې څانګې ښکــــــــــــــلولې له غوټـــــــــــــــیوسره پاڼـــــــــــــــې غوړېدې په هرګوټ کې ګودرونه وو دپېــــــــــــغلو پنډېدلې پــــــــــــــــرې دکـــــــــــــــلې پښتنې چې ناڅاپه توغــــــــــــــندی دغلیم راغی لور پـــــــــــه لور باندې یې تیتې کړې چرې دچڼچوڼو پرهارونـــــــــــــه یـــــــــــې څیرل له تــــــــــــــوتیــــــــــــــانوڅخه وینې څڅېدې



دچالاس او دچاسر ورپورې نـــــــــــــــه وو ښکلې نجـــــــــــــــــــــونې په ټپونوکې پرتې پټول یې خپل زخمونـــــــــــــــــه په منګولو دګـــــــــــــــــــودرغاړې په وینو باندې سرې توتکیو ورتــــــــــــــه ســـــــــانـــدې غږولې له غوغــــــــــــــــا ســــــــــره په غم کې ګډېدې خیال چې ولید دغه ویردباغ په منځ کې دواړه ستــــــــــــرګـــــــــــــې یې ترپایه ژړېدې












                                                                               دمحبوب علي د ښکلې  شعر په اقتفا     
                                                                                    تصویر
                                   بخته په دې مړاوې ګل کې بېرته ښکلا واچوه
                                                      بیاپه دې ویده بدن کې مسته اروا واچوه
                                   ناوې دوطن به بیا دحسن پسول واغوندي
                                          ته یې په سپین مخ باندې رنګینه برېښناواچوه 
                                   زه به دغزلو مرغلرې ورته وپېیم
                                                              ته ددې څېرې دپاسه سپینه رڼا واچوه       
                                   لمردپیوستون به دخیبردپاسه وخاندي
                                                                      ته پکې زرینې پلوشې د وفاواچوه
                                  زه به یې د درستوکړاوونوکیسې ولیکم 
                                                                ته پرې دخټکودشعرونوغوغاواچوه
                                  ستانه یې ټپونوته پټۍ غواړم طبیبه
                                                              لږ پکې افغان ته د یو والې دوا واچوه 
                                 راشه دژوند باده په دې ونوکې راوګرزه
                                                           بیاددغه بڼ په وچوڅانګوکې ساواچوه  
                                 بیابه رنګینې دپسرلیو ورته راشي
                                                               ته یې په ګلونوکې وږمې دسبا واچوه
                                  خیال ته یې چې نوم افغانستان ترښکلوښکلی دی  
                                            ته په دې وجودکې بېرته ښه پښتونخوا واچوه
                                                         
                                                                                        
                                                                                پرتم ځي
                                            «که په لاره باندې مار په هر رقم ځي۱
                                                   خپلې سوړې ته چې ورسېږي سم ځي»    
                                            که یې هرې خواته اړومه څوکه
                                                                      برابرمې دوطن په لورقلم ځي
                                            زه پوهېږم چې پخپله ورسره یې
                                                                 تابه څه کوم زاهده چې پرتم ځي
                                            « توره شپه به بې له چرګه هم سباشې»۲
                                                      نوریې خوښه ده په سمه که په چم ځې       
                                            نن خوپورته دمریخ په تندي پل ږدي
                                                                      دلته ولې بې ګودره لا ادم ځي
                                            زه به چاته فریادونه رسومه
                                                    چې مې بیاله خپلې غېږې نه صنم ځي
                                           نوریې نشم  په سینه کې تم کولی  
                                                         چې دزړه له زولنوڅخه مې زغم ځي 
                                           دپردوپه اوږوته راغلې سایبه
                                               اوس به خیال له خپله کلې څخه ګرم ځي


                                                      --------------------------------
                                                                            ۱:  مار که هر څومره کوږ  روان وي ،خپلې
                                                                               سوړې(غار،سوري)ته ځان سیخ کړي   .
                                                                             ۲: بې له چرګه هم شپه سباکېږي  .
                  




                                                                                  لاسکتویه
                                                                
                                        دلته به څوک نه وې چې یې بــــــــــوږې نــــــه وې غاړې
                                          ټول پـــــــــــه دغــــــــــه کلې کــــــــــې له غمه څخه ژاړې
                                        وایي«تــــــــــــــر وژلې ورور پرې اېښې ګومل ښه ده»۱
                                         کـــــــــــــور اوکلی پــــــــاتــــه زموږ کډې ورنه ولاړې
                                        دغه یـــــــــــې انصاف وودجهــــــــــــاد دمخــــــکښانو
                                         وګـــــــوره دښارکوڅې یې څرنګ کړې ویــــــــجاړې
                                        څه مشکل صیاد ته چې یــــــــــې ولې په لیــــــــــندیو 
                                         ویرخوپه کوترودی چې ځالې یې شـــــــــــوې شاړې
                                        بل ته خویې لاس په سلامي نــــــیــــــــولـــــــی پورته
                                        دلته یـــــــــې له موږســـــــــــره دخـــولې خبرې لواړې
                                      څوبه لاسکتویـــــــه ځــــــــــو دبـــــــل تــــرحکم لاندې  
                                      ځوانه که ښــــــــادي غواړې لستـــــوڼې به درنغاړې 
                                      «فیل که چېرې مـــــړ شې بیایې هم په زنګانه کې۲
                                      یومتر اوبـــــــــه خـــــــــــولاپـــــــــــــه کچه وې ولاړې» 
                                    دی خودې پښتـــــونه پـــه اتوم باندې سمبال کړ   ۳
                                     خپله دې له سرڅــــــــخـــــــــه تـــــړلې دي ریــــــتاړې
                                 وینې به دې زبېښي دژورې غـــــــــــونـــــــــدې ګله
                                څویې چـــــــې ونه بـــــــــــاسې لــه خپلوغوښو داړې
         
                                 هسې به له شګوڅـــــــــخه پـــــــــــړې ځـــــــانته اوبې
                                 سرپــــــــــه زنـــــګون ناست یې دباباپه توره ویاړې   
       
                                 ستاپه اراده پــــــــــــورې هـــــــــــــــم اړه لـــــــري خپله 
                                  خــــیاله «په هغه باندې به واوړې چې یې غواړې»۴           
                  
                                                                          
                                           ------------------------------------------
                                                            ۱:تر  وژلې ورور پرې ایښې ګومل ښه ده .  
                                                          «ګومله دپکتېکا د ولایت یوه تاریخي ولسوالۍ ده . »
                                                      ۲: فیل که مړشي بیا یې هم په زنګانه کې یو متر اوبه ولاړي وي   .
                                                     ۳ : دپاکستان داتوم پلار قادرخان نومېږي  چې په خټه پښتون  
                                                         اوله ایران سره یې هم په دې برخه کې زیاتې مرستې کړې وې
                                                       خواوس دیومجریم په شان ترڅارنې لاندې ژوند کوي   .
                                                          ۴ : چې غواړې په هغه به به واوړې .     
                                                   






                                                                             کوکارې
                                              چې په مایې لګوې دناز نوکارې
                                                        له تندي څخه مې وینې وهي دارې
                                              دابهیر به دجنون په لورې درومې  
                                                     دعشق اوښې په تدبیر نشې مهارې
                                              چې له زړه مې دغمونوکډې بارکړي  
                                                     شوخې سترګې دې راواړوه خمارې 
                                              «په ګیدړې پورې خپله لکۍ اورده »۱
                                                    په ماوکړې خپلې مینې هسې چارې                                            
                                              که ډېوې یې په هرڅلې بلې نه شي
                                                            دعشق لارې ترمنزله دې غبارې
                                              چې مې ولې دبڼو په توغندیو
                                                           لکه دروی  دشپنو وهم کوکارې 
                                              که له «خیال» سره دمینې ګاڼه نه وي
                                                       دغزلوناوې څنګه شي سینګارې
                                                      ------------------------
                                                                                      ۱ :   ګیدړې ته خپله لکۍ بلا ده





                                                                                یرغمل                                                                                    
                                           زه ورته ګورم چې دوئ مې کور وړي
                                                         دژوند هستي مې دبل په زوروړي
                                            «اورلره راغله دکورمېرمن شوه »۱
                                                         رپاند بیرغ مې رانه  نسکور وړي
                                             پخپل پټي کې کرونده وکړو
                                                        پروړه زموږ شی غنم مو نور وړي۲ 
                                             بې له څښتنه دګلو بڼ دی
                                               پاڼې یې باد وړي غوټۍ یې لوروړي
                                              دلوړوغرونوخزانې کاږي
                                                  لاجورد یې غله وړي ونې یې اور وړي
                                              دشیخ پلتنې په کوڅوګرزې   ۳ 
                                                                 له زړه نه مینه له سرنه شوروړي
                                              موږیرغمل یودبل په لاس کې
                                                             یامومسکووړي یا مولاهوروړي
                                              په هرګلشن کې سېلۍ چلېږي
                                                    توتیان مووژنې باغ مو سمسور وړي 
                                              زما په برخه دمینې اوردی 
                                                       سینه مې سوځي زړه مې ټکور وړي          
                                              ګناه یې خپله لاس په بل پاک کړي                                                                 
                                               مریې خودی دی «خیال »یې پېغوروړي
                                                 --------------------------------
                                                                      ۱: اورلره راغله دکور مېرمن شوه   .« پخوا داورلګیت 
                                                                     استعمال دومره ډېر نه وونوسکروټې به د چلم یا چای
                                                                     له پاره یوله بل کورڅخه راوړل کېدې   کومه نجلۍ د       
                                                                   چاکورته داور لپاره ورغلې وه اوهمالته یې دکورله 
                                                                   څښتن سره اړیکې پیداشوې وې  چې خبره تر واده  
                                                                   پورې ورسېدله اوپه دې توګه نجلۍ دکور مېرمن 
                                                                     شوه  اودامتل ترې پاته شو . »
                                                                    ۲: پروړه = بوس
                                                                ۳:پلتن= اولسي اوملکي لښکر=غیرنظامي لښکر


                                                                      دزړښت خپسکه
                                            یاره نن خوپه کتلوکې ثواب را                             
                                                           ستاپه سترګوغرڅنیوکې شراب را  
                                           چې وږمې یې بویومه پرې مستېږم
                                                               ګرانه ماته دهغوشونډوګلاب را
                                           اوس دمینې په غمونوکې ډوبېږم 
                                                                ستادڅڼیوله ورېښمونه تناب را
                                           زمولوي مې دزړښت خپسکې ورو ورو۱
                                                                        لږ دمینې ماتولوته شباب را
                                           چې کیسې دعاشقۍ دې پکې لولم
                                                            ستادمینې دمذهب هغه کتاب را
                                           عشقه ښه مې کړوه د اورلمبوته                              
                                                                     زه ترټلوته پیدایمه عذاب را 
                                           چې هرتاریې د درخو له زلفوجوړ وي  
                                                         خیال ته هسې د آدم دلاس رباب را
                                                   
                                                 -------------------------------------
                                                                 ۱: زمول « په وزن د شپول » کمزوری او بې سېکه  .       
                                                               دا لغت زموږ په سیمه کې اوس هم دود لري خو دشیخ     
                                                               اسعدسوري علیه الرحمه دبوللې لمړی بیت چې دغور  
                                                               دزړور پښتون پاچا امیرمحمد سوري پرمړینه  یې 
                                                               دیوې ساندې په ترځ کې وېلی ووپه هماغه وخت کې  
                                                                  هم معمول ووالبته د« ز »توری ساکن دی  لکه   :
                                                                              دفلک له چاروڅه وکړم کوکار
                                                                                        زمولوي هرګل چې خاندي په بهار
                                                                                                                                        « پټه خزانه »
                                                                                  درځم
                                          دیدن ته دې هیواده له جرګوسره درځم
                                                     ستاغېږې ته دعشق له ولولوسره درځم
                                         پوهېږمه چې لارې پاټکونو دې نیولې
                                                                 زماجنت نښانه له خطروسره درځم
                                         داغرونه اوډاګونه دې باغونه د،ارم شه
                                                              بلبل دې یم وطنه له نغموسره درځم
                                         دزړه په سرمې برېښې لکه ستوری دپېروونو۱
                                                        په تا باندې مین یم له پښتوسره درځم
                                         بېلتون دپردېسي دې یم له غېږې نه ایستلی  
                                                      په دې باندې که پړیم له توبوسره درځم    
                                         د«خیال » دزړه دهیلودساحل دغاړې ګله                                        
                                                  دمینې په دریاب کې له لامبو سره درځم


                                                              ---------------------------------
                                                                              ۱ : پېروونې = داپه اسمان کې د ستورویوه ښکلې 
                                                                             ډله ده چې یوله بل سره خوا په خواکې پراته دې  .
                                                                              کوچیان اوکلیوال خلک دپېروونو له خوځېدلو او  
                                                                              راګرزېدلوڅخه دشپې مهالونه اودکال موسمونه
                                                                               پېژني ،له کهکشان اولمریځ نظام سره توپیرلري  .     
                                                                             





دکاڼې کرښه

                                         راوړه جام دبنګوچې نشې درسره ماتې کړم    
                                                اور د مینې راکړه چې لمبې درسره ماتې کړم
                                         څوبه لاپلمې دپرهېزونویادوي راته
                                                   پرېږده دزړه سره چې توبې درسره ماتې کړم
                                         زه خوداجمل غوندې زمری دنظم نه یمه
                                             ښکلې چې په شعرکې ولولې درسره ماتې کړم
                                          ږمنځ به دې دتوروتوروزلفودولول شم چې  
                                                 څڼې دې په لېڅوکې خورې درسره ماتې کړم
                                          لوزمې له تاسره دکاڼې په سرکرښه ده
                                              څه پردی خونه یم چې وعدې درسره ماتې کړم
                                          مخ دې لکه لمردسباوون دی پلوشې وېښي
                                                راشه چې د وړانګورنګینې درسره ماتې کړم
                                          دلته بدرګې دبېلتانه راپسې ګرزي لا 
                                                                مینې دکلونو به دلې درسره ماتې کړم
                                          ووایه غماز ته که زموږله غرونو نه وزې
                                               سم به په دې پرښوکې پنجې درسره ماتې کړم  
                                          «خیال » خوکه دکلې په دودونو ډاروې لیلا
                                             بیابه دې ملنګ شم چې پلمې درسره ماتې کړم




                                                                                         ټال
                                          نه دې ساری چېرته وینم نه دې سیال شته  
                                                     نه دې ګورمه څوک وړنه دې مثال شته
                                          دډېوې احسان به ولې تروږمۍ وړي
                                                  چې د زنې په شیشه باندې دې خال شته
                                          هره شپه یې زنګوه تربرېځره    ۱
                                                                زمافکر ته دې تل دزلفوټال  شته
                                          راشه اوښکې مې راوچې کړه دسترګو
                                                          چې له تاسره زمادلاس دسمال شته
                                           نور به نه درته راوړم دباغ ګلونه
                                              چې وربل دې په ګاڼه باندې سمبال شته                                    
                                           زمامینه برملاده چې څه کېږي
                                                    په دې ښارکې خوګردونه دشمال شته                                           
                                           لاترڅوبه مې ترټې په توردمینې     
                                                 ماچې څومره ځوروې هومره وبال شته
                                           که هرڅوپه اشاروراسره ګرزې
                                             «غل په غره کې نه ځایېږې»دامثال شته
                                           دغه لړې د تورتم به هم رڼا شي  
                                                 دبېلتون په تروږمۍپسې وصال شته
                                           که یې غواړې له کلاڅخه را ووزه
                                                ستالپاره دګودرپه غاړه« خیال » شته
                                                                     ------------------------------------------------------
                                                                   ۱: برېځر= څاښت = دغرمې اوګهیځ ترمنځ مهال  .
                                                                  دمهال لپاره په پښتو ژبه کې ډېرخواږه نومونه موجود    
                                                                  وولکه : سپېده چاودیاسپېده داغ، ګهیځ ،لمرڅرک،    
                                                                  برېځر،غرمه،برمل ،لرمل ،لمرلوېده، ترمل او شپه  د  
                                                                  اسلام له راتګ څخه وروسته هم موجودووخوبیالکه 
                                                                 زموږ نوره ژبه دناوړوپېښوله کبله وسولېدل اوله منځه   
                                                                  ولاړل یواځې غرمه په ټولوپښتنوکې لا پاته ده دګهیځ    
                                                                 استعمال هم کمېدونکی دی اوبرېځرزموږ په خواکې   
                                                                  لادودلري ښکارندوئ علیه رحمه چې دسلطان شهاب
                                                                   الدین غوري په واکمنۍکې مخوراوښه شاعروود
                                                                  یوې بوللې څخه یې دپښتومهالونه داسې ښکاري  .   
                                                                              هرګهیځ چې لمرڅرک کېږې له خاتیځه
                                                                                             څوچې یون کادلوېدیځه په څنډونه
                                                                             که برېځر وي که غرمه وي که برمل وي
                                                                                             که لرمل ،که لمرلوېده،که ترملونه 
                                                                                                                   « پټه خزانه »
 
                                                                                     ټاپې
                  هغه کوزکلی زموږ وونوم یې ویرشو                            
                                                              چې داپورې شوروی پکې آمیرشو
                                                دلرغونوخزانوپه نمت راغی
                                                             خودغرونوپه پېچوموکې راګیرشو
                                               له کابل څخه یې پورته کړې لوخړې
                                                                          چې دکلې ږیروردبهیر میرشو
                                 دمذهب سپینه لمن به کاندې خړه                                                   
          چې په سیمه کې ناولی زموږ پیرشو
                                                یوپه بل باندې ټاپي دې لګوي یې
                                                                لا پرون یې مجاهد وونن کاپیرشو                    
                          اوس به چاته د زړه چیغه رسومه                                              
            زماخوب دمینې بل رنګه تعبیرشو
                             لویه خدایه درحمت ډېوې رڼاکړې                                              
            که تورتم زموږ دفکر پې تنویر شو
                                         چې دباز پېښې کوي د ونوچتکې                                                         
«خیال» خوځکه په سیالانوکې زهیرشو
   قلم ولاړ
                                            یوه ګیله وه چې دلاسه مې صنم ولاړ
                                                 اوس به څه کړم چې مې زړه ورسره سم ولاړ
                                            زه به هم دفکرټال ورپسې ولم             
                                                           چې مې یارلکه شاهین په نوې چم ولاړ
                                            «سړي غرونه دې مېرمنې اړمونه »   ۱
                                                                                له جنته څخه څرنګه ادم ولاړ
                                            رڼاورځه مې شوه هغه مهال توره 
                                                                 چې زما له خوارې برخې نه قلم ولاړ
                                            که ګیلې لروله روبل اوډالرو
                                                                         دافغان په ټکولوکې درهم ولاړ
                                            خپلې ژبې ته خپه وم چې غوڅېږي
                                                      اوس وېرېږم چې له منځه مې توکم ولاړ
                                            نن د«خیال »دزړه ټپونوګزک وکړ  
                                                              چې دعشق له درملنې یې ملهم ولاړ
                                                ---------------------------------------    
                                                                     ۱: سړي غرونه دې ښځې یې اړمونه  .
                                                                     ښځه اونارینه دانسان دیوه سر،دوه سترګي دي ،په       
                                                                    دې متل کې چې کوم مفهوم ځای نیولی  هغه یواځې    
                                                                     په متل پورې اړه لري  اود قافیې تابع ګرزېدلی دی      
                                                                        اوبس   .     
                                                                                           




                                                                          هیندارې وهي                                                                
                                                     آشنامې کډه وکړه لارې وهي
                                                          له خواشینۍ مې زړه کوکارې وهي
                                                    بېلتون پرې زړې دغمونوکري
                                                           دژوندپه دښته مې شیدیارې وهي
                                                   خپله څېره ورته ښکارېږي پکې
                                                                    وزه  له ښکر سره هندارې وهي
                                                   غریب یې تل دزړه په وینوګټي
                                                                شیخ یې په کلې کې تیارې وهي
                                                   اوس چې په لاس کې ماشینګڼې لري
                                                                  دوی له کېبلوسره خوارې وهي
                                                   د زاهدانوعدالت ته ګوره
                                                                له ځانه سل ځله هوشیارې وهي
                                                   «لکه کاغی دزرکې غاړه کوي  ۱ 
                                                              خپله یې هېره شوه بغارې وهي»
                                                    نجلۍدعشق په نېزه وویشتمه
                                                         خیاله له زړه مې  وینې دارې وهي
                                                                                         ۴۷        
                                                                 --------------------------------
                                                                                  ۱ : کاغي دزرکې غاړه کوله خپله یې هېره شوه  .
                                                                                      کاغی = کارګه=کاغ  =کوړاغ =زاغ =کارغه  .



                                                                            پاړوګر راغلی یم
                                        وعدې ته دې جانانه په ګودر راغلی یم
                                                            داڅه زېړی مهال دی مازدیګر راغلی یم
                                       انځوردسپینې خولې دې دغزل په بیه کاږم
                                                                        دیدن ته دې مهینې په هنررغلی یم
                                      دعشق په پلوشوکې به دې وپېچمه ګله
                                                               ستاحسن ته څرګنده لکه لمر راغلی یم
                                     نغمې دبلبلانوکه دمینې سړول وي 
                                                                نوزه هم درته ګرانه په غومبر راغلی یم
                                    ګرېوان مې که شکېدلای دی دزړه ښیښه مې پاکه
                                                                         خپه نشې له مانه چې ببر راغلی یم
                                   کمڅۍ دې که هرڅومره بې اودې غوندې ماران دې
                                                                          په دم یې اېلومه پاړوګر راغلی یم
                                    ترڅوبه د دسمال په اشاروسره غږېږو
                                                         د«خیال »مینه رسواشوه په ډګر راغلی یم



                                                                                     مڼه
                                     زه له پېریانوتښتم ته راته دېب یادوې
                                                خپله کوکارې وهې ماته مې غرېب یادوې
                                     لاس دې په وینوسره دې، په بل تورونه وهې
                                              لوړې ماڼۍ دې ګوره چې ماته جېب یادوې
                                     ناصحه ځان بدلوه دوخت له منډوسره
                                                     زه دې ملا ته حیران ته دې تالېب یادوې
                                     مرید دې وچې شونډې،تڼاک لاسونه ګرزي
                                            اوس دې رښتیا نه مني ته ورته فرېب یادوې 
                                     مطریبه مه غږوه،زړې سندرې راته                    
                                                  زه یې نڅا نه غواړم ته یې پایزېب یادوې     
                                    ولې نصیبه زما،دژوندرقیبه زما
                                            دمادعشق نیلي ته دبېلتون کرېب یادوې ۱
                                     د«خیال » دزړه بلبلې،ترمخ دې زنې ښکلې
                                                   زه یې مڼه بولمه چې ته یې سېب یادوې
                            
                                                        --------------------------------
                                                                  ۱:کرېب  په وزن د«جېب » =رقاب (په آس
                                                                    باندې دسپرېدلولپاره دزین  پایډل)
                                                                    په کرېب کې د«ک»توری ساکن دی




                                                                                                                                  ازمویلې
                                     څوبه زموږ برخه وي د دښتوپه کېږدیوکې
                                        ښارته خوورتلای نشو،لویان دې په ماڼیوکې   
                                     بیابه دې دسر دپاسه ټک وهي مېخونه
                                               پام کوه چې ولاړنشې کابل ته په څپلیوکې
                                     دغه ازمویلې دې لا نه دې پېژندلې
                                                   ساه له سړي باسي حرمونې په سلګیوکې
                                     هلته کانټینرې ګرموي دمرګ لپاره
                                                   خښتې افغانان دي پخوي یې په بټیوکې
                                     دلته هم په کلیوکې ژوندي سرونه رېبي
                                               سټه دپښتون وهي اختیار یې په پردیوکې  
                                     وایي چې« هم بوره هم بدنامه شولې خوارې »۱
                                                      هرڅه درنه ولاړل دناولیوپه ناندریوکې   
                                     ګوره چې« ډبرې هم کډي ته رغړې  »خیاله   ۲
                                                  موږ لکه ګلونه مړاوي کېږو په سېلیوکې  
               


                                                              --------------------------
                                                                                        ۱ :  هم بوره هم بدنامه شوه
                                                                                      ۲ :  ډبرې هم کډي ځای ته  رغړې




                                                                                  مارچیچلی
                                          ستادمخ په شیشه سره اوسپین ځلېږي
                                                                    که رنګونه په هنداره کې ماتېږي
                                          ګرانه بیادرته راستون شوم مجبوري ده
                                                     «مات لاسونه خپلې غاړې ته ورلوېږي»۱
                                         پټې خولې مې دسولګیوپت خوندي کړ
                                                            «مارچیچلی خو،له پړې نه وېرېږي»۲
                                          «که رښتیادې یاره زړه راباندې سوځي ۳
                                                            له ړندوسترګونه،هم اوښکې بهېږي»
                                         درنګ په درنګ دوخت شېبې راڅخه تښتي
                                                               لنډژوندون دی دپناه په لورښوېږي
                                         یو وار راشه چې ګلونه درته ویړکړم
                                                                  دسر«سترګې په بڼوکله درنېږې»۴ 
                                         دزړه مینه  په ډګر راسره وکړه
                                              وایي «شنې خوڅه په غلا نه خوړې کېږې»۵        
                                         خدای دې مه خوږوه هسې رنګه یاره
                                                لکه «خیال » دې چې  په مینه کې ځورېږي
                                                                        
                                                                                            
                                                --------------------------------------
                                                                  ۱ : مات لاسونه غاړې ته لوېږي  .
                                                                   ۲     مارچیچلی له پړې څخه وېرېږي
                                                                 ۳ : که زړه سوځي له ړندو سترګو نه هم اوښکې بهېږي .                                                     
                                                                  ۴ : سترګې په بڼو نه درنېږي  .
                                                                   ۵ :شنې په غلا نه چیچل کېږي
                                                                              


                                                                                       آونګ
                                        داخوږ سیوری دچادی چې په څنګ راسره ځي
                                                 زمادوطن خیال دی په غورځنګ راسره ځي
                                         په سترګویې که نشمه لیدلای له بهره
                                                         دفکر په هنداره کې یې رنګ راسره ځي
                                         دنوروپه ګېډیوبه یې ورنکړمه پاڼه   
                                                     ددښتوهریوبوټی یې لوه نګ را سره ځي
                                    افسوس دی چې یې وینمه بې شمېره پرهارونه 
                                                          له ښاره ترمناره پورې ړنګ راسره ځي
                                    دګردې دنیاګۍ په سر  ارامه ارامي ده
                                                     یواځې دپښتون په کورکې جنګ راسره ځي
                                    بېړۍ دژوندانه مې ډوبوي دغم په سیندکې
                                                                   دهرې څپې غاړې ته نهنګ راسره ځي    
                                    که نوم مې دشېرینې تش په ژبه باندې راشي
                                                          له پاسه مې په سرباندې کلنګ راسره ځي
                                   زمانصیب ته وګوره چې مارله مرګه بچ کړم  
                                                                دننې په لستوڼې کې اورنګ راسره ځي
                                   هډوکې مې دمړیو نښتېځي غوړي ترې باسي
                                                                  داپورې ګاونډی لکه آونګ راسره ځي                   
                                  متل دی«چې درانه بارونه وړي خوراک یې ځوځ وي»
                                                       د«خیال »کډه په شاباندې ملنګ راسره ځي              



                                                                      دټپونوغلبېل   
                                  تږی دوصال یم شرابونه ماته مه راوړه 
                                                    زه لېوال دمینې یم جامونه ماته مه راوړه
                                  راشه په سینه مې دټپونوغلبېل وګوره
                                                 سرترنوکه څړیکه یم دردونه ماته مه راوړه
                                 موم غوندې بدلېږمه دښکلوپه منګولوکې
                                                 پام کوه چې وانه وړم لاسونه ماته مه راوړه
                                 ګرانې ته زمادزړه ګاڼه یې پسول څه کوې                               
                                               خپله ښایسته یې سینګارونه  ماته مه راوړه
                                 ژرنده دناورین زمادسردپاسه ګرزي            
                                                    پرېږده د ویرباده نورغمونه ماته مه راوړه
                                 زه دومره تنکی شوم چې دمچ پښې مې ژوبل کړي
                                           بس دی دخیال عشقه پرهارونه ماته مه راوړه








                                                                                   برېښناګانې
                                       بیابه پسرلی شي میناګانې به راځي  
                                                           تورې شپې به لېږدي رڼاګانې به راځي
                                      واورې به خپل سپین کفن ور ونغاړي له مځکې
                                                               خاندي به ګلونه ښکلاګانې به راځي
                                      روغي به شي بیادغه نوکاري دسېلیو
                                                      څانګې به شي پېغلې نڅاګانې به راځي
                                      پاس به د وریېځودرمندونه په ګډا شي
                                                        ګرزي به پړکونه ،برېښناګانې به راځي
                                      شنه به چمنونه شي شنېلي به زرغونه شي
                                                             مستې توتکۍ اوبوراګانې به راځي
                                      بیابه دپردیوټپوسانو پوځ ووهي
                                                                  باغ ته دتوتیانوبلواګانې به راځي
                                      بیابه ګودرونه په منګیوښایسته شي 
                                                «خیال » به ورته ګوري خنداګانې به راځي 







                                                                       دشهسوار«سنګروال »دښکلې شعرپه اقتفا
                                                                                               چاپه مخه کړې یو
                                        موږخولاتراوسه ولولوپه مخه کړې یو               
                                          سپک دسیندځګونه شووڅپوپه مخه کړې یو
                                        توره مو له تېکې نه دبل په امر  وزي
                                                            باټې دزمري وهو بیزو په مخه کړې یو
                                        نن چې دپېروونوکچ کولو زمانه ده
                                                          خپل کورونه نلروخېموپه مخه کړې یو
                                        خېږوپه مرچل باندې سرونه موپه لپوکې 
                                               پایلې ته یې نه ګورو،ولجو په مخه کړې یو
                                        څوبه زموږ سترګې وې دنوروپه جېبونوکې
                                                      هرڅه رانه پاته دې پیسوپه مخه کړې یو
                                         موږ خولاتراوسه دخپل سرپه بیه پوه نه یو
                                                             ځکه هدیروته جنازو په مخه کړې یو
                                         هسې خودخپلې ارادې خبرې کاندو                                                                  
                                              «خیاله» چې خپه نشې پردوپه مخه کړې یو






                                                                                           برمته
                                             چې موغوښته ستا په زړه کې سمندره
                                                                    دنهنګ په خوله کې ولاړه مرغلره 
                                            غمه ستونی مې له غرېوه څخه ډک دی
                                                                نه مې چیغه له خولې وزې نه سندره
                                           هرې خواته مې که بیایې درسره یم                        
                                                                               زما زړه دې برمته ونیو دلبره                   
                                           څو چې ته یي ګودرونه ښایسته وي
                                                               خوندخوتاواخست زېړیه مازدیګره
                                           موږ دې هېرشووپه ماڼیوکې راګرزې
                                                       «یودې بام دوه دې هواوې دې  اختره»۱
                                           «اوښ ته وایي چې اورمېږدې ولې کوږدی
                                                       وایي کوم ځای مې سم ګورې زوروره»۲                             
                                           «چې یې لو ته خوښه نه وې دلوګرې       ۳
                                                                           لور په لوټه تېروي  نه په ډبره»
                                           تر رټلې «خیال» خوته ښه یې پېزوانه
                                                                     چې دیارپه مخ زنګېږې بختوره 


                                                       ------------------------------------
                                                                        ۱ : یو بام دوه هواوې  .
                                                                       ۲ :اوښ ته یې وېل چې غاړه دې ولې کږه ده،وېل یې
                                                                             کوم ځای مې سم دی .                                                                       
                                                                        ۳:دلوګرې چې لو ته زړه نه وې لورپه لوټه تېروي .                    



                                                                                      خوب
                                   خوب وینم زنګېږمه له تاسره په ټال کې  
                                    لاس مې دې په غاړه کې وي سترګې مې په خال کې
                                   څڼې دې زما له مړوندنوسره لوبې کړي 
                                                      بوۍ دې دعطرونو وي چلېږي په شمال کې
                                   دېب له پاسه  راشي ماپه خوله کې درنه یوسي
                                                       ته راڅخه پاته شې ویده په زرغون شال کې
                                   غرونوته مې یوسي په یوغارکې مې ایسارکړي
                                                   سراوپښې مې دواړه سره ونغاړي په جال کې
                                   توره تره ږمۍ وي تش یادونه ستا رڼاوي
                                                    سم له دې بلاووسره ښکېل یم په جنجال کې
                                   خپله یې له داړو څخه وینې دانسان ځي
                                                                     زه یې رانیولی یم دمینې په وبال کې
                                   وايي چې نوته دښاپېریومینه څه کړې
                                                           سر به پکې وبایلې دښکلو په وصال کې
                                   ته د ادم زوی یې ښاپېرۍخوددېبانودي
                                                تاسې شاته پاته یاست له موږ نه په کمال کې
                                   کله چې راویښ شومه له خوبه څخه «خیاله »
                                                   فکرمې له دېب سره وو زړه مې په جمال کې





                                                                                     چیغه
                                               کله چې خاني لرم،په زړه کې کېمیني لرم
                                                   اوس چې ملنګي لرم،غروردپاچاهي لرم
                                               زه که پردېسي لرمه،دغه بدمرغي لرم                   
                                                    نن خوبې وسي لرم،په کلې کې پردي لرم
                                               بیابه توره وباسمه،زړه مې لا یاغي لرم
                                                          مټې افغاني لرم،منګولې دزمري لرم
                                               فکر دزلمي لرمه،شوق دپسرلي لرم
                                               عشق دموسیقي لرمه ویاړیې تاریخي لرم
                                               دود،دخواخوږي لرمه،مینه انساني لرم 
                                                    شورلرم مستي لرمه،خوۍ دغرڅني لرم 
                                              «خیاله»څه خواري لرمه مسته شاعری لرم  
                                                           توره مېداني لرمه،چیغه توپاني لرم  








                                                                                   پېغور
                                        پتنګ ومانه په ځان دمینې تور
                                                              اوس یې شمعه کړوي په سر د اور
                                       ډېوه ټوله د رڼا په بیه درومې
                                                           خوپلتې خوارې ته پاته شې مخ تور      
                                        دا انګار به شي ترخپلو ایرولاندې
                                                       چې سپرغۍ  له ځانه وېشي لورپه لور     
                                        په لمن یې دباروتوغبارګرزې
                                                                   ددې بڼ ګلان به کله شی سمسور
                                        دلوونګوفصل لمرپه زړښت سپاري
                                                                    خودغچ غبار یې پېټی شي د لور 
                                        که داشته تودوخي ځان ته خوندي نکړي
                                                            سره سکروټه شي پخپله سوی سکور 
                                        دمالیار په مخ کې چوتکی غوټۍ ښکل کړي
                                                                               خویادېږې یې بلبلوته پېغور
                                        «وزه خلاصه شوه په تېښته له لېوه نه
                                                                      دقصاب چړې ته ورغله په کور»۱        
                                        چې په بېخ کې ورته کېږدي اومې خښتې 
                                                          «خیاله»تخت یې له بنسټه شې نسکور
                                                                      --------------------------
                                                                                         ۱: وزه (بوزه ) له لېوه څخه خلاصه شوه 
                                                                                              دقصاب کره ورننوتله  .
                                                                               
                                              


                                                                                    رنځور
        
                                      په هره خواچې ځمه دی ضرور راسره ځي
                                                             دیاردمینې غم دی لکه نورراسره ځي
                                      هرڅویې که  دزړه له منخه وباسمه بېرته
                                                              دفکرپه پرده باندې انځورراسره ځي
                                     دزلفوهره څوکه یې لشکه دغومبسې
                                                                 پخپله په نخرولکه تربورراسره ځي
                                     دحق لېونۍ چیغه مې په ژبه باندې ګرزي 
                                                       له دارسره مې برخه ده منصورراسره ځي
                                     داښکلي چې زه وینم دهالندپه روتردام کې
                                                ارمان دی چې په مینه کې غرور راسره ځي
                                     قفس مې دپښتیوشودفیل تر پښولاندې 
                                                 د«خیال »دزړه بلبل پکې رنځورراسره ځي                                                      
                                                                                                    
                                                







                                                                                چېرې ولاړې
                                                     نه دې اورم له راډیونه
                                                                                      نه دې غږله تلوېزیونه
                                                     نه دې لوست په ښوونځي کې
                                                                                نه دې څرک له پوهنتونه
                                                     نه دې شتون په سېنماکې
                                                                                     رټل شوې له روغتونه       
                                                     نه دې توری په دفترکې
                                                                                          تری تم له کتابتونه
                                                     اې د«خیال » د ادې  ژبې 
                                                                               چېرې ولاړې له پښتونه









                                                                                  پاڅون
                                             زېړی ګل یم له ازغي سره زرغون شوم
                                              دخاټول غوندې په زړه کې ځګرخون شوم
                                             کرۍ شپه دغم ګلۍ راباندې اوري
                                                                 پاڼې پاڼې په لمن دسباوون شوم
                                              دتوکم توپیر مې نه ووخدای خوشته دی
                                                     ددښمن په ځنځیرونوکې پښتون شوم
                                              دلیلادکوڅې سپي راپسې غاپي
                                               زه شکېدلای ګرېوان ګرزمه مجنون شوم
                                              ددېب سیوری مې دسردپاسه ګرزې
                                                       له بابته یې په خوله باندې زبون شوم
                                              اوس مې چیغه بندولای نشي «خیاله »
                                              چې په پټه خوله کې زوږ ومه پاڅون شوم









                                                په تندي کې مې چې ګورې هره ګونځه
                                                                  دغه ټولې دي دتادعشق له رنځه       
                                                ستا دسترګو دبڼو ویشتلې غشې 
                                                                        بېرته وباسه زما دزړه له منځه
                                                         ،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
               
                                                     که هرڅومره نوم وتلی په جهادیې 
                                                                     په وهلو ټکولوکې استادیې
                                                     چې کورونه ورانوې په هوانونو
                                                          قوماندانه مجاهد نه یې جلادیې
                                    








                                            ،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
                                               ته خو،ښه یې چې غندلای یې شې واړه
                                                        دغه سرې اوشنې دښمنې غدۍ دواړه
                                               دی به څه کړي چې پخپله یې تړلې
                                                                په دایوه خواکې لکۍ په بله غاړه


                                                     ،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،


                                                 دغه لوړې څوپوړیزې  ودانۍ
                                                                     دکابل په هره برخه کې ماڼۍ
                                                 تاله کومه کړې ببره قوماندانه
                                                         نه دې مال وو نه دې پوهه نه ګدۍ                                             
                            
                                  
 
                                                                             ۶۶





                                                                                    نغارې
                                         پیالې راډکوه چې نازنینې ته ورځم 
                                                           دګلودګېډۍ غوندې رنګینې ته ورځم
                                        «زمانصیب ته ګوره چې غنم مې شي وربشې»
                                              په لاره کې پیرې دي چې ورېښمینې ته ورځم
                                         متل دی چې «دګوډې لار په ژرنده ورغلې »
                                                                   زما دغه مزل دی دیار مینې ته ورځم
                                         «اوبه چې ترسرپورته شي څه یوه نېزه څه دوه یې»
                                                                 ډوبېږم که رسېږمه سنګینې ته ورڅم
                                         دکلې په کوڅوکې نغارې دې غږوه یې 
                                                           د لمردپلوشې په شانې سپینې ته ورځم
                                         دلرې نه واټن دی په شېبویې لنډومه
                                                      دعشق برخه خوږه ده چه شیرینې ته ورځم
                                         پیغام مې ورته یوسه ترکوڅې دوصال باده
                                                                 په مینه ور روان یمه مهینې ته ورځم
                                         هرڅویې که داسیمي دي وېښلې تنزیمونو
                                                 د«خیال» دغه تکل دی خپلې وینې ته ورځم
                  
                                                                                           ۶۵



                                                                                                                                                                                                                                                                                       تربور            
                                                            
                                      بلبل په چیغوچیغوځي غونچې دګلوچور
                                              ګلاب په زړه ټپي ښکارې رېدی په وینوسور
                                      دپرخورڼې اوښکې له غوټیوراڅڅېږي
                                                  ګل تاج له سرنه ورکړ بوراتېښتې ته مجبور
                                      په ماپسې لا ګرزي څارګران دګاونډیو
                                                                په لوټویې راماته کړه  هنداره دشعور
                                      په سر به دې بلا شي څویې زهر وي په خوله کې
                                                             زموږ خوتجربه ده «دلستوڼې دمنګور»۱
                                      نن تول دعدالت دمصلحت په تله کېږي
                                                           دحق نارې وهي په دارختلی دی منصور
                                      هرڅوک په دې نړۍ کې اول خپله وینه پالي
                                                           یوازې پښتانه دې چې دښمن ګڼي تربور
                                      یوتوره په لاس ګرزوي بل ګوته په ماشه ږدي
                                                    نن جنګ زموږ په برخه ګرزېدلی دی دستور    
                                       خوبېرته که دامات زړونه راټول شي سره «خیاله» 
                                                                         دا اور به دباروتو شي ګلونه دتنور
                                                                                                            ۶۷
                                                                   ------------------------------
                                                                                  ۱ : منګور = مار  (دخوست  په ځنې ولسوالیوکې
                                                                                         منګیر ورته وایي موږ ددېوال ګړندي  ته هم
                                                                                         منګور وایوچې تر چرمشکۍ لږ کچنی دی  په
                                                                                          خونوکې پیداکېږي  او هغه یې بې ضرره دی  .)



                                                                                       خیبره   !
                                             که هرڅومره دې نوم لوړ شمله دې بره
                                                                    تورکاغان درباندې وختل خیبره
                                             چې داستاد جګوڅوکو ولکه غواړي
                                                                        دښمنان درته رادرومې له بهره
                                             ستاعزت  له هرڅه پورته ووافغانه
                                                                     فلک څه چارې در وکولې ستره
                                             ته یې تل په توره وګټې پښتونه
                                                                    دملاغشی دې مات شي په خبره
                                             دمرګي وبا دې روږدې شوه په وینه
                                                                    نیم په لره باندې وژني نیم په بره 
                                             چې دخولې ګوله دې خوري ته ورته ګورې
                                                                   ستاتر وچوشونډوجارشمه نهره
                                              زه خوهسې رنګه هوډ لرم وطنه 
                                                                     چې دې پت درسره پالم تر ټکره 
                                              په جنت کې به مې هم دهیلوکور یې
                                                    د«خیال  »ګل غوندي هیواده دزړه سره


                                                                                                     ۶۸
                                                     





                                                                                         منجله

                                              په زړګي کې مې اورونه دې خراب یم                         
                                                                    دوطن په مینه پوخ لکه کباب یم  
                                              دبېلتون غمونوهسي رنګ نری کړم                                                
                                                                 چې له پوف سره ماتېږمه حباب یم       
                                              لاترڅومې ځوروې دمینې رنځه
                                                                   تن مې وګوره له غمه وچ رباب یم
                                             «ړومبنیه عقله کاشکې چې وروستی وای»
                                                  اوس خوښکېل په منجله کې دګرداب یم
                                             په دې پټه خوله مې پروت برغولی ښه دی
                                                                            کنه زه خو له  اوله  انقلاب یم
                                             راشه وڅېړه د«خیال » دزړه دفترې 
                                                                      چې دغم دبدوپېښویوکتاب یم
                                           


                                                                                                          ۶۹
                                                





                                                                          غمازراځي
                                                 دښکلومیره څومره په نازراځي
                                                                           لکه بلبله په مست آوازراځي
                                                 په سپینولېڅو په سرومنګلو
                                                                دزړونوښکارته دغرونو باز راځي   
                                                 چټه درخوده په شوق  مینه
                                                                   دعشق رباب ته لکه شاباز راځي
                                                 اتڼ یې زده دی ډول یې خوښیږي
                                                              سندرې بولې په وخت دساز راځي
                                                 زمادهیلوسپینه کوتره
                                                                دزړه شاهین ته په لوړپروازراځي       
                                                 په مړوکتوکې اورونه وېښي                                                                         
                                                                   دمینې جنګ ته نوی آغازراځي 
                                                 لارې به څارو،غمجنه «خیاله »
                                                                    مینه به پالوچې بیاغمازراځي


                                                                                               ۷۰





                                                                            دخاټولوجنډې
                            
                                              والوزئ وریېځواو راولونۍ زمزم     
                                                                    وشیندۍ په پاڼومرغلرې دشبنم
                                              ښکارې دخاټولودجنډود رپېدونه        
                                                                   رابه شي ګلشن ته نوی دوردپرتم
                                              مستې به نغمې شي اورامستې به بلبلې
                                                           پورته به شي بېرته تورې لړې دتورتم
                                              بیابه وي دښکلوتوتکیواتڼونه
                                                                        بېرته به دزاڼوکتارونه شي راتم
                                              ناڅي به ګلونه اوراپاڅي به عطرونه
                                                            ولاړي به شي بېرته دغه دوړې دماتم
                                              اورې به دپرخومرجانونه په شنېلیو
                                                      ګرزي به له«خیال »سره ر اګرزي به صنم


                                                                                             ۷۱



                                                                                      انصاف
                                               په یوه پښه ولاړیم دګل پېټی مې په سر  
                                                                      رېدی دپسرلي یمه نڅېږم لروبر     
                                               ددښتو په لمنو بې اوبورازرغونېږم                                                 
                                                             باران که په ما نه اوري  ولاړیمه  نهر
                                               ګهیځ راباندې ولوروي پرخې مرغلرې
                                                       ډېر ژر یې پلوشې راڅخه تښتوي دلمر
                                               نسیم یې دشمال څپوته وېشي په هواکې
                                                  وږمې،مې په عطرونوکې دمشکودعنبر
                                            ترڅوچې زه غوټۍ اوسم له سترګوالونیایم
                                                        که وخاندمه وړانګو ته مانه پرېږدي خطر
                                      له بېخه مې ور وشکوي ځواني مې نیمه خواکړي
                                                                 په زلفوکې مې وټومبي پیمخې په هنر  
                                      سوکه سوکه مې پېغلې دتندي دښکلاسیال کړي
                                                                 له ځان سره مې لېږدوي ویالې ته برابر
                                      خوښي اوخنداګانې خوکوي دکلې مستې 
                                                                    رازونه وې له ماسره دنجونوودګودر
                                      خواله مې له سپین مخ اوله سروشونډوسره کېږي
                                                                   ترڅو چې زه تازه یمه پالي مې زورور
                                      چې مړاوی شم،ماپاڼې پاڼې ورژوي ښکلي
                                                      په ګوتوکې مې مروړي بیامې واچوې  بهر
                                       انصاف دبندګانوخوهمدغسې وې «خیاله »
                                                                      چې ګټه ورته نلرم وهي مې په ډګر       
                                                                                          


                                                                                      پرتله
                                               ستادزلفود ولول دغه تعبیردی
                                                               چې زماپه برخه تل دعشق ځنځیردی
                                               که هرڅویې پرتله کړمه په شعرکې                              
                                                      ترسپوږمۍ دې ښایسته دمخ تصویردی
                                               چې په جېب کې یې ټاپې وې دتورونو
                                                               نن یې جام په لاس نیولی هغه پیردی               
                                               مریدانویې اسرې ورته راوړې
                                                                  ددانې حریص پخپله په دام ګیردی
                                               چې زمادوطن واګې رانه غواړي
                                                                د دې سرو اوشنوغدیوڅه توپیردی
                                               «هګۍ دلته اچوي کوټ کوټ یې هلته »
                                                                       د بهیر په برخه دغه رنګه میردی    
                                               چې منګولې یې د«خیال» په وینوسرې وې
                                                                     هغه بیا زموږ په کلې کې آمیردی


                                                                                           ۷۴






                                                                                     لوه نګ
                                                                                                 
                                     بیامې دبرېښنا په شانې تېره شوې په څنګ
                                                        اوړې په سوکه سوکه را اوړې په غورزنګ
                                    لاردې ترګودره ده زموږ دکورله مخې
                                           درومې په وربوزباندې،رادرومې رنګ په رنګ
                                    ونه دچنارلرې، ښایست  دې دنرګسو 
                                          خوله دې سپینه پوڅه ده، په شونډوکې دې بنګ۱ 
                                    ستاڅڼې دمشکو اوګلونوخوشبویي لري
                                                                          وشینده عطرونه اوراوپاشه لوه نګ
                                    کوردې رانږدې شه لا،غمونه دې شه لرې
                                                            مینه د زړګي راکړه، له سترګوسره جنګ
                                     ستاځواني دې ښکلې وي دخیال ګرېوان دې څیرې       
                                                                            ګرزم له درخوسره راګرزمه  ملنګ 
            
                                                                                                 ۷۵
                                                                   -------------------------
                                                                                ۱  : پوڅه = پنیر




                                                                                       شات
                                                 نه دې بولې شته نه لاړې نه دې پچه
                                                                         خوهرشی مرداروې ناولیه مچه
                                                 دمچۍ غولوته وګوره چې شات دي
                                                                    پاچهان یې تل څټي په زیاته کچه
                                                 دورېښمودچنجیوخولاویاړدي
                                                               چې یې اغوندي هرخان دبل له غچه
                                                 ناخبره یې ستاخوندپه ژبه وکوت  
                                                            دیارخوله دې و رترخه کړه دغم مرچه
                                                 ناپوهي هغه بلاده که پې واوړې
                                                           تل به لاس ترزنې ناست یې برخه وچه
                                                 نه دې شات وي نه ورېښم نه پلاوونه 
                                                     آزاد ژونددې وي په پت کې بې له کوچه
                                                 ستادسترګودکجلودارو راکړه
                                                       زماتورې سترګې سرې دعشق له لچه۱
                                                 لابه څودرپسې ګرزمه ستومانه
                                                    خدای دې مه لره د«خیال » له غوټې بچه                
                                                                                                ۷۶
                                                              -----------------------------------
                                                                             ۱: لچ =  دسترګوناروغي  .
                                                                             دایوه ساري ناروغي وه چې پخوا په کلیوکې ډېره 
                                                                            زیاته وه دپښتوژبې په لنډیواوکاکړي غاړوکې یې  
                                                                              ډېره یادونه  شوې لکه  :                     
                                                                                                 شینخالۍ په کلې ولاړه              
                                                                                                                          یابه لچ راوړي یا غاړه
                                                                              غاړه = والګی=رېزش ،زکام،کله په سکاروې هم اوړي 
                                                                            غاړه =آواز=سندره  لکه : «پلانی ښې غاړې لري » 
                                                                             غاړه = غړۍ  
                                                                             غاړه = څنډه ،لکه دګودرغاړه اونور   .   


                                                                                            ناغه
                                      بیرغ  به دې په سترګو ښکلومه چې درځم
                                                                      ګلونه به له تانه جارومه چې درځم
                                      ناغه مې دزړه سردرته ساتلی دی هیواده
                                                         ګیلې دې په لېمو باندې منمه چې درځم
                                      دمینې ولولې دې چې رسواراڅخه نشي
                                                          په خونه دسینه کې یې ساتمه چې درځم
                                      تصویر دې لکه ګل دپسرلي افغانستانه
                                                               دفکر په زانګوکې زنګومه چې درځم      
                                      په فال باندې ایمان به په یرغوې کې خوندي کړم
                                                             تقدیردی په تدبیریې اړومه چې درځم
                                       چې ستا دزړه باورد«خیال »په مینه باندې وشي
                                                      له سترګوڅخه اوښکې تویومه چې درځم


                                                                                                   ۷۷       






                                                                                  سکڼی ماښام
                                       سترګي دې سرې،بڼه دې ژېړه،زلفې دې سپورې
                                            تر مخ دې جارشم ولې خپه یې دسپوږمۍ خورې
                                       پلوشې تښتي لمرپناه کېږي رڼا ډوبېږي
                                                   سکڼی ماښام دی شنه یې لمنه رڼه یې ستورې                            
                                       اوس لاخزان دی شنېلي دې مړاوې سېلۍ چلېږي
                                                  په باغ کې نشته زېړی ګلونه څانګې سمسورې 
                                       زړه مې خپه دی دژوند ولجه مې دغم توښه ده
                                                       په ښارکې غله دي تیږې را ولي زما په لورې       
                                        تل خوبه نه وي د ویردپېښوهسې ناخوالې 
                                                           پښتانه وایي«کاسې دکبرآخر نسکورې »۱
                                       دغه نړۍ ده په لوړاوځوړکې ترڅوچې پایو
                                            «وایي چې نه مرې لابه یې واورې» تردې لانورې۲
                                        شپه به رانغاړي دپلوپیڅې ترسباوونه                                          
                                                   بیابه په بڼ کې غوټۍ غوړېږي پرخې به اورې
                                        ته به دزلفوعطرونه وېښې وړانګې به لونې
                                         پېکی به ږمنځ کړې سترګې به تورې ګاڼه درپورې
                                        وږمې به ګرزي ګېډۍ به خاندي څانګې به ناڅي
                                            زاڼې به راشي «خیال »به اتڼ کړي ته به یې ګورې
                                                                                
                                                                                                       ۷۸
                                                     ------------------------------------
                                                                                          ۱ :  دکبرکاسه نسکوره وي  .
                                                                                          ۲ :  چې نه مرې لا به واورې  .



                                                                                      توښه
                                              ماته وایي په خلوت شه دنیاپرېږده
                                                                           ددوزخ د اورله وېرې څخه رېږده
                                              وایي ژوند لکه دسیندڅپه تېرېږي
                                                                          داسپېره نړۍ فاني ده ځنې لېږده
                                              شیخ پخپله نعمتونه دلې غواړي  
                                                             بل ته وایي ددې ړنګې توښه ورې ږده
                                              که یې ورسېږي  وس ترکومې ښکلې     
                                                                               په مننه یې نیولې ور ته غېږده
                                              زه چې پل دیاردکلې په لورږدمه
                                                                    ډاروي مې چې ګناه به لري مې ږده
                                               اوس که غواړې چې ماوپېژنې ځوانه
                                                  نود«س»په ځای دسیال په سرکې «خ » ږده
                                               «خیاله»لارخودچړوپه څوکو نه ده
                                                                   دانصاف په سمه کرښه قدم کېږده


                                                                                                     ۷۹
                                                                                               





                                                                              دغم مېچنې
                                       شېبې درپسې شمېرمه دلبره راشه بیا
                                                                  زمادسترګوتوره دزړه سره راشه بیا
                                       دمار  اوده اسانه ده لټکې په موږ  روږدې ۱
                                                           درمل ته یې حیران یم پاړوګره راشه بیا     
                                       چې واردې خطانشې زه به لارې درته څارم
                                                            منګی په اوږوکېږده ترګودره راشه بیا
                                       «بنګړي په کې ماتېږي دیارۍ دغه دستوردی»۲
                                                               پخلابه دې کړم بېرته مروره راشه بیا 
                                       «سکروټې په ببوزې باندې نشي سړېدلای» ۳
                                                                   خپل چم راته راوښیه هنره راشه بیا
                                       لمن دتره ږمیو په ګلونه راخوره ده
                                                                    ګلشن په  تارڼاده  برېځره راشه بیا
                                       لشکې دبڼولکه مرمي راباندې اوري
                                                               ټپونه مې شړېږي درمانګره راشه بیا
                                       ترڅوبه لامېچنې په موږ ګرزي دغمونو
                                                د«خیال»سترګې په لاره دې اختره راشه بیا
                                                                
                                                                                                 ۸۰                                                                                 
                                                                          -------------------------------------  
                                                                                    ۱ : لټکه = دوه سری مار
                                                                                  ۲ :   په یارۍ کې بنګړي ماتېږي  .
                                                                                  ۳: سکروټې په ببوزې نه سړېږي   .  
                                                                                        ببوزی = پکی = بادپکه                          



                                                                                          سپم
                                                  ماته راکړه لږ دمینې مست شراب
                                                                       چې مې وباسي له زړه څخه خناب
                                                  هریو ول دې ځنځیري لیکلی خط دی
                                                        چې مې ولوست ستادزلفودرست کتاب
                                                  داچې شنه  چپنه اغوندې چنګښې
                                                                    ستاپه لوبوباندې پوه یوپه حساب
                                                  ستنې خپله سپم نیولی ووسپڼسي ته
                                                                                 په ټپي زړګي یې ننوت تناب 
                                                  «چې کرې هغه به ورېبې کرګره »
                                                                   دژوند فصل دی وبال وې که ثواب
                                                  په نیلي غوندې خولۍ یې خطا مشه
                                                                      د اوبوپه سرپوستوکی دی حباب  
                                                  لادسرسلامتي دلیلاغواړم
                                                              که هرڅویې کړم دعشق په اورکباب
                                                  دادې څه لېونۍ مینه وکړه «خیاله »                              
                                                                            چې یې وتوږلې وچ لکه رباب


                                                                                            ۸۱





                                                                                ګودره 
                                         دنورچینه دې وچه مه شه لمره درسره یم
                                                 دا وړانګې چې رالېږې خیالیګره درسره یم
                                         چې پت دې له بې پتونه خوندي اوسي وطنه      
                                                            ستامینې ته راغلی یم ځګره درسره یم
                                         یوغږدجګوغرونویم له ګران افغانستان نه
                                                                   له کوټې ترکابله پېښوره درسره یم                          
                                         دشعرپه ولولوکې به دې هم راسره پالم
                                                             له لاسه به دې ورنکړم ډګره درسره یم
                                        چې بیادې څوک په وینو باندې ونه لړي غاړې
                                                             عزت ته دې ولاړیمه ګودره درسره یم
                                         دخیال دسرشمله یې تل ترتله هسکه اوسې  
                                                             زمادهیوادعشقه دزړه سره درسره یم


                                                                                     ۸۲






                                                                            کارمساله کوي
                                  سرپه اوږوګرزوي پتنګ بلې ډېوې ته ځي      
                                                    زړه یې په لمبه ایښی دمینې تماشې ته ځي
                                 «څوک چې ورته ووایي افغانه غوږدې سپي یووړ
                                 خپل غوږونه،نه ګوري په منډه دسپي خولې ته ځي»
                                  څه ګټه لنجرومې ته چې خپله خوله یې توره کړه
                                                       ښه خوسلایي ده له رنجوسره لېمې ته ځي
                                  وار دی دشیخانو دبربنډوګناهونویې    
                                                 پام یې له پیالې سره لاسونه یې تسپې ته ځي
                                   «خواره دې شي مینځه چې دمینځې کالي وینځي» 
                                                        ګوره پهلوان ته دلاسپوڅې ارادې ته ځي 
                                    «چاري مساله کوي اولاپي یې بي بي وهي»
                                               تورې پښتانه وهي ویاړونه یې شملې ته ځي
                                     وایي«دمېږي لپاره پرخه هم توپان شي »
                                    «خیال» غریب ته ګوره چې دهري بلاخولې ته ځي


                                                                                                ۸۳






                                                    په زړه کې شور لرم بلواغواړي
                                                                             لېونۍ مینه برملاغواړي
                                                    دزمانې هسې دستورته ګوره
                                                                 «ږیره زما واک یې ملا غواړي »    


                                                                  ------------------
                                                                   
                                             چې دحسن خان دې راغی زه یې ګروکړم
                                                                              دبڼو په بزګرانودې هم لوکړم
                                            اوس غوبل دبیلتانه راباندې ګرزي
                                                   دالف په شانې سیخ وم عشق دې«و»کړم    
                                                                                                                                                      
                      
                                                                                            ۸۴





                                                                                 د دېب سیوری
                                              نوم دې لښته رنګ او بوۍ دې دګلاب
                                                                     جام دبنګویې مستي دې د شراب
                                              زمازړه پرې غږوي دعشق سندرې
                                                                             تورې زلفې دې تارونه د رباب   
                                              دمنشورغوندې یې وېښي په هرلورې
                                                                        پسرلی دی درنګونوښکلی باب
                                              دازموږ انارکه څومره خوندوردي
                                                                      خوددوئ خورمابه اخلوپه ثواب
                                               «که وروري سره کوو دغه متل دی         ۱
                                                                  « چې ترمنځه به ټاکلی وي حساب
                                                اوس ملادخپل چړي په چیغه درومي
                                                                     زړه مې ځکه شودغم په اورکباب                              
                                                دغه دروندسیوری خو بیادهغه دېب دی 
                                                               چې ښایست دشاپېرۍ یې کړخراب
                                              چې یې تېرکړ دزندان په پنجروکې 
                                                             همدغومره وود«خیال »غریب شباب 
                                                                       
                                                                                                     ۸۵ 
                                                                      ----------------------------                                                  
                                                                                              ۱:  وروري به کوو حساب ترمنځه  .



                                                                                  لټون
                                          چټه مروره ده په غرو،ورپسې ګرزم    
                                                      څه وکړم مین یم په پلمو ورپسې ګرزم   
                                        ګرزمه په دښتواو راګرزم په غونډیو                                          
                                                ستړی اوستومانه په غرموورپسې ګرزم 
                                        «وزمه له کلې خوله نرخه وتی نشم »         ۱
                                                 دغه زموږ دود دی په کلو،ورپسې ګرزم
                                       څارم ګودرونه اوراغواړمه باغونه
                                            سپورورپسې نه ځمه په پښوورپسې ګرزم
                                        وایي چې«مړه ګېډه فارسي وایي»کابله  ۲
                                           زه خو په هرځای کې  په پښتوورپسې ګرزم
                                        شونډې یې موسکالرې لېمې یې مرورې
                                                   «خیاله »که خپه وه په توبوورپسې ګرزم
                                                                                          ۸۶
                                                    ------------------------------------
                                                                                       ۱ :  له کلې ووزه  له نرخه مه وزه
                                                                                          ۲  : مړه ګېډه فارسي وایي






                                                                                  هیواد ته
                                            که مې سردی که مې مال دی که مې تن دی
                                                                له دې ټولوڅخه خوږ راته وطن دی
                                             دجنت دنعمتونو نښانې دي
                                                          که یې دښته که یې غر دی که چمن دی                                             
                                             ویاړاوپت مې له هیوادسره تړلې          
                                                                     که دا نه وي نو منلی مې کفن دی
                                             نورڅه نشته چې یې جارکړمه له خاورې
                                                         اوس مې نذر ورته ایښی خپل بدن دی
                                             که هرڅومره ګوزارونه یې خوړلې
                                                                       لاتراوسه له هرچاڅخه پتمن دی
                                              که یې لرې شم له غېږې هم دباندې 
                                                                     زمازړه یې په نامه باندې مین دی
                                             زردچوبې ته زېړ لرګی مه وایه زیاره
                                                                   په پښتو ژبه کې دغه کورکمن دی
                                             د«خیال »زېړ زبېښلی مخ سپېره یې بڼه
                                                                       دوطن دعشق له غمه لوغړن دی


                                                                                                     ۸۷
                                                             



                                                                              پسرلي ته
                                                   دبهارموسمه زېری مې درباندې
                                                            نندارې ته دې رنګونه راروان دې
                                                   رڼې پرخې امېلونه درته پېې
                                                           په ګلابوکې عطرونه درته خاندې
                                                   پورته ګرزي درمندونه د وریېځو
                                                                لاندې ګڼې مرغلرې دباران دې
                                                   پلوشې دې ښکلوي د ونوڅڼې   
                                                                دغوټیو امېلونه دې غړواندې 
                                                                                     ۳۱
                                              خوافسوس دی لاتراوسه پسرلیه
                                                                  له هواڅخه مرمي را،اوري لاندې
                                              لاټانکونه ورانوي دخلکوخونې
                                                                  په هرلورې ژړاګانې دي یاساندې
                                              لاسرونه پرېکوي دبل په امر 
                                                                    غلیمان مولاد وینو په ارمان دې
                                              «دانړۍ خوپه امېدخوړله کېږي »
                                                 «غرکه لوړدی لاریې شته ده په سرباندې»
                                              «وایي ژرنده که دپلارده هم په وارده»
                                                              داولاړبهیربه بېرته ځي په وړاندې       
                                              بیابه تالندې برېښناوې سره ناڅي  
                                                              شین توتیان به اتڼونه درته کاندې
                                              «خیال»به بیادسباوون ګلونه ستایي
                                                       د ګلشن وږمې به ګرزي لاندې باندې
                                                  دیوروپ نجونې دې مستې اوبربنډې
                                                                  خپلې څڼې پرې کوي لمنې لنډې
                                                  دلته مینه کول عیب نه یادېږې
                                                               خو زما په اوږو باردې دغم پنډې
                                                                       ------------------
                                            «وایي چې اوبه که څومره زورلري
                                                            ځمکه ورته خپله هومره سورلري »                   
                                         وینه یې که هرڅومره ارزانه ده
                                                                   مرګ دپښتنوخوګوره پورلري
                                                                                   ۸۸
                                    
                                              ستاداتورې تورې سترګې زماخوښې
                                                            زوړ دستوردې ګرزوي راڅخه ګوښې
                                              یووارراشه له نژدې مې تپوس وکړه
                                                         «یاردیاردپاره خوري دغوایي غوښې »     
                                 
                                                                            ---------------
                                          ستامینه مې په وینه کې روانه په سیالي ده
                                                                پالنه دې په ما افغانستانه په سیالي ده
                                          حیران یمه دوران دزمانې ته چې را اوړي
                                            «مېړانه په سیالي وه اوس سپېتانه په سیالي ده»                                      
                                                                                         ۹۰
                                
 
                                                                                  ګرم  نشته
                                     په زړه باندې رنځوریمه صنم راسره نشته
                                                              درمل ته یې حیران یمه ملهم راسر نشته                   
                                   په مړینې نڅاګانې دژوندیوپه ماکاندي
                                                                     تراوسه هم لافکردتوکم راسره نشته!
                                   چې برخې سره وېښي تل زماپله وې سپکه
                                                            خپل حق غوښتلی نشمه قلم راسره نشته
                                   دبل په ژبه وېلای شم سندرې اوشعرونه
                                                             پښتون یمه دخپلې ژبې غم راسره نشته!
                                   دحسن رنګینې مې له باروتوسره ولاړې
                                                                بې رنګه پسرلی یمه موسم راسره نشته
                                    هرچاته مې چې لاس دیارانې ورغزولی
                                                      په لاس کې یې خنجر نیولی سم راسره نشته
                                    نورمه وژنه صیاده فریادونه دبلبلو
                                                                  دصبرکاسه ډکه شوله زغم راسره نشته
                                    «هم غل وایي چې غله دي هم کوربه وایي چې غله دې
                                                 جزاخوبه یې «خیال »ګالي چې ګرم راسره نشته


                                                                                                ۸۹  




                                                                               دشهسوار«سنګروال» دښکلې شعر په اقتفا                                                                                       
                                                                                 بړبوکۍ
                                               ښکلی سباوون وومازدیګر وخوړ
                                                                تورې تروږمۍ راڅخه لمر وخوړ
                                               باغ مودخزان سېلیو وڅانډه 
                                                                         ږیروله منګیونه ګودر وخوړ
                                               بیاموپه دې غرونوکې وباګرزي
                                                                        ژوند دپښتنویې لروبر وخوړ
                                               روږدې شوه په کلیواوکوڅوکې
                                                                 سم یې له وسلوسره لښکر وخوړ
                                               وایي زمانه اخره شوې ده
                                                                 ګوره چې ګیدړې هم زړور وخوړ   
                                               دېب دشورویانوخولاڅه کوې 
                                                                           توغ دآزادۍ یې برابر وخوړ
                                              جاردې شم هیواده «خیال »ته وخانده
                                                          ستادعشق غمونوخومې سر وخوړ
                                   
                                                                    
                                                                               ۹۱





                                                                               ملایکې 
                                     چې هرې خواته خوځمه پیرې راسره ځي
                                                            ددوواوږوله پاسه پرښتې راسره ځي
                                     زمادعملونوحسابونه راته لیکي
                                                         د ورځې ترماښامه اودښپې راسره ځي
                                     که زه پخپله سم یمه نوښه مې راته کاږي
                                                    خوپل چې بې ګودره ږدم کږې راسره ځي
                                     چې کورته راروان شمه په سترګوکې مې څاري
                                                             له ست کولوپرته مېلمنې راسره ځي
                                     که ښې چارې مې ولیکي دښۍاوږې ملکه
                                                      په ورځ داخرت کې به پیالې راسره ځي
                                     غلمان به په ماڼیوکې نڅاوې سره کاندي
                                                  دحوروبه ورېښمینې کجاوې راسره ځي
                                      دباغ په رنګینوکې به سندرې سره بولو
                                                             پیالې به دشرابوپیمانې راسره ځي
                                                                                     ۹۲
                                      ډولونه ربابون به غږېږي هرې خواته
                                                   اتڼ خومې کلتوردزمانې رسره راسره ځي
                                      له پاسه به دشاتو بارانونه په ما اورې
                                                     دلاندې په ویالوکې به شیدې  راسره ځي
                                      شیطان به ددوزخ له پنجروڅخه راګورې
                                                               دمشکواوعنبروبه وږمې راسره ځي
                                     خوبرخه ددنیا مې له ازله خواره شوې
                                                     دژوندپه هره پېښه کې خطرې راسره ځي
                                     دیوې بلاپه خوله کې یم په بله  باندې اوړم
                                                        چې کومې خواته ځمه زولنې راسره ځي
                                     زماپه ګرېوانه باندې د اوښکو مرغلرې
                                                              دسترګوله چینوڅخه رڼې راسره ځي
                                     دااوس مې په ټټر باندې مېچنې ګرزي خیاله۱
                                                             ډګرته چې راووزم زلزیلې راسره ځي
                                                  
                                                                          
                                                                                             ۹۳                         
                                                              --------------------------------
                                                                                   ۱ :  مېچن = دلاس ژرنده =بې اوبوژرنده  .
                                                                                    مېچنه په لاس تاوېږی ، اوړه یې لواړ دي  او
                                                                                    ارغستلې یا اوګره ترې جوړوي  .
                                                                              
                









                                                                               کاشکې
                                          زه به درشم چې ګلونه درنه جارکړم
                                                            دلوونګوخوشبویي به دې نثارکړم
                                          لکه ته چې څنګه ژوبل شوې هیواده
                                                         زه پخپله ستا غمونوهسې خوارکړم
                                          چې دې یادپه هر محفل کې چېرې وشي
                                             خدای خو شته دی په نامه دې افتخارکړم
                                         د وجودوینه مې ستادسرخیرات شه
                                                             که داغرونه اورغونه دې ګلزارکړم
                                         ستاله دغه لورېینې نه مننه
                                                         چې د مینې په بهیرکې دې مهار کړم    
                                         کاشکې زړه مې دنظمونوتومنه مومي
                                                         چې دشعرپه مرغلرودې سینګارکړم
                                        چې داهره یوه غدۍ درباندې راغله
                                                      ستاپه مینه کې یې شومه د انګار کړم      
                                       تل د«خیال »په زړه کې دغه ارمان ګرزي   
                                                        چې دې غاړې ته زېړي ګلونه هارکړم
         
                                                                                                  ۹۴                  
 
                 




                                                                                      پایله
                                               دزاهدپه خوله کې ګرزې سپینې حورې
                                                                  دجنت په نعمتونوکې مشهورې
                                               دی پخپله نذرانې ګڼي په ګوتو
                                                موږته وایي چې وهئ په جنګ کې تورې
                                               اوس یې پای شو دهیوادلپاره دغه 
                                                               چې له خپلوځالو ووتې مستورې
                                               نن چې ځنې دوطن ګلالۍ وینې
                                                               دګاونډ دتورمخانودې مزدورې
                                             چې یې مچ په پلونه پرېښودله نازه
                                                                 په عربوکې شیخانوته مجبورې
                                             څوک چې پاته شوې دلې روغې رمټې
                                                              لوغړنې خویاکونډې دې یابورې
                                             نه یې مال شته نه خواړه نه درملنه 
                                                    «خیاله »ګرزې په غمونوکې رنځورې


                                                                                           ۹۵




                                                                                   دزړه غږ
                                                   څه راته خاندې ګودرخونه یم
                                                                     ګوډی د ویر شوم اخترخونه یم
                                                   ولې مې څارې پخپل وطن کې
                                                                       سپېره کودی یم ګوهرخونه یم
                                                   کلی ز ما دی واک یې دتا سي
                                                                    ترټې مې څته سوالګر خونه یم
                                                    جهادچې فرض وو ټولواداکړ
                                                             اوس چې غریب شوم رهبرخونه یم
                                
                                                                                       ۹۶


                                                         دشګوپاڼ شوم د رودپه غاړه 
                                                                              ورو ورونړېږم کمرخونه یم
                                                         زه یوافغان یم غلیمان ډېردي
                                                                                  توره لرمه  لشکرخونه یم
                                                         مه رانه تښته دهوسۍخورې
                                                                                   مین به یمه خطرخونه یم
                                                         څپانده سیندوم په خوړ بدل شوم
                                                                            غېږې ته راشه ژورخونه یم
                                                         «چې برخې وېښې مېړونه ګوره »
                                                                           ښکلی زلمی یم ببرخونه یم
                                                          لږ مې درپت کړه ترپلولاندې
                                                                  «خیال »درسره دی بهرخونه یم


                                                                                     جرس
                                             که یې غشي دي که دام دی که قفس
                                                      که یې چوف دی که یې کوډې که محبس
                                             څوچې موږ په بهیرونوکې روان یو 
                                                                         دکاروان سره به زوږ وي دجرس
                                             دهیواد دغېږې مینه مې په زړه کې
                                                                           لکه وینه داسې ګرزي هرنفس
                                             که غلیم درته هرڅومره ګلالی شي
                                                                     په منګولوکې یې مه ورکوه وس   
                                             «چې پیشویې دپخوغوښوکشۍ کړه »   ۱  
                                                                   زما صبرخودې خدای لره وي بس   
                                              «که دسرو زرو چاړه دې وې په لاس کې ۲   
                                                     دامتل دی څوک یې نه  منډې  په نس»
                                              «خیاله»زړه دې دلونګوخوشبویي شه
                                                       چې په خپلوغرو یې وېښې په هوس
                                                                                           ۹۸                                                
                                                                                 ---------------------------------
                                                                                       ۱:پیشو یې دغوښو کښۍکړه  .
                                                                                : پیشو= پشي = پشه = پشک  .
                                                                              : کښی=ساتونکی=پیره دار=محافظ=څارګر   
                                                                             (په تېره بیادکروندو،باغونو اوکښتونو لپاره .) 
                                                                            ۲:چاړه که دسرو زرو هم وي سړی یې په خپل
                                                                                 نس نه منډي  .




                                                                                     ګلاب
                                        په زلفوکې مې وټومبه ګلاب راغلی یم
                                                      وربل ته دې له یارڅخه ځواب راغلی یم
                                        له څانګې یې راپرې کړمه ډالۍ دتالپاره 
                                                     مامه مروړه په ګوتوکې خراب راغلی یم 
                                        په رنګ کې ستادمخ سره سیالي ته لویېدمه
                                                 ځواني مې درنه جارشوله خناب راغلی یم          
                                        ګلپاڼې مې لانه وې غوړېدلې سباوون ته 
                                               بې وخته نیمه خواشوم په عذاب راغلی یم      
                                        دزنې په خولومې اوبوه تازه به اوسم
                                                     چې مړاوی درنه نشمه کریاب راغلی یم
                                        یوه زېرمه دعطرونویم یورازخوږې مینې
                                                د«خیال » کرلی ګل  وم په شباب راغلی یم
          
                                                                                                    ۳۷
                                  





                                                                                کجل یووړ
                                               زړګی مې له کوګل څخه منګول یووړ
                                                            آرمان دخوږې مینې مې وربل یووړ
                                               یومرغه ووسلو لومې ورته ایښې
                                                                           صیاد دزمانې رانه اول یووړ                          
                                               بلبل دپښتو ژبې مې له بڼ څخه   
                                                                   دخاورولاندې قبرته کابل یووړ
                                               تاریخ مو له لرغونوخزانو سره
                                                                  دسیمې غلیمانو په یرغل یووړ
                                               مشال دیار دمخ زماله لاسه  
                                                              بېلتون له پلوشوسره په چل یو وړ
                                               یوعشق د ولولومې د وطن  په نوم                                                                                                                                     دشعر په مرغلروکې غزل یووړ
                                               د«خیال » دزړه بورایې په لټون ووچې
                                                                   وصال دتوروسترګوکجل یووړ  
                            


                                                                                           ۱۰۰






                                                   که څوک ښه وایي که بدوایي که رد
                                                                      له آموتر اباسینه مې خپل حد
                                                    زه خوڅه دچاپه ږیره دعوه نکړم
                                                                داوطن مې هم دپلار ووهم دجد
                      
                                                         --------------------------


                                                  له ولجوسره دې نه یم څلوربوله
                                                           مادښکلې خاورې مینې ته دربوله
                                                  که مې سردخپل وطن په مینه ورکړ 
                                                                   دژړاپه ځای سندرې په مابوله


                                                                            ۱۰۱





                                                                                  دکوچيانو غږ
                                                  هرګهیځ له ځګرخونه سره لېږدو
                                                        موږکوچیان یوله بېلتونه سره لېږدو
                                                  خپلې کډې باروو دچرګ په چیغه
                                                                      لوڅ لغړله سباوونه سره لېږدو
                                                  ورشوګانې مودغلوپه ولکه ولاړې 
                                                                لکه زاڼې اوس له یونه سره لېږدو
                                                  دخېموزړې تړانګې موپه شادي
                                                                     درپه درله شواخونه سره لېږدو
                                                  بې منزله پړاوونه دې وهو یې ۱                
                                                                  وږې تږې له ژوندونه سره لېږدو
                                                  دتوپان په اوږوباردمرګ په لورې
                                                                            دغمونوله تړونه سره لېږدو
                                                    لاترڅوپورې به ګالودغه ستونزې                                                                                                                     «خیاله » راشه له غبرګونه سره لېږدو

                                                                                           ۱۰۲
                                                        --------------------------------------
                                                                    ۱:  پړاو = تم ځای = فرسخ 
                                                                    پړاو= مرحله =(دپړاو اصلي مانادکاروانونودتم کېدلو                                                 
                                                                    ځای ووخو دتلوراتلو اولېږدېدنې  دعصري وسایلو د
                                                                     رامنځ ته کېدلوسره سم پخوانیوکاروانونواوپړاونوهم  
                                                                    نوې بڼه ونیوله اوپړاو دنویواړتیاوو له مخې خپل ځای
                                                                     مرحلې ته ورکړ ځکه چه پښتو ژبې مرحلې ته کوم نوم   
                                                                    نه درلود نواوس  پړاودمرحلې په مانادودپیداکړاوکله
                                                                     چې پخواني شوروي اتحاد دجدې په شپږمه نېټه په  
                                                                      اقغانستان   یرغل   وکړنو،نوې  مرحله   او یا نوې  او 
                                                                      متکامل پړاودومره ډېراستعمال شوچې دهغه اصلي       
                                                                      مانابېخي هېره شوه  .) له کابله تر غزني پورې دلارې 
                                                                       واټن شپږ پړا وه  وو .


                                                                                    چړایي
                                               ته چې سترګې توروې په سلایي
                                                                              مابه وباسې له ښاره جزايي
                                               چې دڅڼیوتورې لړې دې بادیوسي
                                                                    لکه تورماران چې ګرزي هوایي
                                              ماد زلفوپه دورو وهې له پاسه
                                                                     چې درخېږمه دعشق په چړایي
                                              اوس چې عمر تېروم په پردېسي کې
                                                                په دیدن پسې دې ګرزم سودايي
                                              دوطن دمینې تاوته خولاګوره
                                                                            کړوي مې لکه اور دکړایي
                                              چې در وګرزمه  بېرته له بهره
                                                                         مستوه مې دخندا په دوايي 
                                              که دې پام راباندې نیسې دزړه سره
                                                                    ستاله څنګه به دېره شم کرايي                              
                                              وایي هله زلزله راشي په ځمکه
                                                      چې ستومانه شي ښکرونه دغوایي!
                                              چې د«خیال» په وطن هره غدۍ راشي 
                                                                    غمازان یې بولې برخه طلایي


                                                                                         ۱۰۳
                          
                                      


                                                                           داسمان تېغنه
                                              چې پرون یې په ماولګاووتور
                                                              اوس خودوئ لره پخپله شوپېغور
                                             «که دبل لپاره څاکیني په پټه
                                                     دی به خپله په کوهي کې شي نسکور»۱
                                             ټول وطن یې رانه وشپېلاوه لاړل
                                               «موږخپل پور ورڅخه غواړودوئ لانور»۲      
                                              لایې سر ورباندې خلاص نه دی په کچه
                                                    چې«دسیال خواړه یاپوردې یا پېغور»۳
                                             که هرڅوداسمان تېغنه ګرزي پورته
                                                      سریې مځکې ته راکوز دی لکه ښکور     
                                             «لاپه لپو وچوي دسیندموجونه »   ۴
                                                               نه یې بر ورته مالوم دی نه یې سور 
                                             خوپتنګ که د ډېوې په سرکړېږې
                                                                        دخپل سرسودایې بیه ده د اور 
                                             چې د«خیال » دبخت توتي له ګورته ووت
                                                                         نه یې پته په بهرشته نه په کور
                                          
                                                                                                         ۱۰۴
                                  -----------------------------                                   
                                                                                        ۱: چې بل ته څا کیني پخپله پکې لوېږي  . 
                                                                                          ۲: موږ خپل پورغوا ړو دوئ لانور .
                                                                                          ۳: دسیال خواړه یا پوردې یا پېغور  .                        
                                                                                            ۴:دریاب په لپه نه وچېږي  .



                                                                             ډوله  وهم دې چېرې
                                       عشقه جنون دې چېرې خیالي لیلادې چېرې              
                                                 څیرې ګرېوان مې ګوره ځمه صحرادې چېرې
                                       زمادزړه په پولو بېلتون خېمې وهلي    
                                                          وایه غورزی دې چېرې بله بلوادې چېرې
                                       «ته چې له سترګوڅخه میده رانجه پټوې »
                                                               دبڼوغشې چېرې دمینې غلادې چېرې
                                       ځای دې دمخ په غولې وړانګې دې شونډوته ځې
                                                           پېزوانه زانګې چېرې زېړه رڼادې چېرې
                                        له پورې غرونوسره ستا ازانګې ګرزې
                                                   «ډوله وهم دې چېرې دغږ ډنګا دې چېرې»۱
                                        څرک له ختیځه وهې وړانګې لوېدیځ ته لېږې
                                                            لمره راخېږې چېرې دنور رڼا دې چېرې
                                         ستادقلم په څوکودساندوڅړیکي ګرزي
                                                   «خیاله »وطن دې چېرې دغم ژړادې چېرې
                                                              
                                                       
                                                                                        ۱۰۵             
                          
                                                                                                





                                                                              چل او ول  .........
                                              ته چې سترګې توروې زه در پوهېږم
                                                               زړه مې بیا ټکوروې زه درپوهېږم
                                              په دې چل کې خویو ول لرې چلبازې  
                                                           غوړې څڼې سپوروې زه درپوهېږم
                                              نن دې غشې دبڼوپه ماشه کړې
                                                            چې په چا یې اوروې زه درپوهېږم
                                              که هرڅومره په نخروراسره ګرزې
                                                                      زمامینه نوروې زه درپوهېږم
                                              چې زما دزړه جنډې دې راکږې کړې
                                                   بخت مې بیا نسکوروې زه درپوهېږم
                                              تورې زلفې دې دورې دمحتسب دي
                                                   چې مې څومره  پې وهې زه درپوهېږم 
                                              ته هغه نوی توپان د یوې غدۍ یې
                                                      د«خیال » کلی ورانوې زه درپوهېږم
                         
                                                                                       ۱۰۶





                                                                                   پوښتنه     
                                          ماوګوره ریباره ښکلی ځوان ی یم کنه یم
                                                               درخوته یم راغلی ادم خان یم کنه یم
                                          دعمر په اوږدوکې زولنې دي شرنګوم یې
                                                          زندان زما په برخه دی افغان یم کنه یم
                                          کاروان دسباوون مې دماښام په ګوتوکېوت
                                                                دژوندپه ترږمیوکې روان یم کنه یم
                                          بهار ومه رنګونه مې سېلیورانه یووړل
                                                    اوس زېړزبېښلی برېښمه خزان یم کنه یم           
                                          چه واک د آزادۍ مې دغلیم په ولکه درومې
                                                                په توره کې اتل دهر زمان یم کنه یم
                                          په مځکه ننوزم کږولی مې څوک نشي
                                                             څټک دغلیمانوته سندان یم کنه یم
                                          له غرونوګړنګونوڅخه سرباسمه «خیاله »
                                                     دژوندپه بدوپېښوکې توپان یم کنه یم


                                                                                 ۱۰۷





                                                                                        غلبېل
                                        زه شاهین دلوړوغرونو وم تا اېل کړم
                                                                 یاره څنګه دې دڅڼیوپه دام ښکېل کړم
                                       چې مې کورته یرغمل درسره بیایې
                                                              زه خوڅه لېونی نه یم چې به ځېل کړم
                                        مین زړه دې برمته راڅخه وړی 
                                                                لکه ستوری له مداره دې رابېل کړم        
                                        که دمینې ګړندی دې نه رالېږدي 
                                                             راته وایه چې مې وینه درته تېل کړم  
                                         په وطن کې وچکالي ده لامبوزنې
                                                         رڼې پرخې به د اوښکو درته سېل کړم 
                                         خپل ټټرمې لکه ډال  درته نیولی  
                                                                  دبڼو به سټنګرونودې غلبېل کړم 
                                          ستاله هسې لورېینې نه مننه
                                                     دیار«خیاله »چې دې غاړې ته امېل کړم      


                                                                          ۱۰۸





                                                                                    غمی    
                                                               غمی زماخوږ  ورور وو البته زمادپنځو وروڼوڅخه چې څوک 
                                                               شهید اوڅوک پخپل مرګ له دې نړۍ څخه ولېږدېدل غمی مې
                                                               وروستنی ورور ووچې د   همدې کال   ۲۰۰۶ د ډیسمبر دمیاشتې
                                                              په ۱۲ نېټه یې له نړۍڅخه سترګې پټې کړې ،له همدې کبله مې له 
                                                              دې لاندې شعرسره دخپل مات زړه څړیکې دشعرله ولولوسره
                                                               ملې شوې، الله دې پرې ورحمېږي  .
                        
                                       زړه مې شین دی له غمونومې زړه شین دی
                                                        نن مې بیا دسر په خونه کې ناورین دی
                                       دغمي دمرګي غږ راباندې وشو
                                                        چې له ړنګې دنیاګۍ څخه یې تلین دی
                                       ژوندمې هسې هم روان ووپه سکروټو
                                                               دغه ویرپه ما له هرڅه نه سنګین دی
                                       خپل ټټرمې هرې پېښې لره سپر وو   
                                              اوس مې ټول بدن چې وخوځوې خوړین دی
                                       په هیوادکې لاد وینوباران اورې
                                                                     زړه مې ځکه دغمونو اباسین دی
                                       دژوند ونډه مې دڅړیکولویه پانګه   
                                              «خیال »چې سترګې غړولې دې غمګین دی          
                            
                                                                                   ۹ ۱۰




                                                            ---------------------------------
                                               دمرګي ښامار راغلی دی غمی وړي
                                                        زه یې وینم له ګوګله مې زړګی وړي
                                              دلېموڅخه مې وینې راڅڅېږي
                                                   چې زمادبخت له څانګې نه ببری وړي     
                                                                                                                                                                           
                                                        -----------------------
                                 
                                               غمی تل راڅخه ولاړ او زه په غم کې
                                                           له سوچونوسره پاته په تورتم کې
                                               په هغه باندې دخاوروامبارپرېوت 
                                                       زه یې پرېښودم یواځی په ماتم کې


                                                                              ۱۰ ۱                                                                                       



                                                                                    نسکور                                                              

                                         یومې کلی رانه پاته یومې کورشو
                                                    یومې عشق دګل وطن راباندې پورشو
                                         تشه لاسه اوس به خپلې ګوتې مروړې
                                                                   چې یرغل دبړبکیوپه دې لورشو
                                         «پکه دغه دې لابله لویه سپکه »          ۱
                                                                   دزاهددګناه تور،راته پېغورشو
                                         دازمالېونی زړه کله  صبرېږي 
                                                          دجنت په شان هیوادمې راته اورشو
                                                                                  ۱۱۱
                                       « اوس واده دبسوګۍ ورڅخه جوړدی »  ۲
                                                         چې دجنګ غبارموکم نه شولانورشو 
                                       «یومې تورې پیشولاس په خوله څټلی »  ۳
                                                 جام دبخت مې په یرغوې کې نسکورشو                                              
                                        یوګزمې دبېلتانه راسره ګرزې
                                                      بل مې تن له ډېره غمه سوی سکورشو
                                        داشناګړګوتي څڼې غوړې نشوې
                                              نن مې ځکه دخپل مخ پستوکی سپورشو                                              
                                        دوطن دغرونوباده راچلېږه
                                                که ګلشن د«خیال »دهیلوپې سمسورشو
                                                                                         ۱۱۲
                                                         ----------------------------------
                                                                        ۱ : پکه دغه دې لا بله سپکه
                                                                            ۲:دبسوګۍ واده ورڅخه جوړشو،   (وځنډېده .)   
                                                                           ۳: لاس یې تورې پیشو څټلی ،  (بدمرغه دی  .)   
                                                                                        زولنې
                                           ماوېل زه به درته دام ږدم له دانې سره
                                                      اوس خوته راغلې له مستې یارانې سره
                                           زه په ګردوزیارتونوګرزېدمه
                                                                ستاپه مینه کې دسرله نذرانې سره
                                            ګام په ګام درسره ګرزم لاس تړلی        
                                                             ستادزلفوله ورېښمینې زولانې سره
                                            نوربه وشکوم دصبرځنځیرونه
                                                                    څه به ځان سمبالوم له زمانې سره
                                            لاتر څوبه بدرګه درسره ځمه
                                                             نورمې پرېږده دوصال له خزانې سره
                                            په وربوز باندې به نه راسره ګرزې
                                                       «خیال »ته وګوره له مینې مستانې سره 
                          
                                                                              ۱۱۳





                                                 نه پښتون نه هزاره یم نه تاجک
                                                            نه ترکمن یم نه بلوڅ یم نه ازبک
                                                زه افغان یمه له ځانه راته ګران دی
                                                              دوطن دپاکې خاورې هرڅپک


                                                                                              ۱۱۴
                                               دبڼونېزې دې ولې په هر لورې
                                                               خوزماله زړګي وزي پورې ورې
                                               موریې ځکه سپېلني ورته لوګی کړل
                                                          دیارسترګې بې کجلوتورې تورې
                                                                                 واڼه
                                           چې زما دمینې درمند دې چاڼه
                                                                  راته وایه ګرانه څنګه دې ګاڼه
                                          دزړګي ستنې مې  مه وله،نړېږي  
                                                             چې دې بیا په ماشه کړي دې باڼه
                                          داتور مخې یې دعوه لري په زغرده
                                                     ته به وایې چې خپل مال یې دی واڼه
                                          که مې بیادزړه  غورزی له واکه ووزي
                                                         روغ غوږونه به یې دواړه شي کاڼه
                                          دیارڅنګ ته به په سپینه رڼاورشم
                                                که د«خیال » دنصیب ستورې شې راڼه
                                                                                         


                                                   -------------------------------
                                                موږ دې وشړو،ته بیا راشې هجومه
                                                                         نابللې مېلمنه راڅخه درومه
                                                  که موبېرته پخواني سوټي ته لاس کړ
                                                        بیابه وزې له دې غروڅخه په کومه ؟


                                                            -------------------------


                                                مستې مخ دې دشیدودسر پېروی
                                                                     نن یې وینمه پلودې یویستوی
                                                چې په سترګوکې ستونه راته کاندې  
                                                     دغه ښکلی خوۍ دې برېښې راته نوی


                                                                                     ۱۱۶
                                     





                                                                                      نذر
                                 
                                               زه چې مینه درکوم ته مې ترټې       ۱    
                                                                        لا مې ولې له دیدن څخه رټې۲
                                              زماپام دې دګرېوان په پولوګرزي 
                                                                  که یې غواړې  دسرنذرمې ګټې
                                              مین زړه مې د اوږدوغمونوجېب دی 
                                                                      چې هرڅویې په منګولو پلټې
                                              که پاچاشې دپره دو ترحکم لاندې
                                                                       هرمهال به دغلیم کاسې څټې
                                              توري سترګي  دې بازان دلوړوغرونو              
                                                                     چه زمادزړه په سر وهي غوټې
                                              اوس به لرې شې دخیال دسینې دوړې 
                                                                    زه چې اورم دپښتوخوږې ټپې 


                                                                                      ۱۱۷
                                                            -------------------------------                         
                                                                      ۱: تره ټل=تهدیدکول = غوږ تاوکول ،چې  
                                                                        دتصادف له مخې دانګلیسي «له تریېټ»
(ګوش مالي )   سره برابر شوی                                                                                             Threat                                                                            
                                                                                  ۲ : رټل = محروم کول  = شړل 




                                                                                دکاڼې زړه
                                             لادجنګ په نیلي سپوریې زغلوې یې
                                                                       دلته وینې دې ارزانه تویوې یې
                                            لایې څوپه توکمونوسره وېښې
                                                                           یوافغان دی دپېړیوبېلوې یې
                                            یاپه جنګ یاپه ولجو یاپه دمونو 
                                                                 ستاپه فکرسادګان دې غولوې یې
                                            په سینه کې دې دکاڼې زړه دربېږي
                                                                               لا دغم د وبا اوردی بلوې یې
                                            ګوره سر اومال به دواړه پکې بایلې
                                                                 داپه غرونوکې بازان چې اېلوې یې
                                             ستادسروسترګو ازغی لکه چې «خیال » وو
                                                    اوس دې کېووت په منګولو ژوبلوې یې


                                                                                        ۱۱۸







                                            داغ دبې پتي دې دلمن په برخه مه شه
                                                ترخې اوځوځان دې دچمن په برخه مه شه
                                            خاوره دې که خپله وي ولکه یې دپردیو
                                                  هسې پاچاهي دې دوطن په برخه مه شه
                                          
                                                       ،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
                                       دزړګي دمینې ګل مې،په هغې مهینې ګرودی
                                     چې په«د»پسې یې«ر»توری په«خ»پسې یې «و»دی
                                     دآشناله توروزلفودعطرونووږمې پاڅي 
                                                    چې کرلې یې ګلونه په لوونګوکې یې لودی

                                                                           ۱۱۹







                                                                                    نوم
                                       خ=خیالي وربل دې په ماواچوه درپټ مې کړه
                                                       ماتر وزرولاندې وپېچه واسکټ مې کړه
                                       ی=یواځې ستاپه توروسترګوکې درمل لرم
                                                       په زړه رنځویمه جانانه روغ رمټ مې کړه
                                       ا=اوس چې اجل دتا دمخ ډېوې  ته راوستم              
                                                             دمینې اوردې راته ولګوه سټ مې کړه
                                       ل=لږمې په غېږه کې دزړه خواته درکېکاږه  
                                                   تل به دې ژوندسمبالوم د اوږې مټ مې کړه
                                       م=مستې زما نصیب په تا پورې تړلی دی
                                                               دوصال برخه راکوه دکلې چټ مې کړه
                                       ح=حیرانه ولې راته ګورې سپېلنی دې شم
                                                                      راشه زماپه ټټر وغزېږه کټ مې کړه                                                                               م=ماته په کمه سترګه مه ګوره مین دې یم
                                          له خپل ښایست سره مې سیال وګڼه غټ مې کړه  
                                       د=دغرونوخیال یم که مې اېل درسره ساتې نو      
                                                    دخولې تریاک دې په ما ولوروه لټ مې کړه                                                           
                                        
                                                                                                                            ۱۲۰
                                           




                                                                                   پوروړی   
                                        داویاندچې ګورې دهمدغه ښار وګړی دی
                                                                  دادغلیمانودغدیودجال غړی دی
                                        بیازموږ دلپولپواوښکوڅخه باج غواړي
                                                          دېب دزمانې مو،لادوینوپوروړی دی
                                        کله یې داغرونه اوسیندونه لېږدولای شوای  
                                          جام یې دغلبېل په شانې،پړی یې اومړی دی
                                        بیایې دالېوه کومې رمې لره ساتلی دی
                                        بیایې دتابوت په منځ کې ایښی لکه مړی دی
                                        غبرګې پنجرې مې دسینې دقفس ماتې شوې
                                       زړ ه یې په منګولوکې ژوندی راڅخه وړی دی
                                        «خیاله »دغه نوربه ترمنزله پورې څنګه ځي
                                                   دابهیرد اوو اوښانولاپسې نیمګړی دی


                                                                          ۱۲۱






                                                                                        الماس
                                            زړه مې کټ کټ لکه ماشوم درپسې ژاړې           
                                                       ستادمهینې ځوانۍ مینه رانه غواړې
                                            دزلفوهر وېښته دې لښته دلوونګو
                                                       دلاس منګولې دې سکه دزمري داړې 
                                            لکه شاهین په چنارونوکې دې غواړم
                                                           دجګوغروکوترې چېرې رانه ولاړې
                                            دسپین تندي خال دې الماس دکوه نوردی
                                                        له ډېره خیاله دې دخولې خبرې لواړې
                                            د اروپاتربهار اوړی ښایسته دی
                                                               نجونې نسونه لوڅوي لمنې نغاړې
                                           زما په فکر کې رڼې راسره ګرزي
                                                            که یې هرڅومره هېروم دګودرغاړې
                                            د«خیال »له سترګوسره سترګوټکر وکړ
                                                       اوس یې دزړه ګونبزه شنه لمنې شاړې
                                                                                                                                                                                                                                                                                   ۲۲               
                                             




                                                                                     وطنه
                                                       دزړه په سرباندې مې ځای لرې وطنه
                                                                         دلوړوغرونوپه لمنوکې پلنه
                                                په هره لوېشت دې دلمانځه سجده رواده
                                                                  دمسلې غوندې دې پاکه ده لمنه
                                                چې کوم ابلیس دې په ویاړونولګېدلی
                                                                     په ماته ژامه دې شړلی دی مننه
                                                هره دره دې یوه زانګودهوساینې
                                                              په هر بچي باندې دې ډېره لورېینه
                                                که دې هرڅوپه راکټونوباندې ولو
                                                              لادې پرانستې راته غېږه ده پتمنه
                                                ددښتوهربوټي دې څانګه دلونګو   
                                                  غردې په رنګ کې ښایسته دی له چمنه
                                                دتاله پت سره مې ژوندتړلی وینم
                                                          له سر اومال سره دې فرض ګڼم پالنه
                                                که دې زماد وجود وینوته وي اړه
                                                            په دواړو سترګو مې منلې ستابلنه
                                                دتادجګوغرودڅوکوبلاواخلم
                                                     والله چې ډېر راباندې ګران یې زماتنه
                                                خیاله که زړه ته دې ارام لیدلی نه وې
                                                                     دهیوادخاوره درنځونودرملنه 
                                                                                      ۱


                                                                               شعر
                                                                           
                                                 شعرخپلې ځواني لره پسول غواړي
                                                                     وزن لره تله غواړي تول غواړي
                                                کله ردیفونه،قافیي لري
                                                                     ښکلوکلمولره کچکول غواړی
                                                 ښې استعارې او کنایي لري
                                                          بڼې اومنځپانګې لره شپول غواړي۱
                                                مستې ولولې یې په بیتونوکې
                                                                    ګڼو انځورونوته کهول غواړی
                                                زړونوته خوندونه اوجذبې وېښي
                                                             ساری اوتشبه لري سمبول غواړي
                                                ښایي مفکوره اوتخیل ورته
                                                       حسن او احساس ورسره ټول غواړي
                                                کاریې له زړه سوي اوخواخوږي سره
                                                                      مینه دپیمخوبډه بول غواړي ۲
                                                «خیال »یې چې سالار دتصویرونوشي
                                                                       بیا نوداتڼ لپاره ډول غواړي
                                                                                     ۱۲۳
                                                      ----------------------------
                                                                                   ۱ : شپول=پنډغالی  
                                                                                       : شپول = هاله  
                                                                                  ۲:بډه بول=ښکاره=څرګند=په ډانګ پېيلې